کور / تازه خبرونه / پاكستاني ملايان: مولانا صوفي محمد باغي دئ

پاكستاني ملايان: مولانا صوفي محمد باغي دئ


په راولپنډۍ كي د پاكستان د اهل سنت والجماعت د ديني عالمانو ټولني په يوه سلا د شريعت نفاذ محمدي ګوند مشر مولانا صوفي محمد اسلامي شريعت او پاكستاني اساسي قانون ته باغي وباله، او له حكومت څخه يې وغوښتل چي په هر ډول كېږي د مولانا د ډلي مخنيوى وكړي.
د اهل سنت والجماعت عالمانو ټولني د يوه پرېكړه ليك په خپرولو د صوفي محمد له خوا د زيارتونو نړول او د عالمانو بې عزتي غندلې او د پاكستان له پوځ، ستري محكمې او پارلمان څخه يې غوښتي چي د پاكستان د ژغورلو په خاطر د اساسي قانون پوره درناوى او د صوفي محمد مخنيوى وكړي.
اعلاميې په سوات كي روان تشدد او روان حالات د پاكستان په تاريخ كي تر ټولو بدي پېښي ګڼلي دي.
تر دې دمخه هم د پاكستاني علماوو دې ټولني مولانا صوفي محمد پاكستان او اسلام ته باغي او د پاكستان له اساسي قانون سره په خيانت تورن كړى وو.
مولانا صوفي محمد چي د شريعت نفاذ محمدي ګوند مشري ور دغاړي ده، په سوات او ملكنډ كي د اسلامي شريعت د نفاذ او شرعي محكمو د جوړېدو غوښتنه كوي او په همدې موخه يې د پاكستان د حكومت په وړاندي وسله پورته كړې ده، چي په تيرو دوو كلونو د سوات په سوونو كسان په د پوځ او طالبانو ترمنځ په جنګونو كي ووژل سول او سلهاوو كورنۍ له سوات څخه د پېښور ښار ته په كډي كولو مجبوري سوې.

تبصره نسته

  1. It is very unfortunate that Pashtuns are still faithful to Pakistan under the banner of Ismlam. Sufi Muhammad is not the solution. It is time for Pashtuns to realize that their bloody enemy Pakistan will never let them to live a normal life. At the same, the Pashtuns are to be blamed by turning towards extremists like Sufi Mohammad. Pashtuns should ask themselves why Punjabis should care about the Pashtun life. It is not their life, and these religious associations are just benefitng the Pakistani causes.

  2. Grano Yarano aw lwastonko salamona me wamanai!

    Grano de Pakistan mawlayan tol socha angrizan di de islam de spisali din dushmanan di doi tol de ISI po chawkat ke khpal faaliatona kawi aw de islam po nom khalk gholawi aw dagha beghairata po estelah mawlaian po dere spin stargai sara de ISI po qomanda aw de islam po no watan frosha afghani talibam aw rond aw gowd aw sharmidali MULA M. Umar zmoz khawre ta ralizi de moz begonah afghananwazni, aw showanzai, showonki aw zdakawonki, engineran ,daktaran aw de tolani nora roshanfekra qeshar mo le manza wri.

    No loanat po Pakistan aw de haghe po benamosa mawlaiano aw loanat po ISI aw pawz bande.

  3. په پشتو کی یو مشهور متل دی چی مه کووه په چا چی دربشی په تا!
    پاکستان بدنامه اداره ای ایس ای به ملایان دافغانانو ده تباهی لپاره را روزل اووس د دوی دغه تالی څټی ده دوی دخپل ځان بلا وکرځیدل . هرهغه څوک چی ده افغان سپیڅلی خاوری ته بده ګوری بد به پرځی انشالله. څښتن تعالی ده ټولو رښتینو پښتنو ساتندوی شی که هغوی په لره او که په بره کی ووی .

  4. سلام
    ګورۍ ګرانو دوستانو زه خو وايم که په هرځاي کي اور بل دي دپښتنو په کورونو کې دى مولانا صوفي محمد هم پښتون او مسلمان دي خو ټوله معمله دغو وحشي امريکايانو جوړه کړي چې جنگ يې زموږ او ستاسې دکورونو تر دروازي راورساوه خو انشالله چې دوې به هم په خپل هدف کې بريالې نشي او دالله ج په نصرت او مرسته به دوي دافغانستان پدي خړو غرونو کې داسي شرموونکې ماتې خورې چې دوې يې هم يادوساتې او ټوله نړۍ هم . په ټوله نړۍ کې ديوه اسلامي انقلاب دبري په هيله

  5. اسلام عليكم ورحمت الله و بركاته !
    څه وخت به جهاد پر اي ايس اي باندي روا شي ؟
    په خداي دي مي قسم وي چي ۵ ملګري يو دا ټوله به د اي ايس اي په مقابل كي د جهاد په نامه و دريږو.انشاء الله ۲۰۱۵ كال را نيږدي سوي دي ډير ژر به دا مردار پاسكتان تصفيه سي .
    او ګوري پښتنو ((يو سى كه نه نو ورك به سي [تجزيه سوي خو ياست ]خو ورك به سي ))

  6. che 1 samm muslman pa ke pas la dera wkhta peda sho no nom ee baghee sho

  7. ګرانو وروڼو !

    صوفی محمد دی که څه بلا دا خو دا لس کاله د شریعت د نفاذ چیغی وهي دا وسله یې ولې اوس پورته کړه؟ وروڼو په دې باور وکړئ چې دا د پاکستان دی که Fuckistan پوځ او استخبارات د پښتنو به وینو باندې پیسې اخلي، افسوس ددغې صوفي محمد احمق په حال چې نه پوهیږي، په افغانستان او پښتونستان کې جګړه د پاکستان د پوځ او استخباراتو لپاره د پیسو ګټلو ښه او اسانه لاره ده، دوی امریکې او غرب ته وایي چې دا پښتانه ټول ټروریستان او وحشیان دي لویدیځ او پاکستان تهدیدوي نو د دې تهدید د مخنیوي لپاره موږ ته ښې ډېرې وسلې او پیسې راکړه ……. ګرانو وروڼو له ځان سره فکر وکړئ او هڅه وکړئ چې دا د پنجابیانو له دام څخه ځان وژغورو. په درناوي.