" /> " /> " /> " /> فرايان  :  ۱۰۰ تنه بېګناه كسان وژل سوي دي  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / فرايان  :  ۱۰۰ تنه بېګناه كسان وژل سوي دي 

فرايان  :  ۱۰۰ تنه بېګناه كسان وژل سوي دي 

د فراه د بالابلوك ولسوالۍ اوسېدونكي وايي د ۱۰۰ په شاوخوا كي ملكي كسان د امريكا په بمباريو كي وژل سوي دي.


دغه كسان وړمه شپه وروسته له هغه وژل سوي چي تر دې دمخه د افغان پوځيانو او طالبانو ترمنځ په همدې سيمه كي جنګ سوى وو او وروسته افغان ځواكونو د امريكايي الوتكو څخه مرسته غوښتې وه.


د فراه ولايتي چارواكي د ملكي كسانو وژل تائېدوي، خو والي روح الامين وايي د بېګناه كسانو د مړيني دقيق شمېر نه دئ څرګند.لر او بر ويبپاڼي ته له سيمي رسېدلي خبرونه وايي امريكايانو درې كلي بمبار كړي، چي په لسهاوو بېګناه كوچنيان او ښځي پكښي وژل سوي دي.


په سيمه كي د شاوخوا كليو اوسېدونكي وايي دوى د بېلچو په ذريعه مړي له خاورو راباسي او ځيني كوچنيان او ښځي يې پرون د فراه د والي دفتر ته هم وړي دي.


امريكايانو له معمول سره سم په دې اړه د څېړنو د پيلېدو خبر وركړى، خو دغسي څېړني هر ځل د تشي بخښني!؟ او تاسف په څرګندولو پاى ته ورسېږي.


د افغانستان ولسمشر كرزى چي دا ځل په امريكا كي دئ، تر اوسه يې په دې باب نظر نه دئ څرګند كړى، خو د چارو څېړونكي وايي ښايي حامد كرزى د خپلي شخصي ګټي (انتخاباتو) په خاطر په دې اړه امريكايي مقاماتو ته هيڅ هم ونه وايي.


د فراه په ولايت كي وروسته له هغه دغه مرګ ژوبله اوړي، چي تېره اونۍ د كندهار د پنجوايي ولسوالي په كلك او سلوغه كي هم امريكايي پوځيانو د بمباريو په ترڅ كي ۱۴ بېګناه كسان ووژل.

تبصره نسته

  1. ۱۳۸۸د غويي ۱۶مه

    د فراه په بالابلوك ولسوالۍ كې د ګڼ شمير نورو بې دفاع ملكي وګړو په ګډون د ښوونځيو
    ۸ تنه زده كونكي هم په خورا مظلوميت سره په شهادت رسيدلي دي .

    د فراه ولايت د بالا بلوك ولسوالۍ په ګرانه كلي كې تيره ورځ د ۱۳۸۸ كال د غويي په
    ۱۵ د ائتلافي ځواكونو په هغه هوايي بمبارۍ كې چې پكې د ښځو او ماشومانو په ګډون
    لسګونه بې ګناه ملكي وګړي په شهادت رسيدلي دي دغه راز يې ۸ تنه زده كونكي هم د
    شهادت په ابدي خوب ويده كړل .

    دغه زده كونكي چې د ( ملاعثمان نيكه، او زراعت) په مسلكي ليسې كې يې زده كړې كولې،
    سيدعلي د سيدمبين زوى، سيد لعل محمد د سيد اختر زوى، سيدابراهيم او سيد نورالله د
    سيد آدم زامن د اول ټولګي زده كونكي، سيد زكريا د سيد نظام الدين زوى د اووم ټولګي
    زده كونكى، عبدالمالك د اسام الدين زوى د اتم ټولګي زده كونكى، محمد امين د رحم
    الدين زوى د زراعت مسلكي ليسې د اتم ټولګي زده كونكى او سيد عبدالغفور د سيد نعيم
    زوى د نهم ټولګي زده كونكى وو .

    د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت په داسې حال كې چې د دا ډول بشريت ضد
    كړنو په وړاندې خپله كركه او انديښنه څرګنده وي، د دغې پيښې ټولو شهيدانو او په
    ځانګړې توګه د دغو ۸ تنو بې ګناه ماشومانو روح ته د لاسونو په لپه كولوسره، د فردوس
    جنت او د كورنيو پاتې غړو ته يې د زره صبر غواړي .

    د افغانستان د پوهنې وزارت دغه راز د د غې دردونكې پيښې ټپيانو ته دلوى خداى له
    درباره د عاجلې روغتيا په هيله له ټولو امنيتي كړيو په كلكه غوښتنه كوي چې د دغه ډل
    وژنې مرتكبين قانون ته وسپاري او د خپلو نظامي عملياتو پر مهال د ملكي وګړو او په
    ځانګړې توګه د پوهنې د منسوبينو له مرګ ژوبلې څخه د مخنيوي په موخه په خپلو عملياتو
    كې له پوره پام او احتياط څخه كار واخلي .

    په احترام

    محمد آصف ننګ

    د پوهنې وزارت د عامه اړيكو مشر او وياند

    نشر کردۀ : ریاست روابط عامه و دفتر سخنگو

    ده افغانان – کابل

    ویب سایت: http://www.moe.gov.af

    ایمل آدرس: spokes.person87@gmail.com asifnang@yahoo.com

    شماره تماس : 0752017486 و 2104694

  2. يا الله امريكايان ، برتانويان ، كاناډايان او ددوۍ نور ائيتلافي ملګري ، كرزي ، دكرزي وزيران ، رئيسان او نور ددوۍ مرتد ملګري په خپل قهر ګرفتار كړي الله دمظلومو افغانانو بدل ددوۍ څخه زر تر زره واخلي الله په دي دنيا كي يي مونږ ته شرميدلي سر ښكته او ذليل وښايي او په اخرت كي يي دجهنم په سرو لمبو باندي لولپه كړي . آمين يارب العلمين

  3. خداي-ج-توله-كافيران-خراب-كري-اوشرمينده-كري

  4. Allah di Hekmatyar rawly,hagah da gayrat sambol,da elam mashal,da madrasi ustad,da qalam aw maktab mena wall aw hamee,da seysaat atall,da sarlowaro sarlashker.marg pa dawlat aw pa jahelo talibano.ameen

  5. Dose our so called president Karzi care about the innocent killing o f dozens of people including children and women in Balaboluk Farah? What would our president feel if his son Mirwais Karzi was among the dead? Is this the reward of our votes? Can you feel our sorrows? Are you really our president? If yes, please please please resign for us. We voted you to become our president and now we want you to resign. Can you resign? I am quite sure you will not resign even if all the people of Farah were killed because your position is important than thousands of innocent Afghan lives.

  6. mra de we da afghan mazlom olas tol qateleen
    da be guna aw mulke afghanano qatelen jange janayat karan de doe ba haro maro laka sanga che tarekh shodle da gar gara kegee da dase wraze pa omed
    mra de we amrekayan aw da doe nor mrdar andewalan iranyan rosan pakistanyan aw afghan
    wzunkee taleban

  7. به كويت كي د ميشت افغانانو د كلتوري تولني به استازيتوب د اتلافي حواكونو دا اجرامي او روند بريد به سختو تكو غندم او د افغانستان له دولت او نريوال ايتلاف حخه غوشتنه كوم تر سو ددي بيشي سختة بلتنه وكري ..او شهداو ته دي خداي جنت فردوس نصيب كري او بازمانكانو ته دي خداي صبر جميل وركي