کور / تازه خبرونه / پنټاګان: په فراه كي ۱۲ ملكيان وژل سوي وو

پنټاګان: په فراه كي ۱۲ ملكيان وژل سوي وو

د امريكا د دفاع وزارت وايي د افغانستان په بمباريو كي په دونه شمېر ملكي كسان نه دي وژل سوي، لكه په ځينو رسنيو كي چي خپاره سوي دي.
پنټاګان وايي د دوى او افغان حكومت ګډي څېړني ښيي چي د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالي كي فقط ۱۲ كسه وژل سوي دي.
د ملګرو ملتونو، افغان ځايي چارواكو، عيني شاهدانو او سره صليب كمېټې تېره اونۍ د خپلو پلټنو په ترڅ كي څرګنده كړه چي د امريكا په هغه بمباريو كي چي د دوشنبې په شپه په بالابلوك ولسوالي كي ترسره سوي دي، ۱۴۷ ملكي كسان وژل سوي دي.
د امريكا د دفاع وزارت په لومړيو ورځو كي ويل چي ښايي دغي مرګ ژوبله د طالبانو له خوا ملكي كسانو ته اوښتې وي، خو د ټولو اړخونو څېړنو وښوده چي ملكي كسان د امريكا په بمباريو كي وژل سوي وو.
د امريكا د دفاع وزارت كه څه هم د ۱۲ افغان ملكيانو وژل ومنل، خو دا يې نه ده څرګنده كړې چي ۱۳۵ پاتي قبرونه د طالبانو وو او كه پر ۱۲ مړيو ۱۴۷ قبرونه جوړ سوي دي.

تبصره نسته

  1. پلې تورمخې ستراتجي سول زوړاوځوان مووژني
    دغه غربي لنډغرګورئ ماشومان مووژني

    دادی امریکایانوبیاراته سخوندر ودراوی، اوس به یې پچاتړو؟
    ښاي ډېری به دې ته حیران یې چي ولي امریکایان له حقیقوڅخه سترګي پټوي په فراه کي شاوخوا۱۶۰ملکي وګړي شهیدان سول ،خواشغالګروایي چي یوازي ۱۲کسان وژل سوي دي ،خوزه بیادې ته حیران یم چي څنګه امریکایانوداومنل چي ۱۲ ملکي کسان وژل سوي دي، ځکه دیرغلګروپه سترګوکي هرافغان ترهګردی نوبیاملکي یابې ګناکسان دلته دڅه ول؟
    دامریکایانودپشپړي بربادۍ په هیله

  2. All media reports, UN, Red Cross, local goverment report, Farah people representatives reports and all the vedios and pictures are wrong??? Killing of less then hundreds of innocent Afghans can be justified and the people of the world should not worry. If our government can not protect our lives why do they not risgn???

  3. چي کندهاریان وي ، مرګ به دامریکایانو او انګریزانو وي …
    ژوندي دي وي زموږ دهېواد ګرانو هلمندیان او کندهاریان، چي غچونه اخلي …