کور / شعر / غزل

غزل

د ځان مي نه كړې د بل ياره ځم د خداي په امان
هسي دي واېستم له كاره ځم د خداي په امان
تا مي د ميني د روي هم هيڅ احترام ونكړ
راته مالوم سوې جفاكاره ځم د خداي په امان
دا دي ژوندي دي بلا خلك څوك چې تا نه لري
شته بې لتا هم د ژوند چاره ځم د خداي په امان
نور به په خوب كې هم كه رالې درنه مخ اړوم
نوره جدا ده زموږ لاره ځم د خداي په امان
د امېد لمر پر پرېوتو دى او زه كډه كوم
ستادخپلوۍ له پردي ښاره ځم د خدائ په امان
نور مي په دې كلي كي څه دي كه وي ته ووايه
كه اوسېدم نو ستادپاره ځم د خدائ په امان
تل به درښيي تنهايي كي بوريواله څهره
تاته د خپل چلن هنداره ځم د خدائ په امان
…………………………………………

Boriwalkakar@yahoo.com