غزل

36 | مې 29th, 2009


ځان مې وژلى دضمير سودا مې کړې نه ده
هر څه مې کړي مګر دا ګناه مې کړې نه ده


وېږم نه خو بس په لاس کې مې خنجر نه درلود
چې څوک مې ونه وژل دا هوا مې کړې نه ده


ما ماتولو ته ترې کاڼى غوښت خو رايې نه کړ
وخت که مې سر غوښتى هم نو او نامې کړې نه ده


لاليه ما پښو کې يووړل ستا دلارې اغزي
منم چې غل يمه خو بده غلامې کړې نه ده


ژونده کوم جبر را له غاړې کړې چې وړاى دې نه شم
ما په اختيار نه غوښتې دا دوعا مې کړې نه ده

«

Copyright Larawbar 2007-2024