کور / شعر / غزل

غزل


چې مخامخ شي بيا زړگى مې په گوگل کې نه وي
اثر په سترگو کې وي ياره په کجل کې نه وي


زما د شگو او د کاڼو څلى مه سپکوه
چېنه په شگو کې راخيژي په محل کې نه وي


زه پسې گرځمه له ډېرې مودې ورک دى رانه
وگوره زړه خو به مې ياره ستا منگول کې نه وي


نن يو عاشق خداى ته په چغو او سورو کې ويل
دا زړگى واخله ربه بل به يې بدل کې نه وي


هسې کيږدۍ ته ځي راځي گوره دوکه پرې نه شې
هغه کوچۍ نه ده ځونډي چې يې اوربل کې نه وي


زما لږ ومنه ((نجيبه)) مينه پريږده بس دى
سړى بيا وروسته توبه گار شي په اول کې نه وي