کور / شعر / تندر/ غزل

تندر/ غزل

لوند می کړی په اوښکو خپل ګرېوان په نیمه شپه
چی ولوېدله  تندره پر  افغان په    نیمه     شپه


چی فتح یی ډیلئ کړی ابدالی له قندهاره
له یاده می نه وځی میرویس خان په نیمه شپه
ریښې دی در رېبی که ستا د نسل بقا غواړی
چی ګډ ټول رمه سی دا لېوان په نیمه شپه
چی ووینم پخپله خپلواکی په پښتنو کی
خالقه ته را پره کړې دا ارمان په نیمه شپه
جهان ته یی سپارلی وو ښائست د ځلاند ستورو
اوورونه وورول پر موږ آسمان په نیمه شپه
شاهین دغه دعا کوی همېش له خپله ربه
اې خدایه پرسکون کړې هر انسان په نیمه شپه