کور / تازه خبرونه / شاوېز : امريكا مي د وژلو دسيسه جوړه كړېوه

شاوېز : امريكا مي د وژلو دسيسه جوړه كړېوه

د امريكا استخباراتي ادارو د وينزويلا د اپوزېشن د ګوند په ملاتړ زما د وژلو پلان تيار كړى و




د وينزويلا ولسمشر هوګو شاوېز د متحده ايالاتو پر استخباراتي ادارو تور لګولى چي  د ده د وژلو دسيسه يې جوړه كړېوه



د امريكا ضد هوګوشاوېز د وينزويلا په پلازمېنه كيراكس كي و يوې خبري غونډي ته د وينا پر مهال ويلي چي د ايل سلواډور د نوي ټاكل سوي ولسمشر  موريكو فونس د لوړي  په مراسمو كي ځكه شريك نه سو چي په الوتكه كي يې د امريكا استخباراتي ادارو د دغه هيواد د اپوزېشن  د ګوند په مرسته دبم ښولو هڅه كړېوه


 
ښاغلي هوګوشاوېز د متحده ايالاتو پر ولسمشر باراك اوباما ږغ كړى چي د خپلو استخباراتي ادارو  پټ عمليات او د هغه په وينا د ترهګرۍ د مشينرۍ مخنيوى وكړي