کور / شعر / د دنيا مانا

د دنيا مانا

د دتګ او را تګ ځائ دی نستـه واپس برته
حال کـه مستقبل دی مـاضي نه ويني كس چرته



زيږي او پايږي بيا و پاي ته سپـــارل كــيږي
چې ځي بيا نه را ګرځي كه ټـول نـړۍ پـر ودريـږي



پروت پكښې تضاد دی په پام ورتــه وګــوره
دوه قطبونه پكښې شته دي مقناطيس څېر ته و ګوره


هيڅ رحم پكښې نشته ټول ورته يـو شان  دی
كـه بډادی كه ګـدا دی كـه دا نــا او كـه نادان دی


دا مړو ته  چې  ګورې دا پراته دي بې توانه
دا ټول وه ځواکمنان اوس بې واکه بې  توانه


دا مانا د دي دنيا ده چې راځي او  ځي پناته
پاته كيـــږي نـــوم يــــوازي و جاهـل او و دانا  ته