کور / شعر / انځورنه ډير دی

انځورنه ډير دی

کوم یی خوښ کړم کوم ته ګل زه په اخلاص ورکړم
زماپه ذهن کښی دی یاره انځورنه ډیر دی


خوله به تری واخلم نن به ځان ورته لږ کلک کړم زه
که رایی نکړه خولګی بیا ګوره چلونه ډیردی


په تندی خال وهه همیش دتورزلفو سره
یاره موسکاراته کوه پکښی خوندونه ډیردی


زما دمینی انجام مرګ دی زه اقرارکومه
دلیونی جانان په مینه کښی شرطونه ډيردی


ورځمه نن ورته دامونځ قضاکوم ده ماښام
ورسته پوهیږم پاتی کیږی نورکارونه ډیردی


کریمی ته وهه شپیلی چی می ټکورکړی زړګی
ساده مطفی ورته یوازی دی غمونه ډيردی