کور / شعر / دمحبت یرغل

دمحبت یرغل

 


څو شیبې به مینه ناکې درته راوړم
 غم دژوند نه به يې پاکې درته راوړم


 له نادانو اداګانو سره پام کړه
 ارادې به مې بیباکې درته راوړم


 نن به ستا له خوا یرغل د محبت وي
 زه به سترګې شرمناکې درته راوړم


 برمته يې په الفت کې رانه کیږده
 میئن زړه به مې تڼاکې درته راوړم


 لاس نیولې به دې بوزي زما زړه ته
 تلوسې به سینه چاکې درته راوړم


 د( حسن) غوندې به اور په اوښکو بل کړې
 چې غزلې يې دردناکې درته راوړم