کور / شعر / غزل

غزل

دچينارپه شان ځوانـي وه وخت یې تيرشو
دبـازارســـــــوداګري وه وخت یې تيرشو


يوڅـوښـــکلي دي مهلي ته اوه راغلي
عجيبه غوندي ياري وه وخت یې تـيرشو



ټول بدرنــگ دکلي وشــــړي نن ځکه
چې په ښکلوپابـــــندي وه وخت یې تيرشو



نن خوشحاله دخپل بخت نه شوم يارانو
چه مي گرانــه زندگي وه وخت یې تيرشو


بيــــــــــنواچـاسره بد هم کړي نه اوه
چه چائ کړي شيطاني وه وخت یې تيرشو