کور / تازه خبرونه / بورى : اته تنه زابليان په دوه مياشتيزبندمحكوم سوي

بورى : اته تنه زابليان په دوه مياشتيزبندمحكوم سوي

په بې قانونه توګه پاكستان دننوتلو په تور كي اته تنه زابليان په بندمحكوم سوي دي

د جنوبي پښتونخوا د بوري ولسوالۍ د دكۍ د تحصيل يوې محكمې اته تنه چي ويل كيږي د زابل ولايت اوسېدونكي دي د دوو، دوو  زرو كلدارو  جرمانې تر څنګ په دوه مياشتييز بند محكوم كړي دي

د محكمې له اړخه پر دغو كسانو دا تورلګېدلى چي ګواكي په بې قانونه توګه پاكستان ته ننوتلي او هلته مېشت سوي و

 په بند محكوم سوي كسان به د دوه زره كلدارو د نه وركولو په صورت كي لس لس ورځي نوري په بند كي تېروي

د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دى چي داسي پېښه رامنځ ته كيږي بلكه تر دې وړاندي هم په وار وار  په مزدورۍ پسې ګرزېدونكي كسان نيول سوي او په بند كي اچول سوي دي