د ګبون ولسمشر عمربونګو د درې اويا كالو په عمر كي له دې نړۍ سترګي پټي كړيدي
د مالوماتو له مخي د ګبون هيواد ولسمشر عمر بونګو د ورپېښي ناروغۍ له امله د درې اويا كالو په عمر كي مړ سوى دى
عمربونګو د كال ۱۹۳۵م د دسمبر پر دېرسمه نېټه زږېدلى و او د ۲۰۰۹ كال د جون پر نهمه يې له دې نړۍ سترګي پتي كړې
ويل كيږي چي نوموړى د نړۍ هغه لومړى ولسمشر دى چي تربل هر چا زياته مده يې د ولسمشر په توګه تېره كړېده چي دوه څلوېښت كاله جوړيږي
هغه په كال ۱۹۶۷م كي د ګبون د ولسمشر په توګه سوګند پورته كړى و چي د كال ۲۰۰۹م د جون تر نهمې يې دوام وكړ