کور / شعر / غزل

غزل

غزل

ګل راته اغزي ،اغزي ګلونه راته ښکاري
سترګې می ړندې خوښۍ غمونه راته ښکاري


نور د خوشحالۍ احساس زما په زړه کې نشته
ایښې می په سره اورقدمونه راته ښکاري


داسې هیڅوک نشته چې دردونه مې دوا کړي
ځکه مې نیمګړي ارمانونه راته ښکاري


وروڼو په روان حالت د خدای شکر ادا کړﺉ
وړاندې لا تردې سخت طوفانونه راته ښکاري


ګوتې دی ناحقه شوې تڼاکې ګټه نه کوي
مات دې اې شاعره قلمونه راته ښکاري


تاهم رشیدي راته د زړه غمونه ولیکل
ګوره چې تڼاکې دې لاسونه راته ښکاري