کور / شعر / ټکي/طنز

ټکي/طنز


 نګه او خالص

یوسړی په لندن کې غوماشې  وچیچئ  امبولانس راغی  هغه  یي د روغتون  عاجل دیپارتمنت ته بوت
ډاکټر د  هغه وپوښتل:
بل وخت هم غوماشې چیچلی یي؟
ناروغ : هوصیب! په پاکستان  يې  د ورځي د سلو واري  لا ډیر
چیچلم  ان کله کله به   مې   دوه- درې په سترګو او پزه کې هم ننوتله خو داسې نه کیدم
ډاکټر ورته وویل : د پاکستان خبری مه کوه   هلته هیڅ شی نګه اوخالص نشته د  هر شی  سره ملاوټ شته
 ددې ځای غوماشې اصیلی  دی    ملاوټ نه لري
***
په افغانستان کې:
 شوخ هلک ته يې مور وایي: ته وده چې پلار دی راشي
ماشوم غلی کیږی  او ماشام مخکی له دې چې پلار يې راشي ځان په خوب اچوي  او بیا شوخي نه کوي
په لویدیځ کې:
 چې هلک شوخي وکړي پلار یې ورته وایي: وده چې مور دی راشي
موریې  ورته ووایي:  وده سبا دی  ښوونکی ته ووایم ښوونکی ورته وایي: ته وده پلار ته دی و وایم
ماشوم پلار ته وایي: که دی څه راته وویل پولیس ته وایم
پلار یي غلی شی  بیا شوخي نه کوي.


***
زوی  مې را ته ویل  :
-ډډ ته چرسي یي؟
 ماورته ویل:
-یا زویه اوس نه یم!
 – ډډ  ولې بې فاویې ؟
مور يي له پخلنځي  نارې کړل هغه له اوله بې وفا وو
ما ورته وویل : زویه کرار خبری کوه!
 زویه ! اخیر هر  څوک باید بد کار پریږدي.
زوی مې  په ژړ ا شو او ویل يي:  ډډ زه چرسي یم او اوسم به
ته هم چرسي شه!
زوی مې په ژړا شو وډار شوم اوس بیا ګاونډی، پولیس ته تیلفون ونه کړی چې ګوندی زوی وهم
 په زاریو مې و رته ویل :دا څه وایي زویه په دی سپین ږیرتوب کې چرسی کیدل ښه نه دی  خلک به څه وایي
زوی مې  لکه ګناهکار ته چې وایې په نصیحت راته  ویل  ته باید تر اخیره چرسي وای ټول افغانان دی
ډډ دا دی  بد کار  کړی دی   ،.چې هغه دی  خوشی کړ
او په ژړا ژړا يې ویل : زه چرسی یم ته ولې نه يې؟
ما ته هم ځواني راپه یاد شوه  نو ورته  ومې وویل : ښه که ته غواړی دواړه به دپرې انډیوالان شو مور دی هم چرسي کړه چې خوند واخلو
هغه په خوشالي راته وویل : مور له پخوا چرسي ده
په خوشالي مې  ورته وویل : زه هم بیا چرسی کیږم
هغه په خوشالي راته  وویل: تانکیو
 نن شپه د چرسي (چلسی د فټبال ټیم ) لوبه ده