کور / شعر / غزل

غزل

په پښو کې دجمود به يې دام پروت وي
چې په لاس کې دنا اهلو اسلام پروت وي

هستوګن دګل خانې به ځنګه خوب کا
چې په څنګ کې يې قفس د بګرام پروت وي


دخپل ذوق تسکین پرې کړم ګنې پوهیږم
زما به هم تش په کتاب کې کلام پروت وي


لکه پیغله پښتنه  زینت يې زیات شي
چې په شعر مې نری شال دابهام پروت وي


ستوري ټول پکې دانه وانه خواره شي
 چې تر سرمې يې دزلفو ماښام پروت وي


دشعور په نور دتګ لارې ته ګوري
چې په پیل کې دکار يې انجام پروت وي


دسبا بیلتون يې ژاړم لکه پرخه
 کری شپه مې چې په څنګ کې ګلفام پروت وي


مسکۍ شونډې راته ګوري لاس مې ریږدي
 لکه تږي شرابي ته چې جام پروت وي


دکعبې په طواف بوخت هره ګړۍ وي
په سینه يې چې دمینې احرام پروت وي


داځل صیاده هله يې سا واخله
چې (حسن) دیار په غیږ کې ارام پروت وي