کور / شعر / د کينې غبار

د کينې غبار

            
ځم چې جوړه يې کړم بيا د زړه هينداره
رانه ماته د يو چا د زړه هينداره


کوم تصوير پکې د يار تبه اخيستې؟
نن مې بيا ده په درزا د زړه هينداره


که دې شپې رڼا کوې راسره مل شه
اوس مې ښه کاندې رڼا د زړه هينداره


دا سړى منم ډير ښکلى له څيرې نه
خو يې ډکه له ر يا د زړه هينداره


د لفظونو پس منظرمې لوند په اوښکو
ما مينځلې په ژړا د  زړه هينداره


د کينې غبار رالوتى دې جلانه!
ترينه وساته صفا د زړه هينداره