کور / شعر / څه وشول

څه وشول

زموږ کلی او ګلزار باندی څه وشول
په سپرلیو ، نوبهار باندی څه وشول

بوراګان د باغ په لوری نه رادرومی
په دی خوارغریب ملیار باندی څه وشول


چه د خیاله  یی رخسار په اوربل پټ وه
په هغی ښکلی نګار باندی څه وشول


نه  ادم  شته  نه  رباب  نه  هغه  مینه
د فرهاد د زړه قرار باندی څه وشول


دلته هرڅه دی وران شوی ویجاړیږی
زموږ کلی زموږ ښار باندی څه وشول


دغه څوک دی چه په خپلوکی یی وران کړو
ولسونو او اعتبار  باندی څه وشول


داڅه وشول څه به کیږی نه پوهیږو
زموږ د خلکو په وقار باندی څه وشول


د ظا لمو او بی رحمو زور چلیږی
افغانی   زموږ  روزګار باندی  څه وشول