کور / تازه خبرونه / مولانا عبدالعزيز: دپاكستان دستونزو حل په اسلامي نظام كې دي

مولانا عبدالعزيز: دپاكستان دستونزو حل په اسلامي نظام كې دي


مولانا عبدالعزيز داسلام اباد په لال يا سره مسجد كې نن دجمعي ترنمانځه وروسته له رسنيو سره په خبروكې وويل چې دپاكستان دستونزو حل يوازي او يوازي په اسلامي نظام كې دي، نوموړي وويل چې په قبائيلي سيمو كې روان عمليات نه يوازي دا چې دپاكستان ستونزي نشي حل كولي بلكي نوري يي هم ډيرې كړي دي ، دې وايې كه چير دپاكستان تر جوړيدو وروسته په دغه هيواد كې اسلامي قانون نافذ شوي وايي نو دا مشكلات به اوس نه وايي ،ياده دې وي چي دمولانا عبدالعزيز ورور مولانا عبدالرشيد غازي دري كاله وړاندي په همدغه مسجد كې ديو شمير ملگرو سره يو ځاي  دپاكستاني فوځيانو له لوري په دي تور چې دپاكستان امنيت ته يې گواښ پيښ كړي ووژل شوو ،