کور / سياسي / اوس به څه کيږي؟

اوس به څه کيږي؟

لومړۍ برخه 
 


د افغانستان دسياسي او امنيتي حالاتو پرون او نن


  د امريکاد متحدو ايالاتو نوي مشر( بارک اوباما) په افغانستان او سيمه کي د سياسي- امنيتي حالاتو د تر څېړني وروسته د روان کال د مارچ پر اووه ويشتمه، د افغانستان له پاره دخپلي ادارې نوې ستراتېژي اعلان کړه . د دې نوي ستراتېژۍ تر اعلان وروسته د سپيني ماڼۍ واکدارانو د ميليونو افغانانود هيلو او توقعاتو پر خلاف،په افغانستان کي د جمهوري رياست د «انتخاباتو» تر پردې لاندي بيا هم د حامدکرزي او ملګرو د فاسدي، معامله ګري او بې کفايته ادارې د دوام سيله اوملاتړ وکړ، چي داکارله ټولو هيوادپالو او خپلواکۍ مينوافغانانو سره، د ښکاره دوښمنۍ اوجګړې  په مانا دئ .  
 


په دې لنډه مقاله کي د امريکايانو د نوي ستراتېژۍ، د يرغلګرو پوځود ستراتېژيکو نخشو په عملي کولوکي د حامدکرزي د ادارې د وړتيا او د هيوادپالو افغانانو د خپلواکۍ بخښوونکي مقاومت پر بېلابېلو اړخونو څولنډي خبري کوو؛ خو تر هر څه مخکي بده نه ده، چي د مسألې تاريخي پيلامې اوتسلسل ته يوه ځغلنده کتنه وکړو. 
 


لکه څنګه چي زموږ ټولو هيوادوالو ته څرګنده ده، د بوش د ادارې جنګ غوښتونکو واکمنانود ۲۰۰۱ميلادي کال د سيپتمبرد يوولسمي نېټې په انساني تراژيدۍ کي د اُسامه بن لادن او القاعدې د لاس لرلو په تور، د افغانستان دبېلابېلو مزدوروجنګي ډلو ټپلوپه مرسته، زموږ پر جنګ ځپلي هيواد وسله وال يرغل وکړ. په پيل کي تصورکېده، چي يرغلګر لښکر به د طالبانو د سخت دريځي واکمنۍ تر راپرزولو وروسته، د دې وران او ناارامه هیواد سياسي واک د افغانستان پخواني پاچا- محمد ظاهر(۱۲۹۳ هـ ش/ ۱۹۱۴م  – ۱۳۸۶ هـ ش / ۲۰۰۷م) او دهغه امريکامآبه پلويانه وسپاري؛ ځکه پاچا، د هغه کورنۍ او د سلطنتي نــــظام ډول ډول ځيره خورو په افغانستان کي د امريکايي لښکرو د سياسي او پوځي بري له پاره په خورا صداقت او اخلاص چوپړ وکړ. د امريکا د متحدو ايالاتو استخباراتي ادراې( سي . آی . اې .) اصلاَد ظاهرخان او ځينو نورو امريکامآبه مزدورانو په کومک زموږ د هيواد زياتره جنايتکاري او ورانکاري ډلي ټپلي په يوه نامقدسه جبهه کي سره راغونډي کړې؛ او د خپل مځکني لښکر په توګه يې دطالب شاهۍ په نسکورولو کي له هغو پراخه ګټه واخيسته . زموږ ويښو هيودوالو د سر په سترګو وليده، چي زموږ د هيواد د زړور ولس د سپېڅلي جهاداونه هېرېدونکو حماسو مُفت خور ټېکه داران يا په بله ژبه د هغو تش په نامه اسلامي تنظيمونو مشران، چي کلونه کلونه به يې د سپکو سپورو په ويلو سره  د پاچا سيوری په توره واهه، پرون د خپلوکرغېړنو شخصي، ګروهي او تنظيمي ګټو له پاره د هغه پرلاسو پرېوته؛  په روم کي د هغه استوګنځی ټولو فرصت غوښتونکو ډلوټپلو ته د کعبې حيثيت پيدا کړ . د هغوی له دې خاينانه طوافونو څخه لا څو ورځي نه وې تېري سوي، چي په کابل کي واکمني شمالي ټلوالي د پښتنو د يوموټي توب له بيري، د خپلو بهرنيیو بادارانو په لارښوونه، په سپين سترګۍاو لوچګۍ سره، هيواد ته د پاچا د ستنېدو مخنيوی وکړ . د بهرنيیو او کورنييو سیاسي دلالانو تر اوږدو چنو او معامله ګرييو وروسته، د شاهۍکورنۍ الوتکي ته په کابل کي د کښېنستو اجازه ورکړل سوه . په دې ډول، سي . آی . اې او ځينو نورو جاسوسي سازمانو په ګډه، زموږ  په هيواد کي خپلو ستراتېژکو ګټو او د سياسي او پوځي قواوو نوي انډول ته په پام سره، پاچا او نوروسلطنت غوښتونکي د سياسي واک له ډګر څخه ليري کړه؛ پا چا ته يې د هغه د هراړخيزو او صادقانه خدمتونو په بدل کي يوازي د « ملت  دبابا » نمايشي لقب ورکړ؛ او دهيواد د چارو ټول واک يې د خپل وفادار نوکر- حامد کرزي په مشرۍ د انسان وژني، ورانۍ او لوټمارۍ تر ټولو بدناموجنګي- سياسي ډلوټپلو ته وسپاره . له لدې جنګي او سياسي ډلو سره جوخت د متخصصينو، کارپوهانواو سلاکارانوپه نامه د حرفه يې غلو او روزل سوو جاسوسانو لښکر هم ورمات سو، چي له وخت او مساعدو حالاتو څخه په ګټي اخيستني سره له يوې خوا خپل جېبونه ډک کړي؛ او له بلي خوا په افغانستان کي د يرغلګرو پوځو او د هغو دبې کماله مزدورانوپر ناروا واکمنۍ دچاخبره د« مشروعيت »پرده وغوړوي . په افغانستان کي و وينو تويولو او ورانۍڅلرم  يا اوسنی پړاو په دې ډول پيل سو . 
 


د نړۍ د څلويښتو هیوادو نابللو لښکرواو د دې هيواد پېژندل سوو جنايتکارو جنګي- سياسي ډلونيژدې اته کاله، زموږ په ربړېدلي ولس هغه کانې وکړې، چي چايې په تاريخونوکي ساری او مثال نه ؤ ليدلئ . بې ګونا کليوال او لارويان خوڅه چي د ودونو وراوي او دغمجنو پاتاوي هم له هوايي بمبارييو او مځکنييو بريدونو ونه ژغورلي سوې؛ د دې وطن کړېدلوبچيانو( زړو او ځوانانو) د طالب او القاعدې په نامه دګوانتانامو، بګرام، کندهاراو پلچرخي په تورو محبسونو کي رنګارنګ بشري ضد ځوروني اومشقتونه وګالل؛ بهرنييو پوځو د شپې په تياروکي دخلګود کورونو دروازې په بمونو والوزولې؛ د هيواد په ځينو سيموکي کوچنيان او ښځمني دکاوبای صفته يرغلګرو له خوا په سپيیو وداړل سوه؛ او د ټولو افغاني دودونو پرخلاف زموږ د خوندواومندوپه کالوکي تلاښۍ او پلټني وسوې؛ د هيواد زورواکو مزدورانو هم د توپک او برچې په زور زموږ د کړېدلو خلګو پر ناموسونو او مالونو داسي تيري وکړه، چي په ریشتيا سره يې قلم له ليکلو عاجز دئ . دې د بربنډ زوراو ظلم، برالا غلاوو او بې عدالتيیو په هيواد کي د جګړو اونا امنييولمن پراخه کړه؛ او دا دئ اوس د هري ورځي په تېرېدوسره لازور او پراختيا مومي . په بشپړ يقين سره، پردو پوځونواو دهغو زورواکو ګوډاګیانو افغانستان ته د سولي او امنيت، خوښۍ او نېکمرغۍ پرځای جګړې او نارامۍ، جنازې او پاتاوې، اوښکي او ويرونه راوړي دي . په دې بې رحمانه جګړو اوخونړييو نښتوکي د تروريستانو او شر اچوونکو پر ځای، هره ورځ زموږ بې ګونا خلګو ته سترځاني او مالي زيانونه رسيږي .  
 


په داسي دردناکو شرايطو او حالاتو کي د بارک اوباما له ادارې څخه زموږ د رټېدلو او زوکلېدلو خلګو يوازنۍ هيله داوه، چي په افغانستان کي د سولي او امنيت د تأمين له پاره نور په کابل کي د بوش د جنګ غوښتوونکي ادارې دبې کفايته او مختورو مزدورانو له کومک او پلوي لاس واخلي؛ او نور په دې ويجاړ هيواد کي دجګړو، ناارامييو، لوټونو، ورانييو او ډول ډول زورزياتييو عاملانو ته په خپله غېږ کي ځای ورنه کړي؛ خوپه ډېري خواشينۍ سره اوس ګورو، چي د سپيني ماڼۍ نوو واکدارانو هم د تعقل او منطق لاره پرېښووله؛ او د بوش دادارې پر پله يې پل کښېښود؛ ځکه تر اوسه پوري هم د بوش دخپلسري او تاړاکګري ادارې له هغوپوچو پوځي ډکټورينو سره سم عمل کیږي، چي ويل به يې : «يازموږ سره يې يا زموږ پر خلاف يې! » په افغانستان اوسيمه کي له مخالفينو سره د خبرو او جوړجاړي پر ځای دنورو عسکرو دزياتولو له لاري د زور او قوې لاره غوره کول؛ اود تپل سوو فرمايشي انتخاباتو تر پردې لاندي د خپلو رسوا ګوډاګيانو د واکمنۍ اوږدول، ټول په دې ناارامه هيوادکي د نورو وينو تويولو اوورانييو د دوام په مانا دي .  
 


امريکايانو او دهغو نورو پوځي او سياسي متحدينو په افغانستان کي دکرزي د مزدوري، جنايتکاري او بې کفايته ادارې په سياسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ سره ټولي نړۍ ته دا ثابته کړه، چي هغوی  په افغانستان او شاوخوا پراخه سيمه کي د تروريزم او افراطيت د له منځه وړلو په پلمه، اصلاًد خپلو کرغېړنو ستراتېژيکو نخشو د عملي کولو له پاره، زموږ هيواد او سيمي ته راغلي دي . د مرکزي اسيا او کسپين سمندرګي پر شاوخوا د تيلو او غازود پرېمانه سرچينو ترلاسه کول، د يوه ګوډاګي يا لږ ترلږه خواخوږي حکومت له لاري  دايران د تيلو سترو منابعو ته لاس رسی او د هغه هيواد د لانجمن اټومي پروګرام د پرمختګ مخنيوی، په سيمه کي د روسيې د پراختيا غوښتوونکو خوبونو او نخشو د تحقق په لارکي د خنډونو رامنځ ته کول، د چين دسياسي، پوځي او اقتصادي پرمختګونو نيژدې او دقيقه څارنه، د پاکستان د اټومي وسلو ترلاسه کول، په سيمه کي داسراييلي نفوذ په وړاندي د بېلابېلو خنډونواو موانعو له منځه وړل، په سيمه کي د ملي او خپلواکۍ غوښتوونکو غورځنګونو ځپل يا تر شا کول، د ترياکو او نورو نشه يي موادو د توليد او قاچاق له لاري د پټو ګټو تر لاسه کول، د غيرعادلانه تړونونو او معاهدو په مرسته د سيمي دکمزورو هيوادونو پر سياسي او اقتصادي نظامونو اغېزه ښندل او داسي نور ټول په افغانستان او سيمه کي د امريکااو متحدينو د ستراتېژيکو نخشو مهمي برخي دي . له همدې امله، جګړواو ناارامييو ته په لوی لاس لمن وهل کيږي، چي يرغلګرو پوځونو ته په افغانستان او سيمه کي د اوږد مهاله پاته کېدوډول ډول پلمې برابري کړي . روښانه خبره ده، چي د پردو لښکرو دا توري نخشې او هدفونه يوازي د اوسنۍ پليتي او لاس پوڅي ادارې په چوکاټ کي دعملي کېدو وړ دي .  
 


افغانستان ته د نورو پوځو لېږل او دبهرنييو يرغلګرو لښکرو د الوتکو او ټانکونو تر وحشتناک سيوري لاندي د انتخاباتو پوچه او نمايشي ډرامه، ټول د دې واقعيت ښکارندوی دي، چي د امريکا په مشرۍ پردي پوځونه غواړي، زموږ خپلواک هیواد تل تر تله د خپل استعمار او مريي توب په ځنځيرونو وتړي؛ په خپله يې اساسي قانون  جوړ کړي؛ په شرمناکو ټګييو برګييو يې واکمنان وټاکي؛ اوپه پای کي يې په خپل مرګوني جنګي ماشين او بې شمارومالي مرستوسره تل ترتله د واک پرګدۍ وساتي . د امريکايي يرغلګرو دا خوبونه به د نورو استعمارګرانو په شان په خاورو کي لاهو سي . که بارک اوباما او د ائتلافي ځواکونو نورو سياسي مشرانو ته تر اوسه نه وي روښانه، د امريکا او انګليستان ټولو مؤرخينو ته په بشپړه توګه څرګنده ده، چي د همدغو افغانانو پلرو او نيکونو په نونسمه پېړۍ کي په تشو لاسو د بريتانيا په اصطلاح مُعظم پوځ ته درې پلاماته ورکړه . د انګرېزي پوځيانو هيڅ پښت به په « جګدلک» او« ميوند » کي د خپل يرغلګر پوځ شرمناکي ماتي هيري نه کړي . که د افغانانو په سرلوړې خاوره کي د هخامنشانو، مقدوني سکندر، مغولو او صفويانو ماتي اوس   يوازي د تاريخونو په زړوکي ښخي دي، نود روسي یرغلګر پوځ شرمناکه ماته خوتر اوسه دزړورو افغانانو اونړيوالو له ياده نه وتلې . هر چا د سر په سترګو وليده، چي په دې خونړۍ جګړه کي د نورو تاريخي معرکو او حماسو په شان د افغانانو او سره پوځ ترمنځ هيڅ ډول تناسُب او برابري نه وه . اوس هم د دې هيواد اتل بچيان د پردو لښکرو له ډېروالي او سمبالښت څخه هيڅ بېره او اندېښنه نه لري .


که د ډېرو پوځونو په راوستلو سره د افغانستان خلګو اطاعت او غلامۍ ته غاړه ايښوولای، نو د روسانو يولک و شل زره سره پوځ ته به يې ايښې وای . افغانان د خپلو پلرونو او نيکونو په څېر په دې ښه پوهېږي، چي افغانستان ته راتګ خورا اسانه؛ خو له هغه څخه وتل ډېر مشکل او ان ناممکن کار دئ . د يرغلګرو لښکرو عددي او لوژستيکي برلاسی ، توپونه او ټانکونه، الوتکي او بمونه هيڅکله د خپلواکۍ، ناموس او ملي ارزښتونو په ساتنه کي، د  مېړنييوافغانانو کلک هوډونه او غښتلي ارادې نسي ماتولای .  د افغانستان د حماسه جوړونکي تاريخ څېړونکي به ددې خبري پر سموالي او ريشتياوالي هم شاهدي ورکي، چي د بهرنيیو غليمانو سياسي دسيسو او پوځي تاړاکونو تل د دې مځکي اتل او سرښندونکي زامن  د مبارزې او مقاومت په يوه مورچل کي درولي دي . په بله ژبه ، بهرني تېري تل دافغانانو خپل منځي اختلافونه او تربګنۍ له منځه وړي دي .  
 


بايد دا خبره يو ځل بيا تکرار سي، چي د بمباريیو او زيندی کولو، دسيسواو توطيو له لاري د افغاني ستونزو د حلولو له پاره هڅه، هيوادپالو افغانانو ته له مخــــالفت او مقاومت پرته بله هيـــــــڅ لارنه پرېږدي . هيڅوک له دې روښانه حقيقت څخه سترګي نسي پټولای، چي پرافغانستان د امريکا او نورو ائتلافي لښکرو ترپوځي يرغل مخکي چانه په سوات اووزيرستان کي د خونړييو جبهو نومونه اروېدلي وه؛ او نه هم چا د ډيورينډ د تپل سوي کرښي دې خوا او هاخوا د ځان وژنکوپېښوڅه نښه نښانه ليدلې وه. واقعيت دا دئ، چي د افغانانو سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ته د پردو لښکرو سپکاوي، د رژيم اړولو ناروا لاره، د هغو بې پروا او بې مسووليته بمباريیو، په هيواد کي د جنايتکارو او لوټمارو مزدورانو ډول ډول ظلمونو او په پای کي د خلګو د لوږي، بې کورۍ، بې کارۍ او لسګونو نورو حياتي مسألو په وړاندي د فاسدواو بې کفايته حاکمانو ناوړه دريځ ، د دې هيواد هره کوڅه او هر کجګر د جګړې اوبدامنۍ په خوراخطرناک مورچل اړولئ دئ . د بارک اوباما ميليټاريستي سیاست به بېله شکه د هري ورځي په تېرېدو سره د سولي او امنيت د ټينګښت له پاره زموږ د کړېدلو هيوادوالواوګرده سیمي د اوسېدونکو انساني هيلي او باورونه له خاوروسره خاوري کړي . که د بوش د ادارې په شان  پر دې بدمرغه لار او دغي استعماري ستراتېژۍ ټينګار وسي، نودا امکان ليري نه دئ، چي افغانستان امريکايانو ته په يوه بل ويټنام واوړ ي؛ او د نړۍ په روان اقتصادي کړکېچ کي به د اوباما افغاني ويټنام، امريکا ته په ډېره لويه بيه پرېوزي . د امريکا په کانګريس کي د ډيموکراټانو د يوه رپوټ له مخي : « په عراق او افغانستان کي د امريکا د جګړو لګښت، د هغو پيسو نيژدې دو چنده ته رسېدلئ دئ، چي لومړی يې فکر کېده. هغوی وايي :’پټو لګښتونو’ د جګړو ټولي پيسې لږ و ډېر يو نيم ټريليون امريکايي ډالرو يا د غوښتل سوو پيسو- اته سوه څلور بيليون امريکايي ډالرو- نېژدې دوه چنده ته رسولي دي .» ( د بشپړ تفصيل له پاره دغه ويبپاڼه وګورئ :


http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/americas/7092053.stm(


په داسي حال کي چي کين ډيلانين په « يوايس اې ټوډې» کي دکانګريس د بودجې د دفتر د اټکل له مخي ليکي : « په راتلونکې لسيزه کي ښايي په عراق او افغانستان کي د جګړو لګښت دوه اعشاريه څلور ټريليون امريکايي ډالرو يا د هيواد د هر سړي، ښځي او کوچني پر سر اتو زرو امريکايي ډالرو ته ورسيږي . (نور مالومات  په دغه ويبپاڼه کي وګورئ :


http://www.usatoday.com/news/military/2007-10-23-wacosts_N.htm(


له بلي خوا لکه څنګه چي د رويټر خبري اژانس په يوه خبر کي را غلي دي : « دکانګريس  د بودجې د دفترد رپوټ له مخي به په ۲۰۱۰م کال کي د جمهور رييس بارک اوباما له خپل بودجوي له  پلان سره سم د امريکا د متحدو ايالاتو د بودجې کسر يا کمښت يواعشاريه درو څلوېښت ټريليون امريکايي ډالرو ته ورسيږي، چي تر مخکي اټکل سوو يو اعشاريه درې سوه نه اويا ټريليون امريکايي ډالرو لوړ دئ .( د دغه خبر بشپړ جزييات په دې لينک کي وګورئ :


http://www.financialpost.com/news-sectors/story.html?id=1701909(


د اقتصادي ماهرانو د څېړنو له مخي، په افغانستان او عراق کي د جګړو دا سرساموونکي لګښتونه او د امريکا د متحدو ايالاتو روان کورنۍ اقتصادي کړکېچ د ټوکو اومسخرو خبري نه دي . هوپه دې کي شک نسته، چي د امريکا متحده ايالتونه، د نړۍ ستر پوځي او اقتصادي قدرت دئ؛ خو دا خبره هيڅکله په دې مانا نه ده، چي لوی ځواکونه تل ترتله له هر ډول بحـــــرانونو او کړاوونو څخه ژغــورلي دي . پخوانی شوروي اتحادهم د خپل وخت تر ټولو لوی پوځي او اقتصادي طاقت ؤ؛ مګر له افغانانو سره  په خپل ناروا او بې منطقه جنګ کي د سترو انساني، پوځي او اقتصادي زيانونو په سبب، په پای کي د مځکي په غېږ ورغی؛ لويه او ناپايه امپراطوري يې پر پينځلسو ټوټو و وېشله سوه .  
 


روانو شرايطواوحالاتو ته په پام سره، هر عاقل او هوښيار سړی په دې ښه پوهېږي، چي په راتلونکونمايشي انتخاباتو کي د کابل د اوسنۍ ادارې د سيالانو او مخالفينو د بري چانس نه يوازي ډېر محدود، بلکي ناممکن دئ . ټول افغانان د سر په سترګو ګوري چي د مغرضو پردو پوځي، سیاسي، اقتصادي او تبليغاتي ماشين په څرګنده د حامد کرزي په مشرۍ د اوسنييو جنايتکارو مزدورانو د بقأ له پاره هلي ځلي کوي . په دې حقيقت کوچنيان هم پوهېږي، هغه انتخابات چي د بيري او ناباورۍ، سياسي او اقتصادي نابرابرۍ او تر ټولو مخکي د يرغلګروپردو د توپ او ټانک تر کرغېړن سيوري لاند ي کيږي، هيڅکله مشروعيت او حقانيت نسي لرلای . خپلواکي، ډيموکراسي، انصاف، برابري، ملي غرور او افغانيت د پردو لښکرو له واکمنۍ سره بشپړ مغايرت لري . د انتخاباتو په نامه دا مکرجنه او شرمناکه ډرامه په هيڅ ډول زموږ د خلګو اراده او غوښتنه نه د ه . بالعکس، دا سياسي لوبه د استعمارګرانو او زورواکو مزدورانو کرغېړنه اراده تمثيلوي . په داسي حال کي، چي زموږ رټېدلي او کړېدلي خلګ په هيواد کي د مزدرو ډلو ټپلو د بې کفايته اوغيرعادلانه نظام د واکمنۍ له امله يوې ګولې ډوډوۍ ته اريان دي،  د امريکا په مشرۍ بهرني هيوادونه نن خپل مزدور رژيم ته د « مشروعيت » ورکولو په تمه دوه سوه درويشت (۲۲۳) ميليونه ډالره پر هغه خندنۍ ننداره لګوي، چي زموږ د هيواد بې وزلو خلګو ته يې هيڅ خير او ګټه نه رسيږي . داسي انتخابات که په افغانستان کي وي يا بل هرځای کي هيڅ هيوادپال، خپلواک  او بې پرې کس ته د منلو وړ نه دي . پردې يرغلګر بايد له تاريخي تجربو زده کړه وکي، چي د افغانستان د خلګوارزښتناکي سياسي چاري او ستري ملي مسألې په داسي ټوکو او مسخرو نه حليږي .    
 


دوهمه برخه


بهرني پوځونه او کورنۍجنايتکاري ډلي ټپلي، ولي د حامد کرزي سيله کوي؟


د ليکني په دې برخه کي کوښښ کوو، چي له کرزي سره د سي . آی . اې . او کورنييو جنګي ډلو ټپلو د ميني او ملګرتيا پرځينو رازونو څو لنډي خبري وکوو. 
 


دا چي په افغانستان کي مېشت يرغلګر پوځونه، په تېرو څه د پاسه اووکالو کي دکرزي د ناکامي او فاسدي ادارې په وړاندي د خلګو له زياتيدونکي مخالفت او نارضايتۍ سره سره، يو ځل بيا دکابل پر تخت د هغه او ملګرودواک د دوام سيله کوي، په اصل کي کومه ناڅاپي خبره نه ده. استعماري  طاقتونه تل په بېلابېلو هيوادو کي د مزدورو واکمنانو ملاتړ کوي . دسياسي چارو ټولوکتوونکو ته مالومه ده، چي امريکايي مقاماتو په پاکستان کي لږ وډېر يولس کاله د جـــــــــنرال ضيأالحق د پوځي د يکتاتورۍ ملاتړ وکړ؛ د بوش ادارې تر پرونه په پاکستان کي ديو بل پوځي واکمن – جنرال مشرف د ناروا حکومت پلوي کوله؛ اته کاله مخکي همدغوامريکايانو په افغانستان کي دخپلو ستراتېژيکو ګټو د لاښه تحقق له پاره پخوانی پاچا- ظاهر خان او د هغه پلويان د هيواد له سياسي ډګر څخه وايسته؛ او همدغه امريکايي مقامات اوس په مصر کي د حُسن مبارک، په عربستان کي د آل سعود او په ډېرو نورو عربي دولتو او امارتوکي د مستبدو حکومتونو تر شا ولاړ دي . ښايي ځيني په سادګۍ سره داسي فکر وکي، چي امريکايان به دلوړي پوهي او علمي صلاحيتونو پر بنسټ کرزی تر نوروسيالانو غوره ګڼي؛ خوحقيقت ټولوته برملا دئ .کرزی تر زياتروانتخاباتي سيالانو په پوهه او علمي مهارتوکي ډېر وروسته پاته دئ . ويل کيږي، چي هغه څو کاله په ښوونځي او پوهنتون کي تېرکړي دي؛ مګر سره له هغه هم د هغه پښتو او پارسي بيان دکوڅې او بازار د يوه عام سړي تر سويې لوړ نه دئ .  علمي ليکني او څېړني خو له لويه سره د هغه تر وس ډېري لــــــوړي ښکاري .که څــــه هــــم هــــغه په خورا وياړ سره تل د باباګانو په ژبه( انګرېزي) خبري کوي، مګر په انتخاباتي سيالييوکي ځيني برخه وال کسان حتا په دې برخه کي هم تر ده برلاسي دي . که تر دې سرسري خبرو تېر سو، د هيواد په سياسي او اداري ژوند کــــــي بې عدالتۍ، زورزياتۍ، غلاوي، اختلاسونه، رشـــوتونه اورنګارنګ بې نظمۍ ټول په پټه خوله دحکومت کولو په چاروکي د ښاغلي حامد کرزي « پوهه »، « هوښياري » او « تجربه » په ډاګه کوي .  
 


کرزي په تېروڅه کم اتو کالوکي د خپلو ټولو بهرنييو اوکورنييو ملګرو له ملاتړ او همکارۍ سره سره، په هيواد کي د سولي او امنيت د ټينګښت، د لوږي، بېکارۍ، بې کورۍ، زورواکۍ او فساد د له منځه وړلو له پاره هيڅ عملي تګلاره وړاندي نه کړه . دهغه په وجود کي ديوه هيواد څه چي د يوې ولسوالۍ د ادارې او مشرتابه صلاحيتونه هم نسته . همداوجه ده، چي هغه يوه ورځ يوه خبره کوي او سبا بله .  يوه ورځ د خلګو تر فشارونو لاندي نارې وهي، چي حاضر دئ له طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو سره خبرو اترو ته کښېني؛ اما دوې ورځي نه وي تېري، چي د بهرنيیو استادانو، ملېشه يي جنايتکارانواو ډول ډول ائتلافي ډلو ټپلو تر فشارونو لاندي خپلو پخوانييو خبرو ته نوي لکۍ ورکي؛ نوي شرطونه او قيدونه وړاندي کي؛ او حتا هماغه وسله والو مخالفينو ته د ټروريسټانو اوپلورل سوو ايجنټانو په نومو خطاب وکړي . دا ټول تضادونه او تناقضونه د دې حقيقت ښکارندوی دي، چي کرزی د خپلو او پردو د يوه لاس پوڅي په توګه، د افغاني مسألود حل او هوارۍ له پاره هيڅ علمي کړنلاره، فکري ثبات اود عمل استقلال نه لري .  
 


  ښايي له ځينو بې خبره کسانو سره داسي انګېرني هم وي، چي ګوندي امريکايانو کرزی له پښتون کام ( قام)، په تېره بيا ستراو مهم پښتني مرکز(کندهار) سره د تړاو په خاطر تر نورو انتخاباتي سيالانو غوره بللئ وي؛ خو له کونړه تر هراته په ټولو پښتني سيمو، په تېره بيا زابل ،کندهار، روزګان اوهلمند کي د جنګ او ناارامييو تر ټولوکړکېچن حالت، په خپله د دې فرضيې بطلان ته ګوته نيسي . که کرزي د لوی کندهار په زړورو پښتنو قومونو کي څه باور او رسوخ لرلای، هيڅکله به هلته شپه او ورځ د وينو والې نه بهېدای؛ کندهاري پښتنوبه هم  د رباني، فهيم، دوستم، محقق، خليلي او داسي نورو د پلويانو په شان د هغه قره قلۍ او چپني ته سلامي کولای . ايا کرزي او ملګرو يې د څو تاريک فکره سيمه ييزو واکدارانوله جېبو ډکولو او ډول ډول ناوړه استفادو پرته، د کندهار او شاوخوا ولايتو له زوکلېدلو خلګو سره د پښتو او پښتونولۍ له زرو دودونو يو دود پرځای کړی دئ؟ د کندهار، زابل، هلمند، فراه او هرات پښتانه خو پرېږدئ، د روزګان هغه پښتانه اوسېدونکي هم په څوواره بمبار سوي دي، چي پر افغانستان يې د امريکايي بريد د پيل په درشل کي حامد کرزي او انډيوالانو ته پناه ورکړې وه . له دې کبله د اريانۍ وړ نه ده، چي وسله والو مخالفينو تل په کندهار کي کرزي ته په ګولييو او بمونوسره هرکلی ويلئ دئ . سربېره پر طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو، دکندهار عام ښاريان  هم د واکمنوکړييو د بې عدالتيیو او زورزياتييو له امله، له هغه کرکه او نفرت کوي .  د خپلو او پردو بېلابېلو ظلمونو او نارواوو ته پام سره، کرزی د ټولوپښتنو په تېره بيا کندهار او شاوخوا سیمو د پښتنوپر سپېڅلې لمن د بدنامۍ او پېغور تور داغ دئ . له کرزي سره د امريکايانو،کورنييو جنګي او مافيايي ډلو، سياسي سوداګرو او فرصت غوښتوونکو دلالانو بې ساري مينه نه د هغه په پوهه، هوښيارۍ، کاري اغېزمنتيا، هيوادپالنه، پښتونولۍ، زړورتيا، قاطعيت، سپېڅلتيا، ويښ وجدان او ملي غرور؛ بلکي ځينو نورو ځانګړتياوو کي نغښتې ده، چي ځيني يې دا دي : 
 


-کرزي او د هغه د ادارې زياترو بدنامو څېروله کلونو کلونو راهيسي د سي . آی . اې . او آی . ايس . آی . مخلصانه نوکري کړې ده. بايد دا خبره هم پټه نسي، چي دکرزي په سيالانو کي هم ځيني کسان د بېلابېلو بهرنييوجاسوسي سازمانو په نوکرۍ او چوپړکي خورا اوږد لاس لري . سره له دې هم داسي مالوميږي، چي کرزی په دې کارکي تر خپلو سيالانو ډېر وړاندي دئ . 
 


– کرزی او د هغه واکمنه ډله ټپله له فکري پلوه، مرييتوب او غلامۍ ته تر ټولو موزون خلګ دي . داسي ښکاري، چي دکرزي په وينه کي هم د شاه شجاع( په ۱۸۴۲مېلادي کال کي مړ) او ببرک کارمل( ۱۹۲۹- ۱۹۹۲م) په څېر د ملي غرور او ملي وياړونو هيڅ نښه نښانه نه وي؛ مالوميږي، چي د امريکايي استعمارګرانو مينه او دوستي يې په وينو کي اخښلې ده، نو ځکه بې اختياره، شپه او ورځ د هغو د پرتم او جلال خوبونه ويني . د افغانستان په تېر دېرش کلن سياسي تاريخ کي د پېښوشننه او پرتله په وضاحت سره ښيي، چي  د هيواد په اوسني پړاوکي د کرزي په مشرۍ د جنګي ډلو، پېژندل سوو جنايتکارانواو سياسي دلالانو فاسد ائتلافي حکومت تر هر چاد امريکايانواو نورو پردوناروا پلانونو ته ښه خدمت کولای سي . دا خبره هيڅ دليل ته اړتيا نه لري . توري ګټي يوازي په تورو کسانو ساتل کېدای سي .لکه څنګه چي پوهېږو، د امريکا متحدو ايالاتو او په نړيوال ډګر کي د هغه سياسي، پوځي اواقتصادي متحدينود خپلو ستراتېژيکو ګټوپربنسټ، په افغانستان کي د شوروي پلوه «خلق» او «پرچم» واکمني په بې رحمۍ سره وځپله؛ د طالبانو او القاعدې له افراطي اسلام څخه د کمونيستي ايډيالوژۍ په شان کرکه لري؛ اود دې هيواد ملي ځواکونو ته هم د هغود خپلواک، ناپييلي او پياوړي ولسي دريځ پر اساس ځانونه نه نيژدې کوي .  له دې امله، په اوسني پړاوکي يوازي دکرزي په مشرۍ جنګي او سياسي ډلي د استعماري نخشو او پلانونو له عملي کولو سره مرسته کولای سي .  
 


– استعمارګران ځکه د واک پرګدۍ دکرزي او د هغه مافيايي انډيوالانو د پاته کېدو سيله کوي، چي هغوی ګرده په ګډه زموږ د بې ګونا ولس په وينو تويولو کي نېغ په نېغ لاس لري . زموږ هيوادوال پوهېږي، چي کرزی او دهغه جنايتکار انډيوالان د امريکايي پوځ د بي ۵۲ الوتکو په کومک له امريکايي کومانډوګانو سره د کابل تر تخته ورسېده. د پردو لښکرو او مزدوروملېشو له خــــوا د هر بې ګونا افغان په وژنه، بندوزند، ځورونه، ترټنه، ګواښنه، سپکاوي، بې وزلۍ او ډول ډول بدمرغييوکي دکرزي او انډيوالانو ونډه هيڅکله د هېرېدو وړ نه ده . ايا زموږ د هیواد تېر اته کلن تاريخ دا ويرجن حقيقتونه هېرولای سي، چي د کرزي بې رحمو بادارانو او کورنييو وحشي ملېشو د ټولو نړيوالوانساني او اسلامي موازينو پر خلاف د کندز ولايت په « کلاه جنګي »، شبرغان او نورو شمالي ولايتوکي له طالب اسيرانو سره څه چال چلند وکړ؟ د مزار شريف د « دشت ليلی » ډله ييز قبرونه ټول د هغونه بخښوونکوجنايتونو دردونکی داستان بيانوي، چي دکرزي بهرنييوبادارانو اود هغه جنايتکاروشمالي متحدينو د ده ترسترګولاندي وکړه . د تلوېزونو پر پردو د دې نه هېرېدونکو وحشيانه جنايتونوپه لېدو سره، په ګرده نړۍ کي د بشردوستو انسانانوزړونه ولړزېده؛ خوکرزي او جنايتکاروملګرويې دکابل په ارګ کي باڼوهم دروندکړ. همداسي خونړييو پېښو ته په پام سره، هيڅ عقل او منطق دا نه سي منلای، چي پردي يرغلګر دي د انتخاباتو په راتلونکې ننداره کي د کرزي د جنايتکاري ډلي ټپلي ملاتړ ونه کړي . که لږ څه ځير سو، دکرزي ناکامي په حقيقت کي د امريکايي يرغلګرو او د هغو دنورومتحدينو د ناکامۍ او رسوايۍ په مانا ده، ځکه کرزی او د هغه په ائتلافي حکومت کي شاملي ډلي ټپلي ګرده د همدغو پردو لښکروپه پوځي، سياسي  او مالي کومک خپل کرکجن او شرمناک ژوند ته دوام ورکوي . بايد هيڅکله هېر نه کوو، چي استعمارګران اصلاً د کرزي، اشرف غني، رمضان بشردوست، عبدالله عبدالله او نورو له نامه سره هيڅ مينه او څوَب نه لري . هغه څه چي ټولو استعمارګرودولتو ته لوی ارزښت لري، يوازي او يوازي د هغوی ستراتېژيکي ګټي دي او بس . که نن د امريکايي ګوډاګيانو په ډله کي تر کرزي ډېر وفاداراو مکارنوکر پيدا سو، بيابه نو همدا امريکايي استعمارګران اود خپل هيواد ډول ډول جنګي ډلي ټپلي په کرزي او ملګرو هغه کانې وکي، چي د ايران په پاچا( محمد رضاشاه پهلوي)، د پاکستاني په پوځي حُکمران (جنرال ضيأالحق) اوداسي نورومزدورو واکمنانو يې نه وې کړي . افغانانو او نړيوالو ته ښه مالومه ده، چي روسي استعمارګرانو هم په افغانستان کي د خپل ظالمانه اشغال پر مهال، د کابل له لاس پوڅوحاکمانو سره کټ مټ همدا چال چلند وکړ. دا کارد استعمارګرانو په ظالمانه او خاينانه سياستونوکي څه نوې خبره نه ده؛ ځکه استعمار هر وخت، هر چيري او له هر ګوډاګي سره په معامله کي يوازي او يوازي خپلي ګټي پېژني . نن دا ګټي دکرزي په مشرۍ د جنايتکارانو، غلو او سياسي دلالانو د يوې ائتلافي ادارې په وجودکي  ترلاسه کيږي . سبا د بل چا په مشرۍ بلي ادارې ته اړتيا پيداکيږي، چي بياهم د خپلو خلګو او هيواد پر خلاف د استعماري موخو او نخشو د تحقق له پاره چوپړ ووهي . هيڅوک له شرمښ او مارڅخه د خير هيله نسي لرلای . 
 


– همدا اوس د افغانستان په بېلابېلوسيمو کي هره ورځ د پردو لښکرو په هوايي بمباريیو او مځکنيیو بريدونوکي په ډېري بې رحمۍ سره زموږ د بې ګونا وروڼو اوخوندو ويني بهيږي؛ کورونه، باغونه اوپټي يې ورانيږي؛ ځوانان او سپين ږيري يې له يرغلګرو لښکرو اولاس پوڅو واکمنانوسره د نه همکارۍ په تور د طالب او القاعدې په نامه په ډول ډول محبسونواو شکنجه ځايونوکي د « متمدنو بشردوستانو» راز راز ظلمونه او ځوروني زغمي؛ خو کرزی اود هغه پلورل سوي ملګري د پردو او خپلو د دغه ډول جنايتونو او زورزياتييو په وړاندي يوازي د تمساح اوښکي تويوي؛ او د خپلوامريکايي بادرانو له خزانوڅخه د څوتنګوپه وېشلو سره زموږ د بې ګونا او بې وسه وطنوالو سپېڅلي ويني خرڅوي . د ليکني په دې برخه کي، د افغانستان د سياسي تاريخ دوو مهمو پېښو ته لنډه اشاره کوو، چي يادونه يې د شخصيتونو د پېژندني او پرتلې له پاره بې ګټي نه ده .کـــله چي د حبيب الله کلکاني يا بچۀ سقاو(په ۱۹۲۹م / ۱۳۰۸ش کي د نادرخان له خوا اعدام) پلويانو د اماني سلطنت په وروستييو وختو کي دکابل امنيت ته جدي ګواښ پېښ کړ، نو د امان الله خان ( ۱۸۹۲- ۱۹۶۰م ) پوځي افسرانو هغه ته مشوره ورکړه، چي نور بايد د مخالفينو په ځپلو کي له جنګي الوتکو او ليري ويشتونکو توپونو څخه کار واخيستل سي؛ خو د افغانستان مجاهد، زړه سوانداو ترقي غوښتوونکي پاچا داغوښتنه ونه منله؛ او ويې ویل : « دا وسلې د افغانستان د دوښمنانو له پاره دي، نه د افغانستان د ملت له پاره » ( د پوره مالومات له پاره وګورئ : غبار ۸۲۳ . ) همدا خيرغوښتوونکي او بشردوست پاچا په ۱۳۰۸هـ ش کال له سقوي لښکرو سره د مقابلې په مقصد د کندهاريانواو هزاره ګانو د لس زريز پوځ  مشري کوله . خلګو په کلکه غوښته، چي هغه بيرته د پاچهي پر تخت کښېنوي . ناڅاپه د مقُر او غزني تر منځ دانګريزي ايجنټانو او ځينو تش په نامه روحانيونو په لمسون د امان الله خان د پوځ شل سواره کشاف عسکر( فراهي دُرانيان) د غلجو په سيمه کي په ډېري بې رحمۍ سره ووژل سوه  . د هيواد بهرنييواو کورنيیو دوښمنانو غوښته په دې توګه دغلجو او دُرانو په منځ کي د استعمارګرانو له خوا جوړي سوي پخوانۍ شخړي او لانجې بيرته را ژوندۍ کړي؛ خود افغانستان هيوادپال، غمخور او مهربان پاچا- امان الله خان دغي خونړۍ فتنې ته په پام سره، په افغانانو کي د خپل منځي وينوتويولو او بې اتقاقيیو د مخنيوي له پاره، د تاج اوتخت له ترلاسه کولو ډډه وکړه . ورسره خلګو ته په وينا کي د هغه دا کوچنۍ جومله، ډېره ارمانجنه او احساس پارونکې ده : « بايد نور ولاړ سم، چي ستاسي د وژنو او وينو تويولوسبب نه سم . . . » ( د پېښي دبشپړ تفصيل له پاره وګورئ : حبيبي۲۳۶- ۲۳۸. ) دا ؤ په دوو جلا پېښوکي د افغانستان د مجاهد پاچا- غازي امان الله خان د وطندوستۍ او ولسپالني دوې نه هېرېدونکي بولګې؛ مګرد دې ترڅنګ تاسي وګورئ، چي دپردي لښکر په زور ناست کرزی او د هغه جنايتکار ملګري څنګه د خپلو بې ګونا هيوادوالود وحشيانه وژنو زهرجني نندارې ته دوام ورکوي . امان الله خان  په داسي حال کي د پاچهۍ تر تاج وتخت تېر سو، چي د اقتدار تر ټولو مدعيانو د هغه مستحق ګڼل کېده. دا واقعيت ټولو افغانانو ته مالوم دئ، چي د افغانستان سلطنت امان الله خان ته له پلار او نيکونو په ميراث پاته ؤ؛ خو هغه ددې هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، اسلاميت او افغانيت د خوندي کولو له پاره، د بل هر مېړني افغان په دود توره تر ملاوتړله او غزا ته رهي سو؛ خو د هغه په وړاندی نوکرصفته کرزی وګورئ، چي د امريکايي لښکرو په زور تر دې کرکجن مقامه و رسېد؛ او اوس هم په بې شرمۍ او سپيتاني سره د يرغلګرو پردو او جنايتکارو زورواکانو په ملاتړ خپل شرمناک ژوند ته دوام ورکوي . د افغانستان په پينځه زره کلن تاريځ کي ډېر خونخور، مزدور صفته او ځان غوښتونکي پاچاهان، شهزاده ګان او اميران تېر سوي دي؛ مګر د شاه شجاع، ببرک کارمل او حامد کرزي په څېر بې ننګه مزدوران تر اوسه هيڅ ساری نه لري . دې درو سرو تورمخو او کرکجنو مزدورانو د خپل تاج او تخت له پاره زموږ  وياړلئ کور( افغانستان) د پردو لښکرو په ناولو قدمونو لتاړ کړ؛  مظلوم افغانان يې په وينو ولړل؛ او د غريبۍ ګوله يې پر حرامه کړه . . . 
 


– د مخدره موادوکورنۍ او بهرنۍ مافيا به ولي نه غواړي، چي کرزی او د هغه جُرمي شريکان بيا هم د کابل پر تخت ناست نه وي؟ هرڅوک په دې ښه پوهېږي، چي دکرزي د ادارې له شامته زموږ په هيواد کي دکوکنارو کښت د بل هر وخت په پرتله څو ځله زيات سو. د نشه يي موادو او جُرمونو په اړه د ملګرو ملتود ادارې د ۲۰۰۸ م کال د کلني رپوټ له مخي په ۲۰۰۷م کال کي د ترياکو توليد د تېر کال (۲۰۰۶م کال) په پرتله په سلو کي ۳۴ زيات سو. په ۲۰۰۸م کال کي د ترياکو توليد اته زره ودوو سوو ټنو ته ورسېد، چي په معاصرو وختو کي د نشه يي مواد د توليد دا بې ساري ګچه، حتا په چين کي د  نونسمي پېړۍ په اوږدو يا د ترياکو د لوړ توليد پر مهال هم نه ده ليدل سوې . لنډه داچي په افغانستان کي توليد سوي ترياک د نړۍ د ټولو ترياکو د توليد په سلو کي ۹۳يمه برخه ده . ( د نور مالومات له پاره دغه لينک وګورئ :


http://www.afghanconflictmonitor.org/2008/03/afghanistan-opi.html)


په دې ډول ګورو، چي وياړلئ افغانستان د انګورو، انارو، خټکو، هندواڼو او نورونامتوميوو- دانو پرځای، دزهرجنو ترياکو په توليد او سوداګرۍ سره شهرت وموند. په داسي حال کي، چي د افغانستان د بې وزلو او نېستمنو خلګوژوند په هيوادکي د مافيايي اقتصاد د واکمنۍ په وجه ورځ ورځ خرابيږي؛ ترياک او بېلابېل نشه يي توکي د سرطاني ريښو په شان زموږ د ځوانانو ژوند او هستي له منځه وړي، خود مخدره موادو بهرنۍ او کورنۍ مافيا د کرزي د ادارې د دې مساعدي او مناسبي فضا له برکته بې ساري ګټي وټي کوي . په ټولنه کي د بې وزلو او ګوتو په شمېر شتمنو تر منځ  زياتېدونکی واټن په ډاګه د يوه غيرعادلانه اجتماعي او اقتصادي نظام د واکمنۍ په مانا دئ . تر هغه وخته، چي په اجتماعي او اقتصادي اړيکوکي د ټولنيز عدالت زرينو اصولو ته پام ونسي، په   هيواد کي د همېشنۍ سولي او امنيت، ترقۍ او سوکالۍهيلي هم له خوب و خيال پرته بل څه نه دي .  هيڅوک له دې روښانه حقيقته انکار نسي کولای، چي د ترياکو سوداګري د افغانستان د رواني شخړي ترټولو مهم او اساسي عامل دئ . نو ځکه د دې ناروا ګټو د ترلاسه کولو ټولي بهرنۍ او کورنۍ ډلي ټپلي په خپل ټول ځواک سره کوښښ کوي، چي دکرزي سياسي ژوند ته دوام ورکي .


  


– د افغانستان دتېردېرش کلن تاريخ تر ټولو توري او کرغېړني څېرې به ولي دکرزي د ادارې ننګه اوپلوي نه کوي؟ ځکه همدغه بې ايمانه معامله ګر همدا اوس د هيواد د سياسي، پوځي او اقتصادي چارو ټول واک دکيڼ او ښی افراطيت دجنايتکارو ډلو ټپلو پربدنامواستازو نه دئ وېشلئ؟ ايا همدې معامله ګر ګوډاګي دکابل په زړه کي د انګلېسي يرغلګرو پر ضد زموږ د مېړنييوغازيانو او شهيدانو وياړلئ يادګار ياني تاريخي شېرپور دخپل پلار( عبدلاحد خان کرزي) د شرعي اوقانوني ميراث په توګه دجنايتکارانو، غلو او بهرنييولاس پوڅو پررنګارنګ ډلو ټپلو ونه وېشه؟ د کابل مېړنو خلګو اوس تاريخي شېرپور ته بې ځايه د« شېرچور» نوم نه دئ ورکړی . ايامنوراو حقپال افغانان په دې نه پوهېږي، چي په کابل او ولايتوکي د دې بې پوښتني دولت مځکي اونوري شتمنۍ د چا په پېرزوينه، ملګرتوب اوملاتړ د فرعوني زورواکانو له خوا نيول سوي او لا نيول کيږي؟ ايا د همدې کرزي په کابينه کي د ښار جوړولو چارو وزير- انجينر محمديوسف پښتون له مطبوعاتو سره په مرکه کي ونه ويل، چي ددفاع پخوانی وزير- مارشال فهيم او د هغه ملېشې په کابل او ولايتو کي د توپک او برچې په زور د دولت مځکي قبضه کوي؟ سره له دې څرګندو جرمونو او په لس ګونو نورو زورزياتييو ايــــا پله بين کرزي بيا هم  همدغه  جنايتکار، زورواک ، سپين سترګی اوبې سواده مليشه يي د خپل مرستيال په توګه ونه ټاکه؟ ايا همدا بې زړه کرزی، زورواکه فهيم اوتماشابين پښتون اوس درې سره پر يوه سترخان ډوډۍ نه خوري؟ د يوې ډلي او يوه ارمان ملګري نه دي؟ زموږ هيوادوالو ته هرومرو داخبره ورپه ياد ده، چي دلنډغرو ملېشوقومندان – جنرال جرأت دکرزي د دولت پر پخواني لوی څارنوال- عبدالجبار ثابت او د هغه د کورنۍ پر غړوپه لويه لار کي ډزي وکړې؛ موټر يې په ګولييو ورسوری سوری کړ؛ خوسازشګرکرزي د بګېل کَرَک په څېر د خپلسري جرأت مخ ته هم ونه کتلای سوای . ايا همدې مُحيل او ضغيف النفسه کرزي څه موده مخکي په خپل شخصي فرمان او لاسليک سره، د خپل سياسي واک د اوږدولو او ټينګښت له پاره، د خپلي مزدوري واکمنۍ يوبل انډيوال- عزيزالله واصفي ته بيا هم د خپل پلارد روا ميراث په توګه په جلال آبادکي د بيت المال مځکه بخشش نه کړه؟ دا چي داناروا او شرمناکه مـــعامله له نېکه مرغه د جلال آباد د ويښو ښاريانواود ننـــــګرهار د والي-ګل آغا شېرزي د مخالفت له امله پر خپل وخت شنډ سوه، دکرزي دتوري او کرغېړني سوداګرۍ ماهيت له منځه نه وړي . همدې کرزي دخپل سیاسي اقتدارپه لومړي پړاوکي ، بې هر ډول حقوقي او اداري معيارونو، د شمالي ټلوالي د جنګي مشرانو د خوښۍ او ملاتړ په خاطر، د هيواد ځيني ولسوالۍ دولايتونومقام ته پورته نه کړې؟ او اوس هم حاضر نه دئ، چي د هغود خوشالۍ په هيله ځيني نوري ولسوالۍ په ولايتونو واړوي؟ همدې کرزي د افغانستان د تاريخ تر ټولو لويو جنايتکارانو او خاينانو ته د ملي اتلانو لقبونه ور نه کړه؛ واټونه، مکتبونه او نوردولتي تأسيسات يې د هغوی په کرغېړنو نومونو و نه نومول؟ د هغوی دلمانځني په مقصد يې زموږ د کونډو او يتيمانو په پيسو غونډي او محفلونه جوړ نه کړه؟ په داسي حال کي چي په دې سرلوړي اولرغوني هيواد کي په سلګونو داسي سياسي، اجتماعي او فرهنګي شخصيتونه تېر سوي دي، چي هر يو يې زموږ په ملي تاريخ کي د نه هېرېدونکو حماسو او کارنامو له امله د دې هيواد لويه هستي او همېشنی وياړ ګڼل کيږي؛ خو څوک يې په نومونوکي هم نه يادوي . همدا کرزی د بېلابېلو جنګي او سياسي ډلو ټپلو د ملاتړ او خواخوږۍ په مقصدد بېلابېلو قوانينو پر تصويب اوتنفيذ معاملې نه کوي؟ تر دې خبروچي تېر سو، همداوس اوس د دې هيواد ټول اقتصادي څرخ د چا له برکته دکورنۍ او بهرنۍمافيا په لاس اداره کيږي؟ ايا د همدې کرزي د بدمرغه واکمنۍپه تېرو نيژدې اتوکالو کي د« ازاد بازار » په نامه زموږ د بې وزلو خلګو په ژوند ډول ډول لوبي نه دي رواني؟ ايا « ازاد بازار» په دې مانا دئ، چي دولت د څو سراښو مافيايي ډلود تورو ګټو له پاره، لاس تر زني کښېني؟ د دبيکارانو لښکر جوړ سي؟ په تېرو اتو کالو کي د دولت بېلابيلي تصدۍ او اقتصادي مؤسسې د چا په پېرزويــنه اولورينه، د خـــــاورو په بيه، پربېلابـــــېلوکفن کښانو او انحصارګرو خرڅي سوې او لاخرڅيږي؟ زموږ هيوادوال ګوري، چي کورنۍ او بهرنۍ مافيانه يوازي د ګرده هيواد مالياتي نظام ، ګمرګي تعرفې اونورمالي سياستونه ټاکي؛ بلکي زموږ داقتصادي نظام اساسي ستني او بنسټونه هم د هغوی په لاس ايښوول کيږي . د داسي خبروفهرست خورا اوږد دئ . دلته مو د« مُشت نمونۀ خروار» په بڼه څومثالونه او بولګې وړاندي کړې . هر مثال او نمونه، په پټه خوله دا انکار نه منوونکی حقيقت په ګوته کوي، چي په افغانستان کي هر راز کورنۍ او بهرنۍ مافيايي ډلي د همدغه حامد کرزي د فاسداوکمزوري حکومت ترکرغېړن چترلاندي خپل انساني ضدګټو ته دوام ورکوي . دا ټولي ډلي ټپلي د خپلو ناروا ګټو د خوندي توب او ډېــــرښت له پـــــــاره د حامد کرزي په شان بې واکه، کمزوري او معامله ګري ادارې ته اړتيا لري؛ او په بشپړ توان سره د هغه د بقأ په لار کي مبارزه کوي . 
 


  – ګاوندييو هيوادو او د سيمي لويو دولتو له کلونو کلونو راهيسي زموږ په خپلواک هيواد( افغانستان)کي بې شرمانه لاسوهني کړي دي؛ د وينو تويولو او ورانیيو اور ته يې لمن وهلې ده؛ او په خپل ټول ځواک سره يې هلي ځلي کړي دي، چي په افغانستان کي د سولي، ثبات، ملي يووالي او اقتصادي پرمختګونو په کلکه مخه ونيسي . افغانان ټول ګوري، چي د پيلانو او یږانو ترمنځ دې خطرناکو غېږايستنوله دېرشو کالو راهيسي زموږ تاريخي کور په وينواو خاورو لړلئ دئ . له سياسي پلوه ناارامه او له اقتصادي پلوه کمزوری افغانستان، زموږ د زياتره شيطان صفته ګاونډيانو اونورو سيمه ييزوقدرتونو يوازنۍ هيله ده . شک نسته، چي په دې وران او ناکراره هيوادکي ديوه ريښتني ملي او ولسي حکومت په واکمنۍ سره، هيڅ بهرنی دولت د دې وس نه مومي، چي زموږ په تاريخي مېنه کي ورانکارو استعماري لوبو ته دوام ورکي . له دې کبله بې ځايه نه ده، چي د سيمي زياتره مُغرض هيوادونه هم د يرغلګرو پردو په شان د کړکېچ او بې ثباتۍ د خورا ښې سرچيني په توګه، حامد کرزی او د هغه جنايتکارملګري د افغانستان د مشرتوب له پاره تر ټولو غوره کسان ګڼي . هغوی په دې ښه پوهېږي، تر هغه مهاله چي دکرزي په مشرۍ جنايتکاري ډلي ټپلي، غله او زورواکان دافغانستان  پر تخت ناست وي، د سولي او امنيت هيڅ څرک نسته . 
 


– هغه لويه مشخصه او ځانګړتيا چي کرزي ته يې د کابل د ارګ د نورو مُدعيانو په ډله کي تر ټولوغوره او ممتاز ځای ورکړی دئ، په سياسي دلالۍ او سوداګرۍ کي د هغه بې ساري چالاکي او هونرمندي ده . د افغانستان د چارو څېړونکو ته څرګنده ده، چي کرزي له کلونو کلونو راهيسي په پاکستان کي د ملي نجات جبهې په نامه د صبغة الله مجددي په ډله کي ځغاستي پاستي کولې . په دې ډله کي ډېرو کسانو غړيتوب لاره؛ خو هر چا د حامدکرزي په شان د آی . ايس . آی . او سي . آی . اې . د همکارۍ او ملاتړ چانس و نه موند .  دا ځکه چي استعماري سازمانونه د دوی د ګټو له پاره په وفادارو او سرتېرو کسانو پسي ګرزي .  په زړه پوري خبره خو لا دا ده، چي حامد کرزي او پلار يې- عبدلاحدکرزي په يويشتمه پېړۍ کي دلوړو انساني، اسلامي او افغاني دودونو پر خلاف د« اسلام » او« جهاد» تر پردې لاندي په پښتنو کي خانۍ او قبيله پالني ته کارکاوه . په کوټه کي د هغوکور په حقيقت کي، نه د ټولومسلمانو، ملي او هيوادپالو افغانانو، بلکي زياتره د پوپلزو او دُرانو د منحطو او مبتذلوقبيله يي بانډارونو مرکز ؤ. په واقعيت کي همدې قبيله يي تربګنييو اوسيالييو، په کندهار او شاوخوا سيموکي د جهادي تنظيمونو تشکيلاتي جوړښت هم تر ډېره حده اغېزمن کړی ؤ. . . په پېښور او کوټه کي دسياسي سوداګرۍ تراوږدو پړاونو وروسته، د بهرنييو بادارانو د توپ او ټانک په نشه مست کرزی اوس له خپلو شخصي، کورنييو ،ګروهي او ائتلافي ګټو پرته حتا زموږ د پتمنو پوپلزو او دُرانو وروڼو ښېګڼوته هم وفادارنه دئ . له څو پله بينو مزدورانو او مداحانو پرته، د پوپلزواو دُرانو ټولي قبيلې د هيواد نورو پښتنو په څېرد يرغلګرو پوځونوله بمباریيو، ځان وژنکو بريدونو، خپل منځي دوښمنييو او تربګنييو، دولتي فساد، زورزياتييو او بې عدالتييو څخه پزي ته رسېدلي دي . کله چي کرزی په هيوادکي د ملي يووالي خبري کوي، سړي ته واقعاً خندا ورځي؛ ځکه هغه څوک چي د پښې، خېل او قبيلې تر محدودي دايرې دباندي څه نسي ليدای، څنګه کولای سي د پښتون کام د يووالي او د لوی افغانستان د ټولو وروڼو قومونو د وحدت او پيوستون لاپي ووهي؟ همدا اوس کندهار او شاوخوا ولايتونه د قبيلوي سيالييو او تربګنييو په اورکي سوځي . د دې دردونکي حالت په رامنځ ته کولو او لا زيات کړکېچن کولو کي دکرزي اداره او د هغه استعمارګر باداران بشپړ لاس لري . دلته د دې خبري يادونه ډېره ضروري ده، چي د غلجي او دُراني په نامه په پښتنوکي نفاق اوشقاق، اصليت او کم اصلۍ او په پای کي حاکميت او محکوميت ته لمن وهل نه يوازي زموږ د ناپوهۍ او وروسته پاته والي روښانه نخښه، بلکي له دې واحد غښتلي او مېړني کام سره نه بخښوونکی خيانت دئ . لکه څنګه چي د قرآن کريم دحجرات د مبارکي سورې په ديارلسم آيت (۴۹: ۱۳) کي راغلي دي ( يايهاالناس انا خلقناکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوبا وقبائل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقاکم ان الله عليم خبير) غلجی او ابدالی/ اودالي يا غلجی او دُرانی يوازي د پېژندګلوۍ له پاره د پښتون کام د وو لويو ښاخونونومونه دي او بس . خدای تعالی ته د نورو انسانانو په څېر د پښتنو ښه والی هم، د هغو په نېکۍ، تقوا او ښه سړيتوب کي دئ نه په غلجي توب يا دُراني توب کي . لکه څنګه چي دپښتنو ستر ټولواک – احمدشاه بابا( ۱۱۳۵هـ ق/۱۷۲۲م – ۱۱۸۶هـ ق/ ۱۷۷۲م ) هم په خپل لوړکلام کي همدې روښانه حقيقت ته ګوته نيولې ده:


                                                        ټوله يودي که غــلجي که ابــدالي دي


                                                         ښه هغـــه چي يې د زړه ښيښه صفا ده  
 


په افغانستان کي د استعماري ځواکونو، ځينو ولسي ضد حکومتونو، سيمه ييزو مستبدو واکمنانواو خانانو ناوړه سياستو له پېړييو پېړيیو راهيسي د پښتون کام سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي يووالي ته ستر او جبران نه منوونکی زيان اړولئ دئ . دافغانستان سياسي او اجتماعي تاريخ له ورايه ښيي، چي که د پښتنو په منځ کي د استعمارګرانوپه لاس جوړي سوي وژونکي قبيلوي سيالۍ او تربګنۍ نه وای، پردې خپلواکه اووياړلې خاوره به نه د مغولو، ګورګينيانو، انګرېزانو، روسانو، امريکايانو، پاکستانيانو، ايراني اخوندانو، افراطي عربو او نورو مغرضو پردوکرغېړن قدمونه ايښوول سوي وای؛ اونه به هيڅکله په افغانستان کي د رنګارنګ سقاوييو له شامته زموږ تاريخي وياړونه، ملي غروراو ملي ارزښتونه د مرګ او نابودۍ له داسي لويو خطرونو سره مخامخ کېدای . د پښتنو په بګړۍ او شمله نازېدل، يوازي د يوه غښتلي، خپلواک،  پتمن، زړور او ننګيالي افغان کار دئ نه دکرزي، رباني،سياف، مجددي، خليلي، محقق او نورو په څېر بې ايمانه مرييانوکار، چي د پردو په توره اوپيسو د بې ننګۍژوند تېروي . د افغانانو د توري او قلم بابا- خوشال خان خټک( ۱۰۷۸ – ۱۱۰۰هـ ق) بې ځايه نه دي ويلي :


چي دســـــتار تړي هـزار دي


  د دستارسړي په شمار دي 
 


کشکي زموږ جاهلو او تنګ نظره حاکمانو د خېل پالني او قبيله سالارۍ پر ځای د انسانيت، اسلاميت او افغانيت څه درسونه زده کړي وای . څو ورځي مخکي زموږ هيوادوالو د ويبپاڼو، راديوګانو او تلوېزونو له لاري واروېده، چي دکرزي د ادارې په اصطلاح امنيتي مامورينو په کندهارکي دیوې مشاعرې پر مهال د بېنوا د فرهنګي ټولني مشر- ځوان ژورناليست، شاعر او ليکوال – عبدالاحمد محمديارپه دې توروواهه، چي ګوندي بې اجازې يې داشرف غني احمدزي  دژوندليک پاڼي دغونډي پر ځينو برخه والو وېشلي دي؛ او په دې توګه يې د هغه له پاره انتخاباتي تبليغ کړی دئ . ايا په يوه علمي او فرهنګي غونډه کي د داسي پاڼو وېشل دونه ناوړه کار او لويه ګونا ده؟ ایا د محمديار په دې کارسره اسمان ونړېده؛ د افغانستان امنيت، خپلواکۍ او واکمنۍ ته دونه ستر خطر پېښ سو، چي بايد بېله قانوني پوښتنوګروېږنو د مشاعرې په رسمي غونډه کي په سوکانو، لغتو او لکړو وهل سوی وای؟ ايا همدا اشرف غني احمدزی څه پردی يا دوښمن ؤ، چي د هيواد د نابودۍ يا ورانۍ طرحي لرلې؟ ايا اشرف غني د همدې کرزي  دکرغېړن حکومت په پيل کي د هغه يارغاراو تر ټولو مهم وزير نه ؤ؟ که سره له دې ټولوحقيقتونو هم د هغه د ژوندليک وېشل او خپرول ګونا وه، ايا کرزی، د هغه بهرني باداران  او بېلابېل زورواکان هره ورځ په دې هيواد کي تر دې خطرناک جرمونه او خيانتونه نه کوي؟ ايا د هغو مخ ته چا کتلي دي؟ ايا زموږکندهاري حاکمانو د قانون د تطبيق له پاره يوازي بې وزلی محمديار ترګوتو کړ؟ ايا دې ښاغلو د انسانيت، افغانيت، زغم او سړې سينې په نامه هيڅ نه پېژنده؟ که ديوه معيوب شاعراو ليکوال سره د هغو چال چلند داسي بڼه و لري، خدای زده چي د دولت  له وسله والو مخالفينوسره به دهغو راشه درشه څه وي؟ د دې پوښتنو جوابونه ټولو ويښو او هيوادپالو افغانانو ته روښانه دي . د خپلو او پردو په زور تپل سوي واکمنان په کندهار،کابل او بل هر ځای کي د شخصي، فاميلي، ګوندي او ائتلافي ګټو دساتني له پاره د لېونو په څېر، په سترګو هيڅ نه ويني . سربېره پر نړيوالو بشري موازينو، په پښتني اخلاقو په تېره بيا کندهاري جال او دستورکي له يوه معلول، زهير او خوارځواکه سړي سره د نامردۍ او بې رحمۍ داسي چال چلند په هيڅ ډول د مړاني، زړورتوب او غښتلوالي کار نه دئ . عجبه خو دا چي دا کار دکندهارد نوي والي- توريالي ويسا په امر او د اطلاعاتو او کلتور د رييس – عبدالمجيد بابي په سلااو مشوره سوی دئ، چي هريو يې د پوهي، تجربې،نېک عمل، ښو اخلاقو، لوړو بشري معيارونو او ولسپالني له پلوه په درست کندهار کي د ځان جوړه نه ګوري . د شرم وړ خبره ده، چي کندهاري اربابانو د خپل ځوان شاعر او ليکوال د تشويق او هڅوني، سيلي او همکارۍ پر ځای د هغه مخ اوسترګي په وهلو ور شنه کړه . په قضيه کي ښکېل کندهاري مشران، کرزی او د هغه بهرني باداران بايد ټول په ګډه د داسي انساني ضد جرمونو او ناروا عملونو، له کبله سرونه ګرېوانو ته ټيټ کړي؛ او د شرم احساس وکي . د افغانستان د دېرش کلن ناتار په هيڅ پړاوکي له يوه معذور او معلول شخص، په تېره بياداسي پوه، هونرمند او کمالداره معذورځوان سره داسي سپک او بشري ضد عمل نه دئ سوی . دا ناوړه فرعوني کارونه اصلاًزموږ په وياړلي افغاني فرهنګ کي هيڅ ځای نه لري . مسوولين بايد ژر تر ژره د دې کار تلافي ته ملاوتړي . 
 


کرزی د خپل سياسي واک د ساتني له پاره دهر يرغلګر، هر وطن پلورونکي او هرجنايتکار غلامۍ او همکارۍ ته تيار دئ . په دې کار کي يې يوازنۍ شرط دا دئ، چي معامله ګر اړخ بايد څو غله او لنډغر له ځانه سره ولري . د هغه په حکومت کي د افغانستان د تېر دېرش کلن ناتار د ټولو جنګي او سياسي ډلو ټپلو د تر ټولو بدنامه استازو ګډون د دې حقيقت روښانه ثبوت دئ . همدا څو ورځي دمخه، کرزي د امريکايي استادانو په لارښوونه، د خپلي منحوسي ادارې  له ځينو سيالانو( خليلزاد، جلالي او احدي ) سره پټي معاملې وکړې  او په دې توګه يې هغوی دې ته اړ کړه، چي د جمهوري رياست دانتخاباتو په راتلونکې نمايشي او فرمايشي لوبه کي د غېږ ايستني له مېدانه ووزي . حقيقت دا دئ، چي د سياسي لوبو او معاملو له هماغه پيل څخه نه دئ پر خپلو ملګرو ايمان لري؛ نه ملګري پرده ايمان لري؛ او هم نه په ټولو کي د عقيدې اوايمان څه شخصيت تر سترګوکيږي . د تورو سياسي سوداوو هر اړخ، د ښکاري په څېر په خپل ښکار پسي منډي وهي . کرزی د خپل واک د خوندي کولوله پاره، د هغوسياسي او جنګي ملاتړ ته اړتيا لري؛ او هغوی په خپل وارسره د پردو د باد راوړي حکومت تر سيوري لاندي د خپلو شخصي، فاميلي او ګروهي ګټو د ساتني له پاره، د ده دولتي ملاتړ ته اړ دي . د ټولو خواوو مقصدونه د ده په حکومت کي په خورا ښه بڼه تر لاسه کيږي . 
 


په دې توګه، د انتخاباتو په نامه د کابل ارګ د ټولو مُدعيانو په اوږده ليست کي، هيڅوک په معامله ګرييو او سازشونو کي دکرزي حد ته نسي رسېدای . عجبه خو دا ده، چي ښاغلی کرزی له جنايتکارانو، غلو ، زور واکانو او جاسوسانو سره معامله ګري د هیواد په سياسي او اداري چاروکي د خلګو د برخي اخيستني يا ملي مشارکت په نامه يادوي . د افغانستان په سياسي، فرهنګي او اقتصادي ژوندکي د ټولو اوسېدونکو افغانانو پراخ او عادلانه ګډون پر خپل ځای ډېره معقوله او په زړه پوري خبره ده؛ خو اساسي پوښتنه دا ده چي کرزی او دهغه ناپوه سلاکاران ولي د ملي ګډون له پاره زموږ د وروڼو قومونو تر ټولو يو ځل بيا وايم تر ټولو نوم بدي او ککړي څېرې سره غونډوي کوي؟! دکرزي د ملي مشارکت خبري دونه نامعقولي اوبې اساسه دي، چي څه موده مخکي يې ديوې کورنۍ دووغړو( نعمت الله شهراني او د هغه زوی وحيدالله شهراني) ته په کابينه کي دوه بېل وزارتونه ورکړي وه . د هغه په ائتلافي اداره کي د برخه والو ډلو ټپلو جنايتونه، ورانۍ، لوټوَني او ډول ډول سوداګرۍ هر افغان ته د لمر په څېر روښانه دي . د همدې استدلال پر بنسټ، له ملي ګډون يا ملي مشارکت څخه دکرزي او د هغه د انډيوالانو مقصد، نه د افغانستان د وروڼو قومونو غوره او ښايسته استازو ته د دولتي چارو سپارنه، بلکي د خپلو شخصي، فاميلي، ګوندي او ائتلافي ګټو ډاډمنه ساتنه ده . نو ځکه ناڅاپي نه ده، چي کرزی د عامو خلګو پر خلاف، شل ډوله بُتانو ته سجده کوي . د هغه تر ټولو لوی بت، امريکايي باداران او د هغو بېلابېل سياسي او پوځي متحدين دي . تر امريکايانواو نورو استعماري ځواکونو وروسته ايراني، روسي او پاکستاني مقامات هم دکرزي په سياسي ژوند کي تر بُتانو کم نه دي . تردې بتانو چي تېر سو خليلزاد، فهيم، دوستم، محقق، خليلي، سياف، رباني، سيداحمدګيلاني، مجددي، قانوني، اسماعيل خان د هغه د لمانځني نور بتان دي . د ده په بتانو کي حتا محسني ، د خلقيانو، پرچميانو، شعله يانو، افغان ملتيانو، حزبيانو( د ارغنديوال په مشرۍ د اسلامي ګوند منشعبه ډله ) او ځينو نورو جنګي- سياسي توري څېرې هم شاملي دي . اوس نو هر انسان په اسانۍ سره سوچ کولای سي، چي يوه سړي ته د شلو بتانو عبادت څونه ګران او ستونزمن کار دئ . خدای دي هيڅ  پتمن، نجيب او نېک عمله انسان د چټلو اوکرغېړنو بتانو په داسي لوموکي نه بندوي . بايد هېره نه کوو، چي د افغانستان کړېدلي خلګ د هيڅ ډلي له هيوادپالو، نېکو او خدمتګارو غړو او فعالانو سره مخالفت او زړه بدی نه لري . د خواشينۍ وړ خبره داده، چي دکرزي  په ملګرو، همکارانو او سلاکارانو کي د جنګي او سیاسي ډلو تر ټولوناوړه او جنايتکاري څېرې ګډون لري . داکار په ډاګه دسولي او ثبات له بهير سره خيانت او زموږ د ربړېدلوخلګو پر ټپونو د مالګي پاشل دي . 
 


– که حامد کرزي د پښتني مورشيدې نه دي رودلي، دا څه د اندېښنې او خواشينۍ وړ خبره نه ده؛ ځکه د خلګو او وطن مينه په پښتو، پارسي او نورو ژبو هيڅ اړه نه لري . همدا اوس هم دافغانستان غيرتمن هندوان او سيکان د کابل د مزدوري ادارې تر ځينو پښتنو واکدارانو د هيوادپالني او افغانيت ډېر لوړ احساس لري؛ مګر د شمالي اتحاد د جنګی او سياسي مشرانو او د هغو د بېلابېلو بهرنييو بادارانو د خوشالۍ له پاره د پښتو ژبي او پښتني دودونو قرباني کول، هيڅکله د بخښولو او هېرولو وړ نه دئ . د کرزي د پښتني ضد واکمنۍ په ټولو کلونوکي نه يوازي پردي پوځونه اود هغو مزدوري ډلي ټپلي په رنګارنګ پلمواو فتنو د پښتنو په عامه وژنه بوخت دي؛ بلکي پښتو ژبه او پښتني دودونه هم د بل هر وخت په پرتله د ليلام بازار ته وړاند ي سوي دي .که د مېړنييو پښتنو مقاومت نه وای، کرزي به تراوسه د شمالي ټلوالي د خوشالۍ په خاطر، د برهان الدين رباني د کرغېړني واکمنۍ ملي سرود ږغولای؛ پردو ټکو او اصطلاحاتو به په بشپړه توګه زموږ د ملي ټرمينولوژۍ ځای نيولای وای . سره له دې هم د پښتو ژبي او پښتني فرهنګ حالت د ډېري خواشينۍ وړ دئ . تر اوسه پوري د افغانستان په ځينو دولتي ادارو او زياتره سفارتونو او ډيپلوماټيکونمايندګييوکي له پښتو ژبي سره د يوې پردۍ ژبي په څېر چلند کيږي . سربېره پر دې څه موده مخکي دکرزي ادارې، پښتو ژبي او پښتني دودونو ته په شا ګرځولو سره، افغانستان د يوه پارسي ژبي هيواد په توګه  وباله؛ او له ايران او تاجيکستان سره يې په پارسي ژبه د يوه ګډ تلوېزوني چېنل د جوړولو تړون وکړ. په دې روښانه حقيقت هر څوک پوهېږي، چي پارسي ژبه زموږ د هيواد د وروڼو قومونو تاريخي او غني ژبه ده. د هغې د ودي او پرمختګ په کار کي برخه اخيستنه، پر دولتي مؤسسو او سياسي سازمانو برسېره د ټولو هيوادپالو افغانانو ملي وجيبه ده؛ خو افغانستان په عمومي ډول پارسي ژبی هيواد نه دئ . د پښتو او پارسي ژبو ترڅنګ دا ګډ تاريخي کور د اوزبکي، پشه يي، نورستاني، بلوڅي او ډېرو نورو ژبو د روزني او پالني وياړ هم لري . له دې کبله افغانستان ته پارسي ژبی هيواد ويل، پر پښتو ژبي او پښتني دودونوسربېره، زموږ د وروڼو قومونو له ډېرو نورو ژبو او فرهنګي ارزښتونو څخه هم سترګي پټول دي . هو له پارسي او نورو ټولو ژبو سره د زړه له کومي مينه لرو؛ مګر نه د پښتو ژبي او پښتني دودونو خدای مه کړه کم رنګه کولو يا له منځه وړلو په بيه . هر څوک چي له پښتو او پښتني فرهنګ څخه بد وړي، په حقيقت کي د افغانستان له نامه او تاريخي وياړونو څخه کرکه لري؛ د حميد او فريد، ميرويس او احمدشاه له کارناموسره مينه نه لري . د افغانستان تاريخي او قومي جوړښت ته په پام سره بايد هر څوک د دې واقعيت منلو ته غاړه کښېږدي، چي په افغانستان کي د پښتو ژبي او پښتني دودونو په پيکه کېدو سره د افغانستان تاريخي او وياړلي هويت له منځه ځي . په بله وينا افغانستان په پښتو او پښتنو سره افغانستان دئ . بې پښتو او پښتنو افغانستان ، له علمي پلوه اصلاً هيڅ مانا او مفهوم نه لري . د څو لنډغرو جنګي ډلو ټپلو او مغرضو پردو د خوشالۍ په خاطر د هيواد د اکثريت وګړو لرغوني ژبي ته شا ګرځول ، په بشپړ باور سره افغانستان د پردو د ډول ډول فرهنګي یرغلونوپه وړاندي کمزوری کوي، چي دا نه د عقل او منطق کار دئ ؛ او نه د افغانيت او هيوادپالني . زموږ لرغوني ژبي او سپېڅلودودونو ته دا ټولي بې ساري ستونزي او ګواښونه، په حقيقت کي د حامد کرزي د کمزوري او پښتني ضدائتلافي ادارې له امله پېښ دي . په افغانستان کي د پښتو ژبي او پښتني فرهنګ ټولي کورنۍ او بهرنۍ  ډلي ټپلي په خپل ټول ځواک سره کوښښ کوي، چي د کرزي تر شوم چتر لاندي خپلو کرغېړنو کړنلارو ته دوام ورکي .  
 


– په ايران، پاکستان او نورو ګاونډييو هيوادوکي دافغان مهاجرو دردونکی حالت له هيچا پټ نه دئ . ان د پاکستان او ايران مزدوري ډلي ټپلي هم له دې ترخو واقعيتونو سترګي نه پټوي . د ايراني مقاماتو له سپک او انساني ضد چال چلند سره سره، افغانان تر اوسه پوري د يوې ګولې ډوډوۍپه خاطر له خپل خواږه ژوند سره لوبي کوي . لکه څنګه چي  په خبرونو او رپوټونو کي خپاره سوه، څه موده مخــــکي زمــــوږ د بې وزلواو نامېندوهيوادوالو يوه څو څلوېښت کسيزه ډله ايران ته د خوارۍ او مزدورۍ په هيله، په پاکستان کي د انساني قاچاق وړونکوپه يوه سر تړلي کانټينرکي په داسي بې رحمۍ او بې پروايۍ مړه وموندل سوه، چي په ټوله نړۍ کي يې د دردمنو او هيوادپالو افغانانو کرکه راوپاروله . د دې ترڅنګ، څه موده مخکي زموږ په مهاجرو هيوادوالو بار يوه کښتۍ، په اسټراليا کي د سر خوندي کولو او کارموندلو په خاطر، د اندونيزيا سمندري غاړو ته نيژدې په اوبو کي ډوبه سوه . دغه راز، زموږ زيات شمېر هيوادوال همدا اوس د لوېديځي اوروپا ځينو هيوادو ته د مهاجرت په مقصد د يونان په ځنګلونوکي د وحشي ژوو په څېر ژوند کوي . د داسي زړه چاوندونکو پېښوفهرست خورا اوږد دئ . دا هرڅه په افغانستان کي د هغه بې ايمانه، بې کفايته ، بې پروا او مزدوري ادارې د واکمنۍ په فضا کي کيږي، چي له يوې خوايې له ځانه سره د اسلام سپېڅلی نوم تړلئ دئ ؛ او له بلي خوا د بشري حقوقو او ډيموکراسۍ چغي وهي . د ازادۍ، امنيت، بشري حقوقو، ډيموکراسۍ او سوکالۍ په نامه راغلي نړيوالي ټولني هم زموږ د هيودوالو دې بشري ناورينونو ته غوږونه کاڼه اچولي دي؛ هر څه په سترګو ګوري؛ خود خپلو نوکرانو له هيڅ بشري ضدعمل څخه پرده نه پورته کوي . دافغانستان د اوسنۍ ادارې بې رحمه او بې پروا واکمنان هيڅکله ځانونه د دغه رازافغانانو د غمړلو مرګونو او تراژيدييو له مسووليته نسي ګوښه کولای . که چا په خپل ښار او هيواد کي ددغو مظلومو اوبېچاره افغانانو د رزق او روزۍ غم خوړلئ وای، یقيناً به زموږ بې وزلي هيوادوال له داسي دردناکو حالاتو سره نه مخامخ کېدای . په افغانستان کي دي د تش په نامه اسلام ټيکه داران داخبره په ټينګه واروي، که د اسلام له ستر خليفه – حضرت عمرفاروق(رض) څخه د يوې وزې د ګوډېدو پوښتنه کېدای سوای، نوهغوی به هم يوه ورځ د خلګو او خدای په حضورکي د دې هيواد بې وزلو بچيانو ته د داسي لویوانساني فاجعو جواب وایي؟ دې ترخوحقيقتونو ته په پام سره پوښتنه دا ده، چي زموږ د زړور ولس د سپېڅلي جهاد سوداګران او د پردو د ظالمانه واک بېلابېل حاميان او مناديان به ولي دکرزي د اقتدار خيراتونه او دوعاوي نه کوي؟ ځکه هغوی ټول په دې ښه پوهېږي، چي د کرزي په سياسي ډېواليتوب او اواره ګۍ کي له هغوی سره هم د رنګارنګ محاسبوورځي رارسېدونکي دي .   
 


– په پای کي ددې خبري يادونه هم ضروري ده، چي دکرزي ادارې په تېرو څه کم اتو کالو کي، د سترو ملي او وطني مسووليتونو تر څنګ، ځيني ګټور او مثبت کارونه هم کړي دي، چي بايد د قدر په سترګه ورته وکتل سي . په دې لړ کي، د خلګو مدني حقوقو او ازادييو ته نسبي پاملرنه، په هيوادکي د مطبوعاتو نسبي ازادي او پرمختګ، د ښووني او روزني، مخابراتواو عامي روغتيا نسبي پراختيا او په بېلابېلو ولايتوکي دلويو لارو، سړکونو، پلونو او نورو ګټورو پروژو جوړول شامل دي؛ خود نړيوالي ټولني  بې سارو مالي او اقتصادي مرستو ته پام سره، دا پرمختګونه په هيڅ وجه يو پلا بيا وايم په هيڅ وجه د قناعت وړ نه دي . 
 


دريمه برخه


 


په اوسنييو شرايطوکي زموږ د ټولني اساسي ستونزه څه ده؟


د ليکني په دريمه يا وروستۍ برخه کي، د افغانانو د اساسي ستونزي د څرنګوالي او حل لاروپه اړه څولنډي خبري کوو . افغانان ټول پوهيږي، چي د امريکا په مشرۍ نړيواله ټلواله زموږ په هيواد کي د انتخاباتو تر پردې لاندي د پېژندل سوو جنايتکارانو، غلو او مزدورانو پلوي کوي؛ د هغو د حاکميت اوږدولو له پاره، زموږ پر زوکلېدلوخلګو بمونه او اورونه اوروې؛ اوهره ورځ د دې انساني ضد جګړې د دوام په خاطر ميليونونه ډالر اورته غورځوي . هو دا خبره دادقيقه ده، چي امريکا په افغانستان او عراق کي هره ورځ ميليونونه ډالر د وژني او ورانۍ له پاره په اور کي سوځوي . د پردو لاس پوڅي ډلي ټپلي د خپلو بادارانو په سياسي، پوځي او مالي مرستو، زموږ پر زهيرو او بې وسو خلګو نارواکمني کوي؛ اوپه ډېري خواشينۍ سره به دا دردونکی حالت تر هغه مهاله دوام ولري، چي په هيواد کي دننه او بهر ټول افغانان (نارينه اوښځي، زاړه او ځوانان) د سولي،سياسي خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ټولنيزعدالت اوپرمختګ په مقصد د يوه ويښ، پياوړي او سرښندونکي ملي غورځنګ پرشاوخوا را غونډ نسي . د افغاني ټولني خاص سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصادي جوړښت ته په کتو سره، زموږ په هيواد کي د بهرني او کورني استبداد پر ضد مبارزه له سختو پېچومواو کړاونو سره مخامخ ده . په دې ستونزو او مشکلاتوکي دا دوه اړخونه ډېر د پام وړ دي :   
 


لومړۍ ستونزه دا ده، چي له بده مرغه د افغانانو وسله وال مقاومت تراوسه پوري يوازي د افراطيت او زورزياتي لاره غوره کړې ده . د هغو په ګولييو او ځان وژونکو بريدونو زياتره زموږ د کړېدلو خلګوککرۍ او ټټرونه سوري کيږي؛ د مقاومت په ليکوکي د پردو ګوډاګيان زموږ د هيواد مکتبونه، پوهنتونه، لاري او پلونه له منځه وړي؛ شاګردان او ښوونکي په بې رحمۍ سره وژني؛ د شريعت او اسلام په نامه د خلګو روا حقوق او ازداي ګاني تر پښو لاندي کوي . دنړۍ هيڅ ځواک، هيڅ هيواد، هيڅ دين، هيڅ وجدان اوهيڅ فکر د داسي پوچي او بشري ضد ايديالوژۍ ملاتړ نسي کولای . هرڅوک او هر سازمان چي دانساني کرامت، بشري حقوقو او افغاني غرور پرخلاف لاره غوره کړي، بېله شرمناکي ماتي اونابودۍ هيڅ شی نسي ترلاسه کولای . له همدې امله داناڅاپي نه ده، چي روان وسله وال مقاومت په افغانستان کي له بې شمېره قربانييو سره سره،د پردو لښکرو او مزدورحکومت په وړاندي له مزاحمتونو پرته، څه لوی او په زړه پوري بری نه لري . کله چي د بري خبره کيږي، مقصد دادئ، چي زموږ وياړلئ هيواد( افغانستان) لا تر اوسه د پردو په لاس کي پروت دئ؛ پوځي او سياسي نفوذ يې تر پخوا نورهم ډېر سوی دئ؛ زموږ بې ګونا ولسونه د پخوا په څېرپه وينو کي لمبېږي؛ کلي او کورونه يې ورانيږي او داسي نور . دا ځکه چي زموږ عام خلګ د مقاومت له جنګيالييوسره د ميني اوخواخوږۍ پرځای، له هغو بېره او تراه کوي . په داسي حال کي چي د وطن، دين او ناموس د لاري سرښندونکي بايد د خپلو وطنوالو په زوړونه کي مينه، خواخوږي او درناوی  راوپاروي نه بېره، وحشت اوناباوري . دا ډول ناوړو افراطي سياستوپه نړيوال ډګر کي هم د عاموخلګو، سوله غوښتوونکو اوخپلواکۍ بخښوونکو سازمانو او استعماري ضد هيوادو د خواخوږۍ او ملاتړګټلوبهير ته لوی زيان رسولئ دئ . همدا اوس په نړۍ کي په ميليونو وګړي د امريکا او نورو متحدينو د جنګ غوښتوونکو او يرغلګرو سياستو پرخلاف په ګډه مبارزه کوي؛ خو د افغانستان له وسله وال مقاومت سره د هغود تاريکو کړنلارو او افراطي عملونو په سبب، هيڅ خواخوږي او همدردي نه لري . زموږد خلګو په زړونو کي داسي مينه او خواخوږي يوازي هغه وخت پيدا کېدای سي، چي د هغوی د عزيزانواو هيوادوالو ويني په ناحقه توی نسي؛ پت او ناموس، مال او جايداد ته يې په بده سترګه و نه کتل سي؛ د زده کړي او ښووني، روزۍ او مزدورۍ په ګونا په ګولييو ونه ويشتل سي؛ د هيواد فابريکې، روغتونونه، ښوونځي، سړکونه، لاري، پلونه، بندونه اود عمومي ګټي اخيستني په سلګونو نوري مؤسسې او پروژې يې، په باروتو او بمونو وراني نسي؛ او د منل سوو بشري حقوقو، اسلامي موازينو او لوړو افغاني دودونو په رڼا کي د هري مسألې حل ته کوښښ وسي . 
 


موږ افغانانو د سر په سترګو وليده، چي د توپک او برچې په زور، خلګ مرستي او دوستۍ ته اړ ايستل، هيڅ بقأ نه لري . خلقيانو، پرچميانو، تش په نامه اسلامي تنظيمونو، طالبانو( د خپل امارت پر مهال) او تر امريکايي چتر لاندي د جنايتکارو، غلو او زورواکو بېلابېلو ډلو ټپلو په تېرو دېرشو کالو کي له بې رحمانه وژنو، ځورونو، زيــــندی کـــولو او ډول ډول فــــشارونوکار واخيست؛ خو هيچااو هيڅ ډلي په دغو بشري ضد، اسلامي ضد او افغاني ضد لارو چارو سره د خلګو له کرکي او غوسې پرته څه تر لاسه نه کړه . تاريخونو ښوولې ده، هغه څه چي خلګ د برچې او چلاخي په زور مني هيڅکله زړونو او مغزونو ته لاره نه مومي . په واقعيت کي د واکمنو طبقو همدا زور او تاوتريخوالي، د هغوی د جابرانه واکمنۍ  په را پرزولو کي مرسته کړې ده . هغه جنګيالي چي ځانونه د ناموس، هيواد او دين د ساتني ريښتيني غازيان ګڼي، بايد تل دخلګو بشري حقوقو او ازادييو ته په درناوي سره، د هغو زړونو او مغزونوته د لار موندني هڅه وکي . بې شکه، چي په تېروڅه کم اتوکالوکي د پردو يرغلګرو او د هغو د بې کفايته مزدورانو پرضد د وسله مقاومت ليکي د شمېر له پلوه ډېري پراخي سوي دي؛ خوکه د مقاومت په ليکوکي د افراطيت او سرټمبګۍ فضا نه وای، د مقاومت جبهې او سنګرونه به له کمي او کيفي پلوه تر پخوا ډېر پياوړ ي او غښتلي وای؛ ځکه وياړلئ افغانستان د ټولوافغانانوګډکور دئ . هردردمن او ربړېدلئ افغان د يوه ريښتيني ملي او ولسي مقاومت په شرايطو کي، په ډېري خوښۍ سره چمتو دئ، چي د خلګو او هيواد د ژغورني په لار کي د قربانۍ او سرښندني مورچل ته ورودانګي . له بده مرغه، د مقاومت د ځينو جنګيالييو ځينو ولسي ضد عملونو، زموږ په عامو خلګو کي دکرکي، خواتورۍ او زړه بدۍ ژور احساسات را پارولي دي . 


هيوادپال افغانان ټول د دې واقعيت له منلو نټه نه کوي، چي د پښتونخوا په سوات کي د« تحريک نِفاذ شريعت » د پلويانوناروا زورزياتي، دوی او عاموخلګو ته څه ورکړه؟ ايا د دې غورځنګ د جنګيالييو او پلويانو غوښتنه داوه، چي د سوات ښکلې دره په وينو او باروتو ولړي؟ د امريکايي او پنجابي پوځ د الوتکو او ټانکونو په بمبارييو او ډزو سره د خپلو ربړېدلي پښتنو وروڼوکورونه، ماجيتونه، مکتبونه، روغتونونه، سړکونه، پلونه، دوکانونه او نوري ودانۍ وراني کړي؟ شنه باغونه او رسېدلي حاصلات يې د اور په لمبوکي وسوځي؟ خپل درې ميليونه بې ګوناوروڼه او خوندي دلته او هلته په کمپونوکي لالهانده کړي؟ ايا د سرکښواوخپلواکۍمينو پښتنو مړانه او بهادري دې ته ويل کيږي، چي څوک خپله خورپرعام سړک د خلګو په منځ کي په چلاخواو دورو ووهي؟ ايا د سوات په پښتني ټولنه کي دکور، کار، زده کړي، روغتيا، کلتور، سوداګرۍ، کرني، بدني روزني او داسي نورو چارو هره مسأله حل سوه، يوازي دا خبره پاته وه چي ښځمني په دې يا هغه نامه، د خپلوسرښندونکو وروڼو په چلاخواو کېبلونو ووهلي سي؟ په داسي شرايطو او حالاتو کي هر ويښ او دراک افغان ته داپوښتنه پيدا کيږي، چي که د ډيورينډ د توري او نامنل سوي کرښي دواړو خواوو ته په تاريخي پښتني کورکي د اورد لمبو پراخول د امريکايي ستراتېژۍ يوه برخه نه وي، نود دې ړندو وژنو او ورانکارييو مقصد څه دئ؟ د افغانستان په بېلابېلو سيموکي هم دخلګو روا غوښتنو ته په شااړولو سره، د د سوات د جګړې په شان دناکامو جنګونو او نښتو پلانونه طرحه سوي او لا طرحه کيږي؛ خلګ  په لوی لاس د جګړو اور ته ټېله سوي دي؛ په سلګونو زره خلګ د جګړو او شخړو له بېري کور پرېښوولو ته اړ سوي دي؛ اوډېرو نورو د جنګ او نا ارامۍ له کبله  د درست کال حاصلات له لاسه ورکړي دي . دا څه ډول مړانه او غښتلواله ده؟ ايا داډول بې مسووليته او بې پروا جګړې دافغانستان وسله وال مقاومت له ملي تومني او ولسي ملاتړه نه بې برخي کوي؟ ايا ددې جګړو او بريدونه ګټه، د افغانستان تاريخي دوښمنانو ته نه رسيږي؟ 
 


دا خبره له شکه وتلې ده، چي د روانو جګړو اوبد امنييو له منځه وړل ، پر زړورتيا او مړاني سربېره، پوهي، بصيرت او عقلمندۍ ته ډېره اړتيا لري . يوعاقل او هوښيار سړی کولای سي په خپله پوهه، فراست او هوښيارۍ له ډېرو جاهلو او بې تعليمه جنګيالييو ميدان وګټي . دا کار يوازي هغه مهال ممکن دئ، چي د افغانستان د وسله وال مقاومت جنګيالي دافراطيت اوتحجر پرځای ځانونه د پوهي، هونر او کمال په زيور سمبال کړي؛ او له هغو تاريک فکرو پردواو خپلو څخه لاره بېله کړي، چي توراوسپين ته په يوه سترګه ګوري؛ زموږ په هيواد کي د پوهي او کمال ډېوه وژني؛ هره چاره د پوهي او عقل پر ځای د توپک او توري په زورحلوي؛ او په پای کي دا هيواد تل ترتله د مغرضو پردو د مرييتوب او غلامۍ په لوموکي ساتي . بايد د شخړو او لانجو د حل له پاره ترهرڅه مخکي خبرو، مرکو او جرګو ته رجوع وسي . ډېري غوټي دغاښ پر ځای په لاس خلاصيږي . له سيلم عقل، روښان فکر او انساني چال چلند پرته، هره وسله او درسته د خوندي پر ځای مرګ او نابودي رامنځ ته کوي .  دا خبره د ډېري اريانۍ او اندېښنې وړ ده، چي څوک په يويشتمه پېړۍ کي د قلم،  کتاب ، ښوونځی، پوهنتون، راديو، تلوېزون، کمپيوټر، اينټرنيټ او ډېرو نوروعلمي – تخنيکي پرمختګونو مخالفت وکړي . هغه ملتونه به تل ترتله د زورورو اوپرمختللو دولتو د مرييتوب په بدمرغه جال کي بند وي، چي خلګ يې د ساينس او ټيکنالوژۍ له پرمختګونو بې برخي وي . د تاريکۍ او ظلمت  داپلويان ولي نه پوهېږي، چي داټول وسايل په حقيقت کي د لوی څښتن د قدرتونو او عظمتونو روښانه نخښي دي . هرڅونه چي انسان د ساينس او ټيکنالوژۍ معراج ته رسيږي، په هغونه اندازه د الله سبحانه وتعالی د ذات او صفاتو پېژندني ته ورنيژدې کيږي . د اسلامي لارښوونو له مخي، الله تعالی هم تر نورو مخلوقاتو پرهغه مخلوق ډېره پېرزوينه او لورينه کوي، چي په مينه او اخلاص، زيار او کوښښ سره د ده د پېژندني له پاره دکايناتو له مخي پردې ليري کوي؛ نوي کشفيات او اختراعات کوي؛ او د حقايقو په موندنه کي له هيڅ راز ربړونو اوکړاونو مخ نه اړوي .  
 


د هيواد په اوسنيیو شرايطو کي، د ستونزي بل مهم او اساسي اړخ د افغانانو د ملي او سراسري مقاومت په ليکوکي د بېلوالي او خورور والي مسأله ده . لکه څنګه چي پوهېږو د افغانانو ملي مقاومت تر اوسه د وسلې او خبرو پردوو بېلو لارو رهی دئ؛ دواړي خواوي يووبل ته د شک او بې باورۍ په سترګه ګوري . وسله وال مقاومت يوازي پر وسله، وژنه او بېره اچولو ټينګارکوي؛ په داسي حال کي چي د مقاومت سياسي اړخ زياتره د مسألو په حل کي دخبرواترو، تبليغ او پراخي ولسي مبارزې اړتيا ته ګوته نيسي . د افغانستان وسله وال مقاومت ترهغه وخته هيڅ معقولي سوبي او برياليتوب ته نسي رسېدای، چي د دې هيواد د پوهو او هوښيارو ملي مبارزينو سلا مشوري او دعامو خلګوپراخ ملاتړ له ځانه سره ملګری نه کړي . لکه څنــــګه چي وسله  وال مقاومت په يوازيتوب سره د بري لاره نه ده، د افغانستان دملي مقاومت سياسي اړخ هم په تشو خبرو، غونډو او کنفرانسونو سره د ريښتيني برياليتوب مخه نسي ليدای . د دې دواړو اړخونو يووالی او همکاري هم يوازي د معقولوملي او افغاني تګلارو په غوره کولو سره ممکن دي . 
 


د سپيني ماڼۍ واکمنان او د کابل لاس پوڅي مزدوران، په افغانستان کي د لنډغرو او جنايتکارانو له بېلابېلو ډلو ټپلو سره سياسي واک شريکوي؛ خو د هيواد له هيڅ ريښتيني او خپلواک اجتماعي، سياسي او فرهنګي شخصيت سره خبرواترو ته تيار نه دي . دا ځکه چي د افغانستان ملي غورځنګ په واقعي مانا له قوې څخه فعل ته نه دئ اوښتی . په بله وينا تراوسه پوري د ميليونو ناراضه ولسونو او ملي مبارزينو ترمنځ جسمي، فکري او سازماني واټونونه ليدل کيږي . زموږ د هيواد مخکښو اوسرښندونکو ملي مشرانو لا تراوسه د خپل رنځېدلي ملت د ژغورني له پاره څه ګټورعملي ګام نه دئ اخيستی؛ په هيواد او نړۍ کي يې زموږ د کړېدلو خلګو د روا حقوقو او غوښتنو سمه او عملي ترجماني نه ده کړې؛ او په پای کي يې د يوه غښتلي، منظم او باشعوره ولسي پاڅون د رامنځ ته کولو په لار کي خپل سترملي رسالت نه دئ ادا کړی . يرغلګر لښکر او د هغو ځيره خور واکمنان ټوله په ګډه هلي ځلي کوي، چي له يوې خوا په هيواد او بهر کي د ميليونو افغانانو د پراخ ملي او ولسي غورځنګ د يووالي او پيوستون مخه ونيسي؛ او له بلي خوا  په خپلو زهرجنو تبليغاتو او راز راز توطيو سره د افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکي ملي غورځنګ د وسله وال او سوله ييز اړخ د نيژدې والي په مخکي خنډونه واچوي . 
 


په خواشينۍ سره د سولي، امنيت، ملي واکمنۍ ، سياسي خپلواکۍ، ټولنيز عدالت او ريښتني ولسواکۍ له پاره د افغانانود سراسري مقاومت په ليکو کي دغه ليري والي او بې باورۍ همدا اوس هم پردو استعمارګرو او د هغولاس پوڅو زورواکانو ته دا امکانات برابرکړي دي، چي په ګډه زموږ د خلګو په ژوند او ملي وياړونو لوبي وکي . د دې دردونکی او زړه چاودونکی حالت ختمول يوازي يوه لاره لري، چي هغه ديوې معقولي ملي او ولسي کړنلاري په چوکاټ کي دافغانستان د ازادی بخښوونکي سراسري غورځنګ د ټولو اړخونواو ځواکونو يو موټي کېدل دي او بس . د افغانستان ټول زړوراوهيوادپال خلګ بايدپه يوه اواز او يوه وجود له اوسني نه زغمېدونکي حالت څخه د هيواد د ژغورني په خاطر د منظمي، شعوري او نه ستړي کېدونکي مبارزې په ليکوکي ودرېږي؛ او دګډ هيوادبېلابېلو دوښمنانو ته، په ګډه ماته ورکي که نه نو داستعمارګرانو او مزدورو واکمنانوله لاسه به په دې ورانه او سپېره مېنه کي به ډېر خطرناک غوبلونه وسي .   
 


ماخذونه :


حبيبي، عبدالحی . جنبش مشروطيت در افغانستان . چاپ جديد. قم: احسانی، ۱۳۷۲ .                               
غبار، مير غلام محمد. افغانستان در مسير تاريخ . چاپ چهارم . تهران : مرکز نشر انقلاب،  ۱۳۶۸.
http://www.afghanconflictmonitor.org/2008/03/afghanistan-opi.html)
http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/americas/7092053.stm
http://www.usatoday.com/news/military/2007-10-23-wacosts_N.htm
http://www.financialpost.com/news-sectors/story.html?id=1701909

تبصره نسته

  1. ښاغلئ هارون خپل صاحب ستاسو لیکنه ډېره څیړنیزه اوبیدارونکې ده خصوصالاندي برخه

    د هيواد د ژغورني په خاطر د منظمي، شعوري او نه ستړي کېدونکي مبارزې په ليکوکي ودرېږي؛ او دګډ هيوادبېلابېلو دوښمنانو ته، په ګډه ماته ورکي که نه نو داستعمارګرانو او مزدورو واکمنانوله لاسه به په دې ورانه او سپېره مېنه کي به ډېر خطرناک غوبلونه وسي .
    اوډیره مننه