کور / تازه خبرونه / زمری بشري : امنيه قومندان امريكايانو نه بلكي افغانانو وژلئ

زمری بشري : امنيه قومندان امريكايانو نه بلكي افغانانو وژلئ

 دكورنيو چارو دوزارت وياند زمرې بشري درسنيو سره به خبرو كې هغه ادعاوي رد كړي چې ګواكي دكندهار امينه قومندان او جنايي مدير دامريكايي ځواكونو له لوري وژل شوي ، نوموړي وايې  نن سهار يولس بجي يوه ډله كسان چې په دغه ولايت كې دامريكايي ځواكونو سره كار كوي څارنوالۍ ته ورغلي وو ترڅو هغه كس چې نن په جزا محكميده له ځانه سره بوزي ، خو څارنوالۍ دامنې قومنداني څخه مرسته وغوښتنه او هم هغه وو چې خپله امينه قومندان او جنايي مدير راغلل اوپه دې ترڅ كې جنگ ونښت  امنيه قومندان جنايي مدير او يو پوليس ووژل شول او اته تنه دڅلورو پوليسو په ګډون ژوبل شول .

خو تر دي وړاندي دكندهار څخه داسي رپوټونو رسنيو ته راغلي وو چې امنيه قومندان او نور پوليس مستقيمآ دامريكايي ځواكونو له لوري وژل شوي .

لراوبر هم په دې  هڅه كښي دئ چي حقيقت ته لاس رسي پيدا او خپل ليدونكي پرې خبركړي .