کور / شعر / خوشبودوطن

خوشبودوطن

خوشبو مې دوطن دخاورې نه ځي دسپیږمو نه
آرام مې دزړګي کله راځي وړې سلګو نه


منم چې زه اوسیږم دا ښایسته ښار دی دنیا کې
خو زړه مې نه صبریږي هغه دنګو دنګو غرونه


دارنګارنګ ګلونه داتازه او شنه باغونه
زړه نه غواړي جاریږي هغه شاړ او واړ دښتونه


دا څنګه به زه وایم چې  مین ورباندې نه یم
مجنون خو خلک پیژني خیرن څیرې جامو نه


لحد کې مې مخ  کیدئ مخامخ د وطن لور ته
چې سترګې مې شرمیږی قبرستان به د پرد و نه


نور صبروقرار نشته دفرقت دې زوړ بدن کې
زیاتې به زه مړ کیږم طاهري دشوګیرو نه