کور / شعر / لرو برو پښتونخوا ته

لرو برو پښتونخوا ته

دا غـــزل نه دي دا زنګ د خطر ده
دا چيغه دلروبرو د ميړنيو د سنګر ده
 شه پوهيږو چي :
تنـدر د اسمان راپريوتي د پښتونخوا په سـر دي
پــه زړونـــوکـــي مـــو چـــا وهـــلي خنجــر دي
فکر پـــه کي وکــړي ، خداي (ج ) دي نـه کـــړي
خپلواکي،ننګو ،ناموس ته مو را پيښ ښوي خطر دي
 ======
د احساس خاوندانـــو وطن پــالونکي ځـــو انــانــو
پام کوي چـــه غلط نـــه ښي لـــروبــــرو افغـــانـانو
خرڅ ښوي انسانان د اولس په حال نه زوريــري
دا ځکه دغه شرميدلي حال ته مي زړه ژريــــږي
—————
د سوات و ،وزيرو ، ديرو بنير په جګړي و فاجعي کي
د (عدمي تحرک ) مښرانو ، په پښاور او کوټي کي
د جيــــري کچکولونه ، جيبونه او خلطي ډکي ښوي
خداي ج پوهيږي ،څه به پيښيږي په بله تــوطئه کي
————–
د پيرنګيانو د غلامانو ،غلامانو د(عدمي تحرک)حاميانو
د خــوارار اولس ، د خاوري دشمنانو ، غـــدارانـــــو
بي غيرتــــو ولي مو پــاسون يــــا لاريــــون ونکـــړل
تاسو خپله خيرني څيري ،هويت خلکو ته ښکاره کړل
————–
څوک چه د ديـــورنــــد د المسيانــو زانګــو زانګوي
لاس په ځنه ناست، رام رام ،غلام غلام تراني وايي
د ډمــــو اميلونه د غلامي زنځيرونــه يي په غـــاړه
داسي خا ينــان به څرنګي خاوره و وطن ازاده وي
————–
څوک چه په خدمت کي د پيرنګي او روسي دي
څوک چه په خلاف د افغانيت ( قانــون د الهي ) دي
دا بي پته ، چه وطن پــلرونکي نــه دي نــو څه دي
وطن پلرونکي دي چه په خدمت کي د پــره دي دي
 —————
دا خلک پيږنـدلي ښوي خلک د اصله ګډاګي دي
په خپل فکرو خيال دوي انقلابي دي ( جها ني ) دي
—————
کله خلقي ، کله پـرچمي ، پـه دستور د روسي دي
کله په دستور د پيرنګي په فکرد ( ډ موکراسي) دي
لکه د لاهــور ډ مي هـر ډول و هر زور تـــه نڅيږي
دا د ( شــاشجاع المسيان ) خاينان کله شرميږي
————–
دا بي هويته د وطن د تاريخ په قــدر څه پوهيږي
دا بيغرته بي شهامته د خپلواکي په قدرڅه پوهيږي
په ډيري بي شرمانه تــو ګه د کمري مخي ته دريږي
د خپلي خيټي نه ، په دستور د بادارانو يي غږيږي
——————
ميړني نيکونه دی چه (هو يتونه تاريخونه ) جوړوي
چه هويت يي نه وي څرنګي به تاريخونه جوړوي
چه منکر د پلار نيکه وی ، ارامي نه دي نه څه دي
دا کم اصله ارامي دي که هر څومره (جهاني ) دي
—————
تاريخ د ميړنـو يو ، د لــــرو برو پښتونخوا هويت دي
تاريخ معرفت،د شهيدانو په وينو ګتل ښوي غنيمت دي
د راتلونکي نسل د پاره سنګرد انقلاب لوي مکتب دي
تاريخ عزت دي شرافت دي د لوي خداي ج نعمت دي
——-
تاريخ د شاه شجاع او د المسيانو ،دخيانتونو ګوا دي
د وطن پلــــرونکو ، خــاينانـــو د جنايتونــــو ګــوا دي
د ميرنيو زلميانو د د نګـــو دنګو غــرونـــــو زمــريانو
د احمدخان و ميرويس خان و خوشحال خان د المسيانو
هويت دي
———–
مونـږ د ( ميــړه نيو نيکونـو ) پــه تاريخـونو ويــاريـــږو
که د لــر دي کـه د بـــر مـــونـــږ پــــري نـــازيــږو
دا دلرو برو پـه ګــډه ښته مني ، هويت او عزت دي
څوک يي چه نه مني ،خاين دي دا لوي خيـانت دي
————–
څوک چه خبري دخداي بخلي خان غفارخانپاچا کوي
لافي وهي خبري د وطن پالي خدمت او وفا کوي
دخپلو ګټو او بقا په خاطردخوار اولس په سرسودا کوي
دا لکه هغه خاينان چه د خپلي مـور سره جفا کوي
———–
تر څو به د غم ځپلي اولس په سترګو خاوري پاښل کيږي
تر څو به خارو ځار اولس، په انتظار کي پاتي کيږي
که څوک غرور پوهه،مينه د اولس او د وطن سره لري
نور به د دغو خرڅي ښؤ ډلو په شعارونوو نه تير وځي
———–
ملګرو پښتنو لـرو برو ميړنو چيغي مي اوري که نه
د د نګو دنګو غـرونو واکـــــدارانو زمـرو ، اوري که نه
د احمدخان وخوشحال خان و ميرويس خان وعجب خان المسو
را ويښ ښي لاريون وکړي په زعامت کي بدلون راوړي
—————–
ښه يي ګورو ، د هويتونو، تاريخونو پاڼي څيري کيږي
د مکتبونو ، کتابتونو نه د ( تــــاريخ پاڼي ) راتوليږي
وطن دي اشغال ښوي لوي خيبر دغه حال ته ژړيدلي
چه نور د استقلال او د خپلواکي ورځ به نه تجليليږي
————
لــوي خيبر خـړ خيبر دي ، زوريــــدلي ، ژړيـدلي
چه د تاريخي خيبرد لرو بر، تاريخ باندي لوبي کيږي
—————
هغه خاينانو چه د ماسکو ربلوته يي ښخوندونه وهل
نن بيــــا د پيرنګيانـــو دالـــرو ته ښخوندونه وهي
په لاسونوکي يي بنګړي په سرونو يي د ډمــو ټکړي
دشاه شجاع او د ديورند المسيانو ته ملي سرودونه جوړوي
——–
که چيرته لـــرو بــر يـــو مــوټــــي يـــو اواز کيــږي
که چيرته د جهالت او د ناپوهي د خوبه راويښيږي
داوده دا سرونــه ، کـه د فــــولادو غـــرونــه شي
هرو مـــرو دا سرونـــه دا غــــرونــــه به مــــا تيــږي
—————
د احمدخان دوران ، خوشحال خان و ميرويس خان
د اپريدي غــازي عجب خان ، غـازي شهزاده خـان
د اپريدي درياخان د تيرا د دري ځوان او د ايمل خان
د اور لمبي بــه بيا بلـيږي حماسي بـه تکراريږي
———
شينواري او اپريدي به راويشيږي يــاغي کيږي
لکه د ټـل د فتحي په شان به تـوري ښرنګيږي
د غازي عجب ، شهزاده اپريدي حماسي به تکراريږي
ديرغلګرو وحشتګرو وحشي لشکري به ماتيږي
—————-
د ديــورند زنځيرونه د غلامي اميلونـه بـه ماتيږي
د لوي افغانستان په آسمان کي د خپلواکي ښملي به رپيږي
د افغانانو سسرنوشت به نور په خپل لاس ټاکل کيږي
د لرو برو ميړنيو غازيانو تاريخونه به بيا ليکل کيږي
—————
دوطن پلرونکو مداحانو د (عدمي تحرک) د شعار د مدعيانو
د زر کالو جيره خوارانو جيـره به د لند نه بنديږي
د زړي امپراطوري و د غلامانوغدارانو ټغر به ټوليږي
نور به د افغانانو په سرنوشت باندي لوبي نه کيږي
————–


 جګړه وژل، ټکول ، ترهګري د هيڅ چا نه خوښيږي
جګره په افغانود طالب او د ياغيانو په نوم تحميل ښوي
ترقي اوسوکالي ، صلح و ارامي د هـر چا خوښيږي
رباب و کباب پــــه غاړه د دريــاب د هـر چا خوښيږي
—————-
خو په شرطي چه اختيار مـو د خپل وي خپلواکي وي
تامين عدالت د اجتماعي احکام د الهي هرڅه افغاني وي
نه دا چه قلابي دموکراسي هغه زړه امپراطوري وي
وحشت وي اسعمارهر څه مو د خپل واک يي د پردي وي
————-
تر څو چه د اشغالګرو ډلـي په خاوره د افغان وي
هم به طالب ،تــرهګر هم به قتلي عـام د افغان وي
کله چه ورکي د اشغالګرو ډلي،او ملي خاينان ښي
نه به طالب ، نه تــرهګر نه به د بمونــو بـــاران وي
——————
نه به کلي په کلي ښورو ژړا هره ورځ شهيدان وي
نه به کلي په کلي بي ښميره کونډي اويتيمان وي
نه به دستوري سوزل دمکتبونونه به جاهله طالبان وي
نه به د ګوانتيناما د بګرام ، جيل خاني او بنديان وي
————–
په هر لوري به خوشحالي، سوکالي، ورورګلوي وي
نه به دا بــي عـــزتي ، بي پتي ، لـــوټ مـاري وي
مخونه به د ګډاګيانو تور ، په سويه د (جهاني ) وي
نـــه بـه نــور د شاه شجاع المسي ، ګــداګي وي
—————-
د پيرنګيانو شومي توطئه دي دسيسي دي طرحه ښوي
د طالب او د ترهګر په نـوم دا تو طئه دي جوړي شوي
په هره ورځ د سلګونو ځوانانو قتلي عام زغملي نه ښو
د طالب او ترهګر په نوم چه وژل کيږو دا منلي نه ښو
————-
راته ووايه چه سل کاله د مخه په کومي ګناه دي وژلو
مونږ دي پيږنــو چه پروني غـل يي څله دي وژلو
 نن بيا د دمـوکراسي په پلمي د يـرغل کـړي دي
فکر کوي چه لا هنوز ماښومان يو په خوب ويده يم
———–
========
 وورنـــونو د دنګو غرونو واکدارانو
د حريت د قافلي سالارانو سردارانو
د لوړو لوړو شملو خاوندانو عزيزانو
چيغي مي واري ،اوري يي که نه
——–
د يو والي وحدت اودغيرت ملابند په خپله ملا وټړي
د استعمار وژده لاسونه مات کړي ورته ي په شاه وټړي
ځان ځاني بس ده تربکني بس ده ، يو موټي يو اواز ښي
غليم لرو بر کړي خوارو ابتر کړي بيرته يي په شاه وښړي
————
که چيرته لرو بر په ګده د يو هدف د پا ره راپاسيږي
حکم د الئه (ج ) ده چه نه به خواريږي نه به ماتيږي
که چيرته لکه ورونه يو د بل په څنګ کي نه دريږي
څوک د طالب څوک به د ترهګر په نـوم په خپل وار به ماتيږی

6-14-2009
===
په پـــاي کي :


                ملګرو پښتنو
که چيرتـــه  بيغيرتــــه  او بي پته مـــړ وم
بيا رابانــــدي دبـــــي ننګي تـــور ولګــوي
که پـــــه خيانت او جنايت زه  داود مــړ وم
بيا مي جنازه په ولي نه کړي اور په ولګوي
===


ډيرو قد رمنو هيواد والو ورونو عزيزانو که فکر کوي چه ما د اصولو نه عدول کړي دي هيله ده چه د ډيري بزرګواري سره ما وبخښي بل اميد دي چه سؤ ی تفاهم ونښي دا چه زه په مــړو نه غږيږم ټول مړي دي لوي خداي ج وبخښي زه هيڅ کله دا حق ځان ته نه ويرکوم او زه ټولو ته احترام لرم؛په موجوده حالاتو کي د ما خبري هغه چا ته متوجي دي چه د خپلوښخصي ګټو او د بقا په خاطر د خوار اولس په سرنوشت په ډيري بي شرمي سره لوبي کوي اوکړي يي دي ، د خلکو په سترګو کي خاوري پاښي څوک چه ښايستګي ، اهليت ، لياقت ، کفايت ، درايت ،شهامت د يو کار نه لري نو پريږدي دي دا لوي مسئوليت مښري مفته خبري د هر چا ازده دي چه عمل دي نه وي ګته يي څه لاس په ځنه تر څو ټول يي ګورو چه په لوي افغانستان لرو برو پښتونخوا کي څه تيريږي او د مونږ يوه عده بي هويته او خرڅ ښوي مښران څه نه کوی خبري به نه اوژدي کوم خبري ډيري دي د خبرو نه خيري جوړيږي زه په دي ښه پوهيږم چه د ما خبري کومه اصلاح نه راولي چون لوي افغانستان د ټولو په ګډه مشترکه کور دي نو علاج نه لري کله نا کله انسان مجبوره کيږي چه خبري وکړي په درناوي .


ننګ چه يي غـــلامم وي زه غــــلام د هغه چا يمه
چه وطن پلرونکي بي حياوي زه د ښمن د دغه چا يمه