کور / تازه خبرونه / وزيرستان: بې پايلوټه الوتكو ۱۳مړه، يو شمېر ټپيان کړل

وزيرستان: بې پايلوټه الوتكو ۱۳مړه، يو شمېر ټپيان کړل

د قبايلي پښتونخوا دجنوبي وزيرستان په سيمه كي د بې پايلوټه الوتكي په بريدونو كي ديارلس تنه وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان سوي دي

د مالوماتو له مخي نن تر غرمه له مخه يوې بې پايلوټه الوتكي دجنوبي وزيرستان د سرويكۍ د كوكټخېلو په سيمه كي د تندلارو پر يوه روزنځاي د توغندي په وسيله بريد كړى چي له امله يې ديارلس تنه وژل سوي او څو نور ټپيان سوي دي

دې ته ورته يو بل بريد د مان توئ په سيمه كي پر يوه مدرسه سوى چي په مدرسه كي د چا د نه شتون له كبله كوم ځاني زيان نه دى اوښتى خو د مدرسې په هكله ويل كيږي چي ښه دروند زيان وراوښتى دى