کور / تازه خبرونه / كوټـــــه : له يوه انساني قاچاقبرسره اته تنه افغان وګړي نيول سوي دي

كوټـــــه : له يوه انساني قاچاقبرسره اته تنه افغان وګړي نيول سوي دي

د كوټي ښار له يوه هوټل څخه د يوه انساني قاچاقبر تر څنګ اته تنه افغان وګړي نيول سوي دي

د مالوماتو له مخي د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي پر ستار روډ واقع له يوه هوټل څخه اته تنه افغان وګړي هغه مهال نيول سوي چي يو انساني قاچاقبر هم ورسره ملګرى  و

د ايف ، آي،اې ياني فډرل انوسټګېشن اېجنسي  ايالتي لارښود شهاب عظيم لهړي په ملتيا هغه وخت پر ياد سوي هوټل عمليات سوي چي كله يې په دې هوټل كي د شكمنو كسانو په هكله مالومات تر لاسه كړي و

شهاب عظيم لهړي ويلي دي چي دوي ته مالومات وركړل سوي و چي د كوټي ښار پر ستار روډ په يوه هوټل كي د يوه انساني قاچاقبر كريم احمدي نومي كس تر څنګ اته تنه افغان وګړي اوسيږي چي د پاكستاني پاسپورټ له لاري له كوټي څخه و انډونشياته د تګ په لټه كي دي

هغه زياته كړېده چې د هم دې مالوماتو په رڼا كي مو پر ياد سوي هوټل عمليات وكړل چي له هغه ځاي څخه مو د كريم احمدي نومي كس چي انساني قاچاقبر و سره اته تنه نور افغان وكړي هم ونيول

د شهاب غظيم لهړي په وينا د نيول سويو كسانو له ولكې څخه د پنځو پاكستانيو پاسپورټونو تر څنګ پنځوست زره كلداري هم لاس ته راغلي دي