کور / شعر / درويزګره

درويزګره


 
په يو ګوټ د صـــــــــــــــــــــــــرافــــــــه بازار كې ناست وم
مخـــــــــــــــــــــــــــــــــامخ راتـــــه يوه پيغـــــــــله غږيږده


زه مشغــــــــــول وم پخپـــــــــــــــــل كار فـــــــــكر مې نه ؤ
دغــــــــه پيغـــــــــــــــــــــــله ورو په ورو رالنــــــــــــډيده


يو ناڅــــــــــــــــــــــاپه مې نظـــــــــــــــــر ددې په لور شو
سره منــــــــــــــــــــــــــګول يې زما خـــــــــــوا ته اوږديده


ددې خور تنــــــــــــــــكۍ منــــــــــــــــــګولې شوې رالنـډې
په لاسو يې سپـــــــــــــينه وړانګـــــــــــه څرخيــــــــــــــــده


په نيــــــــــــــــازبينــــــــــــو انګازو راته لګيـــــــــــــــا شوه
په پرديس يتيـــــــــــــــــــــم يې ډيره ځوريــــــــــــــــــــــــده


د ژوند ســــــــــــــــــــتونځې له هر خوا پرې منــــــجيله وې
په عـــــــــــــــــــــزت پسې يې سختــــــــــــــــــــــــــه ژړيده


په مشــــــــــــــكل يې رانه ســـــــــــــــــــــــوال د روپۍ وكړ
عــــــــــــــــــــادت نوه په سوال ډيره شرميــــــــــــــــــــــــده


چې په زړه يې څــــــــــــــه تيريږي خدای پوهيـــــــــــــــږي
ســــــــــــــر تر پښــــــــــــــــو لكه شنــــــــــــــه پاڼه لړزيده


ورتــــــــــــــــــه و مې وې زمــــــــــــــــا خوركې څوك يې؟
وې افغـــــــــــــــــــــــــانه يم كومـــــــــــــــــــــــــــه درويزه


خور دچا وه لور دچــــــــــــــــــا وه نه پوهيـــــــــــــــــــــږم
شاهــــــــــــــــــزادګۍ وه لكه شمع ښــــــــــــــــــــــكاريــــده


خـــــــــــــلك وايي چې د چـــــــــــــــا له لاســـــــــــــه وشول
وروره دا زمــــــــا او ستــــــــــــــــا له لاســــــــــــــه وشول


چـــــــــــــــا يې پيڅـــــــــــــــــــكه د پلو ليــــــــــــــــدلې نوه
لاس پـــــــــــــــــــــه سوال د ابــــــــــــدالي دلور اوږده شول


د المـــــــــــــــــــسۍ د غزنوي او نــــــــــــــــــــــازو لور ده
ټول ځلانده تاريخـــــــــــــــــو نه يې سپـــــــــــــــــــيره شول


د افغان زويــــــــــــــــــــــه چې كوم ځيــــــــــــــــــــنو كرلي
چې په شنــــــــــــــــــــــه بڼ مو سپـيـــــره ازغي راشنه شول


وروره كوم يو مـــــلامت يو راتــــــــــــه وايــــــــــــــــــــــه
اوس خو ټول كړو اعتــــــــــــــــراف چې ښـــــــــه ونه شول


هۍ افســـــــــــــــــوس زما او ستــــــــــــــــــــا بې پروايي وه
ښـــــــه شول بـــــــــــد، هغه چې بـــــــــدوونن ورځ ښه شول


خوار وطن وكړي ګيــــــــــــــــــــــــــــــــــله د چــــــا له لاسه
چې پيــران او مـــــــــــــلايان هم ورته غــــــــــــــــــــله شول


چې هيواد يې د غيـــــــــــــــــــــــــــــــرت په نــامه ويـــــاړي
په عــــــــــــــزت او پت مين افغـــــــــــــــانان څــــــــــه شول


ستــــا له لاســـــــه وطن فروش نيــــــــــــمچه افغـــــــــــــــانه
ټول روښــــــــــــــــــــانه څراغـــــــــــــــونه د ملك مړه شول


زړه مې داسې ګـــــــــــــــــواهي كوي “همتــــــــــــــــــــــــه”
ټول غښتــــــــــــــلي دهيــــــــــواد زامن ويـــــــــــــــــده شول