کور / شعر / آخري د زړه سلام

آخري د زړه سلام

پتنګ غوندې مې ښکاري بیلتانه دعشق مقام
آخر دیدن  دی  واخله  آخري  د زړه  سلام


ما ویل چې د هرچا منت به وړم  ستا  دپاره
هر درد هر کړاو به تیروم  د عشق په لاره
قبول به کړم په ځان ستا غلامي به شم غلام
آخر دیدن  دی  واخله  آخري  د زړه  سلام


خپل خوشي به  در کړم  تانه  وابخلم غمونه
ښکل به کړمه ستا د زړګي سراسر  دردونه
آرام به کړم دا ستا دپاره ځان  باندې  حرام
آخر دیدن  دی  واخله  آخري  د زړه  سلام    


ستا تصویرمې ایښی دی د زړه په آئینه کې
ستا  د  یاد  ډیوه  به بلوم   په دې سینه کې
وبه  کړم زیارت دې د مخ هر سهار ماښام
آخر دیدن  دی  واخله  آخري  د زړه  سلام 


داسې به دې عشق کې رسواڅوک کړې نوي
دومره بي آبرو  به  دې بل چا شړلی   نوي
دا څنګه  چې  دې زه  له دره وویستم  بد نام
آخر  دیدن  دی  واخله  آخري  د زړه  سلام


څومره  نور به  لیکې طاهری د عشق غمونه
څومره دې نور پاتې دی د زړه په سر دردونه
ترڅو پوری به  خوری دسر ماغزه پخپل کلام
آخر  دیدن  دی  واخله  آخري  د  زړه  سلام