کور / شعر / سولې ته جنډې تړئ

سولې ته جنډې تړئ

 اې دوطن پيغلې غبرګ لاسونه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډې  تړ ئ  نذرونه په زيارت کېږدئ
***
جوړکړئ کتارونه په هوا کې دسپين غرپه لور
پاس په اسمانو کې لړۍ لړۍ ځي دتورغرپه لور
والوزئ شاهين شئ قطارونه د خيبر په لور
بيادسولې غږ شئ  دپښتون دلوی ټبرپه لور
***
زرکو په شان لاړ شې ارمانونه دغيرت کيږدئ
سولې ته جنډې تړي نذرونه په زيارت کېږدئ
 ***
بيا چې بورې نه  شي دوطن داغيرتي ميندې
بيا چې کونډې  نه شي دوطن دا ګلالۍ ناوې
بياچې ديتيم ژړا وانه ورم دتنـــــــــــــــــــکي بچي
پرېږده چې سینګار وي ددې قام د سوکالۍ ناوې
***
جوړ ترې بېرغونه کړئ شالونه په زیارت کېږدئ
سولې ته جنډي تړي، نذرونه  په زیارت کېږدئ
***
خدای خو لوی باچا دی که قبول مو دا سوالونه شي
ختم شي د وير شيبې خوشحال مو خفه زړونه شي
بيا حفيظ شي ښاده،  د ارمان غوټۍ ګلونه شي
هر خواته مستي وي د ډولونو اوازونه شي
***
خداې ته هيله وکړې ارمانو نه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډې  تړي لاسونه په زيارت کېږدئ
***
 بيا چې بورې نه  شي دوطن داغيرتي ميندې
بيا چې کونډې  نه شي دوطن دا ګلالۍ ناوې
بياچې ديتيم ژړا وانه ورم دتنـــــــــــــــــــکي بچي
پرېږده چې سینګار وي ددې قام د سوکالۍ ناوې
***
جوړ ترې بېرغونه کړئ ، شالونه په زیارت کېږدئ
سولې ته جنډئ تړئ نذرونه  په زیارت کېږ دئ