کور / شعر / عجيبه زمانه

عجيبه زمانه


څنګه زمانې ته راوتلي يو
ټوله ورځي شپې په غم لړلي دي
لا بتري ښکاري يو په بل پسي
وړاندي مو شېبې په غم لړلي دي
نه ښکاري هيڅ رنګه خوشحالي پکښي
واړه افسانې په غم لړلي دي
ماليده پرون يې اشنايي سوله
نن يې يارانې په غم لړلي دي



مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي



نسته بارانونه هر خوا دوړي سوې
وچ سوله کلونه بزګران ژاړي
مړه يې سوه مالونه په مرض باندي
تيره زندګي پسي کوچيان ژاړي
ناست وي د جمات خوله کښې خيرات غواړي
بيا هم وږي څملي يتيمان ژاړي
ستونزي پيدا کيږي خو حل کيږي نه
وګوره نړۍ کي هر انسان ژاړي



سپربه د غمونو خيراتونه وه
نن هغه کاسې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي



ولاړى محبت له سينې ووتى
هري خواته وينمه کرکجن زړونه
ته به ترې طلب وکړې د ګل په څير
لاس کي به درکښيږدي خپل اغزن زړونه
توري يې خبري تور فکرونه سول
ولاړه په ګناکي سول خيرن زړونه
څنګه به د خداى له ډاره وريږدي
څنګه به سيده سي لغوړن زړونه



هغه د ليلي او د مجنون په څير
هم سپيني سينې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي



را غله که ښادي درباندي تيره سوه
وروسته به په غم کي راګيريږې هم
جوړه که دي خوله ګوره خندا ته کړه
ژر به په سلګو بآندي ژړيږې هم
چاته که د زړه حال چرته ووايې
خامخا عالم کي رسواکيږې هم
چرته که خبره يې ور غبرګه کړې
خود به وهل کيږې بندي کيږې هم
 
واى پاک الله چي صداقت نه وي
هغه زمانې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي



راغلى که څوک چرته له سفر څخه
خامخا به راوړي يو د غم خبر
ستن د راډيو که چرته و پيچې
هيڅکله به وانه ورې د زغم خبر
چاته په خوښۍ سره به ووايې
خاوري به درواړي په سم خبر
چرته چي ظلومه وي مرګونه وي
هلته به خوشحاله سې په کم خبر



ما او تا چي لوبي پکي کړي دي
اوس هغه کوڅې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي



دلته وچکالۍ خلک ځپلي دي
هلته ملګ اخستى سيلابونو دى
يوځاى کي مرض تبا فصلونه
بل لوري راغلي طوفانونه دي
چاباندي شوه سوه اسماني ټکه
چا سوي په اور خپل بدنونه دي
څوک مړه دي په مرګ مفاجات بآندي
چاته پرسينه د ورور زخمونه دي



ولي پر قدرت باندي باور نه کړو ؟
واړه عقيدې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي



ټوله ډاکټران ګوته په غاښ ناست دي
رنګ رنګ مرضونه راپيدا سوله
هغه چي علاج لپاره تللي وه
نن ټوله نړۍ کي بينواسوله
څوک چي و حکيم ته کښينستلي دي
زهر غوندي ټوله يې دوا سوله
چاچي پنا وړې د زيارت پر لور
لا يې ناروغي پسي سيوا سوله



ولي د چا ښه ورسره نه کيږي
ټولي هديرې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي



نه لګيږي دم او تاويزونه يې
بيا نن په دروږ پسي روان سو پير
ناست وي پر ممبر نصيحتونه کړي
زړه يې د حالاتو په بنجره کښې ګير
دلته افتونه سرپرسرراځي
ښکاري په ريا کي نيک عمل خمير
نن سبا کي هغه چا ګټلې ده
چاچي په خپل لاس وژلى خپل ضمير



هر څو که مزل کوو ختميږي نه
دا توري تيارې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي



ټولي نښانې دي ښکاره سوي دي
کله به قيامته! رارسيږې ته
وينم د اسلام کمزوري ورځ په ورځ
کله به مهدي صاب ! ( صاحب ) ښکاره کيږې ته
ډکه سوله مځکه ګناهونو څه
څه وخت به اسمانه ! رانړيږې ته
مرګه راسه ته قيامت خو نه راځي
څه وخت مي لحده !کندل کيږې ته



نور مي زړه تنګ سوى دې دينا څخه
هر څه چي کوې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي



رابه سي يو وخت ښکلي ماڼۍ به وي
موږ به يو پراته په لحدونو کښې
دا ښکلي جامې به بل ته پاته سي
زموږ بدن به پټ وي کفنونو کښې
څوک به واسطه د پيسو جوړه کړي
هلته به راګير يو عملونو کښې
فضل د الله که بآندي و نه سو
خوار (( پاڅون )) به سوځي په اورونو کښې



لعل او جواهيرو ته لاس واچوه
دا خاوري ايرې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي