کور / شعر / اوس مې هېره ده/نظم

اوس مې هېره ده/نظم

زمانه وه  چې د کلي شوخ ماشوم وم
زمانه وه چې مې سر لس ځایه مات و
زمانه وه چې د کلي د نفرت وم
زمانه وه ترحم راباندې قات و
»»»»»»»»»»
زمانه وه رانه لوبې زېږېدلې
زمانه وه چې روان وم یا به ملاست وم
زمانه وه کلي اور رانه اخیستو
زمانه وه د شیطان په لکۍ ناست وم
»»»»»»»
زمانه وه چې (( بدی)) راته حیران وو
((کرمی)) مې ګرد ته نشوای رسیدلی
زمانه وه د خوښیو باچا زه وم
هوسایي مې درد ته نشوای رسیدلی
»»»»»»»
زمانې ناښادې څه کانې را وکړې
ماشومتوب یې له ما واخیست، زه یې لوی کړم
او له ما نه یې سپېڅلې دوړې توی کړې
زه یې لوی کړمه په ښه او بد یې پوی کړم
»»»»»»»»»»»»»
زمانې د خدای په دومره ډېر مخلوق کې
زما زړه زما په خپل کلي کې بند کړ
زما زړه یې د یوې ښکلې واک کې ورکړ
د هغې ښکلې وجود یې ماته قند کړ
٫٫٫٫٫٫٫٫٫
زمانې موږ لکه دوه شونډې نږدې کړو
زمانې په موږ د عشق سر او تال جوړ کړ
زمانې موږ لکه شپه او ورځ نږدې کړو
زمانې په موږه میاشت جوړه کال جوړ کړ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
موږ د هغې زمانې دوه مینان وو
چې رسوا شو هنګامه وه خپرېدله
موږ له یو بله ورو، ورو جلا کیدلو
موږ راتلونکې زمانه په خوب لیدله
»»»»»»»»»
زمانه وه چې له یو بله جلا شو
زمانه وه چې په زړه مو وو زخمونه
زمانه وه دا زخمونه ورو، ورو روغ شول
زمانه ده چې تیر شوي دي کلونه
»»»»»»»»»
زمانه ده چې اوس ټول زخمونه جوړ دي
خو تراوسه دي ښکاره داغونه پاتې
کله کله چې رایاده شي، را ويښ شي
په زړګي مې دي ویده دردونه پاتې
»»»»»»»»»
زمانه به خپله وران کارونه سم کا
زمانه به دوامدار دردونه کم کا
زمانه ده د زخمونو رغوونکې
زمانه ده د دردو  ویده کوونکې
زمانه ده د  دردو ویده کوونکې