کور / شعر / غزل

غزل

بس که نور مې څـــله ســوزوئ د حسن اوره
سر یمـــه پـــه شـــاړو د حــالاتو له پېــــغوره

نوره دې ساقي د مېخانې دروازې بندې کړه
مات مې خمارونه شول د چا د عشق له زوره

نشته وس مې څنګه د هوس لاسونه لنډ کړمه
خـــود به دې اوبــاســـمـــه تصـویر د زړه له کوره

جـــرم، بــغاوت صحیح که یو ځل جانان وویـــنم
لاس بــه تریــنه تاوکـــړمه رقــیبــه ته يې ګــوره

درد مې د غزل په هره کرښه کې رانغښتې ده
ته يـــــــې تصــور کړه د هــنر او خیال له شوره