کور / شعر / غـــــــــــــــز ل

غـــــــــــــــز ل

لامي دژوند احساسات مړه ندي ژوندي پاته دي
لامي يو څوكرښي ليكلي پرتندي پاته دي
اي دمنزل په لورورغلو مسافرو لارو
غيږ كي مو ستړي قدمونه لاستي پاته دي
لادماليار څهره كي نخښي دغضب وينمه
لامي دهيلو په غوټيو كي اغزي پاته دي
غوږ راته كښېږده درته وبه كړم رنځوره كيسه
يوڅورازونه مي جانانه پرزړګي پاته دي
چي بدرګه ئې تړمو اوښكو بې اختياره كول
هغه زخمونه بې درمانه پخوانی پاته دي
قسمته نورمي دادنيا ته سترګي مه ټيټوه
دلته مي ډيررنګين خيالونه زنداني پاته دي
لاهو لاهوبه سي سقيم له اميدونو سره
دزمانې مغرورموجونه لاياغي پاته دي