کور / شعر / سره کوڅه

سره کوڅه

هسې مې خوله چینګه نیولي خندا کله راځي
لکه یتیم پوخ په ژړا یم ژړا کله راځي

بیګا مې ټوله شپه دشمعې سره اوښکې تويي کړې
ما چې لیدلئ دئ روښانه بیګا کله راځي

دزړګي هیلي غولوومه په سبا او بیګا
جانان سبا سبا کوي خوسبا کله راځي

(اوبه چې تیرې شي له ورخه بیر ته نه جاوځي)
دوران دتیرې ځوانۍ بیا په بوډا کله را ځي

په پسرلي کې غوټۍ ګل شي بلبلان پیدا شي
زما دزړه په بڼ خزان دئ اشنا کله راځي

هغه کوڅه چې بر ګودر له به پرې پیغلې تللې
په وینو سره چا ورانه کړې لیلا کله راځي

خوار خدمتګارچې کډوال پروت دئ په ناروې کې محتاج
وايي مر ض له مې دزړه مسیحا کله راځي