کور / ترخې خبري / نړيوال زموږ خلک وژني ، سوله نه راوالي !

نړيوال زموږ خلک وژني ، سوله نه راوالي !

۲۰۰۹- ډيسمبر- ۳۱

هره ورځ د افغانستان د ګوټ ګوټ څخه د نړيوالو ځواکونو د بمباريو او يرغلونو په پايله کي د ولسي خلکو د وژل کېدو خبرونه را روان دي .
دلته چاپه ووهه خلک ووژنه او دلته بمبار وکړه د خلکو کورنو ور وران کړه ، اخر دا ولي او دا زموږ سره څه لوبه روانه ده ؟
تیره ورځ مازيګر يې د هلمند ولايت د باباجي د سيمي د وليزو په کلي کي چي خلکو اوبه لګولې بمبار يې ور باندي وکړه چي اته بېګناه کسان يې په شهادت ورسوله او یو يې زخمي کړ .
په وژل سويو کسانو کي پنځه تنه لويان او درې تنه کوچنيان وه ،
دوئ په ښکاره ډول داسي کارونه کوي ، دوئ د خلکو احساسات راپاروي ، دوئ غواړي چي د افغانستان د حکومت مخاليفين نور هم زيات سي ، په دې کي ددوئ ګټه ده او ددې چاري دپاره دوئ ځانته پلانونه لري ، په دې سيمه کي خلک وايې چي نه طالب وو او نه بل داسي څوک چي وسله يې په لاس کي وي .
هلته په کونړ کي هم داسي پېښه وسوه چي بهرنيو ځواکونه ولسي خلک د کورو څخه را وايستل او په ګوليو يې سوري سوري کړه ، خپله د افغانستان چارواکي وايې چي په دغو وژل سويو کسانو کي اته د مکتب زده کوونکي وه چي د ديارلسو کالو څخه تر اوو کلونو پوري يې عمرونه وه ، نو دا ښکاره دښمني نه ده نو څه ده ؟
د افغانستان حکومت اعتراف کوي چي جارجي ځواکونه د نرنګ په ولسوالۍ کي د الوتکو څخه را کښته سوه او دغه خلک يې د کوره را وايستل اوپه ډزو يې ووژل ، پوښتنه دا ده چي موږ نور څه کولای سو ؟
دوئ چي د بشر د حقوقو شعارونه ورکول اوس دوئ خلک د کوره را باسي او وژني يې ، او وار په وار د ښکاره دښمنۍ او لوبو اختارونه راکوي .
ټول افغانان دې ددي ددغو پيښو په اړه خپل اوازونه را اوچت کړي .

تبصره نسته

  1. دقرہ باغ دخلکو لہ لوری یوہ عامہ تبصرہ او غوشتنہ دادہ چی ھر حومرہ ژر باید ملکی وژنی او دخلکو زورولو تہ دپای ٹکی کیشودل شی.افغان اولس نہ غواری د…پہ نامہ وزورول شی.