کور / شعر / ښه يم !

ښه يم !

د حالاتو له دردونونه يادونو وړې ښه يم
د اشنا له ناکردونه بس غمونو وړې ښه يم

بوړبوکۍ غوندې مې خياله ، لرې لرې چېرته بوځه
له دنيا نه لرې لرې توپانونو وړې ښه يم

بس تر څو به زه تعبير د خپل نيمګړي خوب يادوومه
دتدبير په ځنځيرو کې تقديرونو وړې ښه يم

نن سفر زما د مينې د رواج زولنو وخوړ
بې خبره په سلګو کې تورتمونو وړې ښه يم

څه به ځان راويښومه د غافلو په دنيا کې
د غافلو په لښکر کې زه خوبونو وړې ښه يم

ما سپرلو د سباوون ته د ارمان لاره رڼا کړه
خو اوس باغ نه لکه پاڼه خزانونو وړې ښه يم