کور / شعر / شعرونه

شعرونه

دنورعلي شاه ځلبلاند درې بیتونه

اختره هر پلــــــــــــو ژړا ده په ژړا کې خندا څنــــــــــــــــــــګه راشي
دلته تياره له هرې خــــــــــــواده په تياره کې رڼا څنـــــــــګه راشي

چا سينـــــــــه په اور سوځلي چـــــــــــــــا ټټر ورته نيولی دی اوس
د هر چـــــــــا خوله با ندې وطن دی دا وطن ته جفـــا څنګه راشي

که بريالئ که تـوريالئ که ننګيالئ دی زما په کور کې شته دي
په يوه آن کې د نفــــــــــــــــــا ق را ګډه شوې بلا څنـــــــــــــګه راشي


غزل
انورالحق يرغل

يو د ناترسه يار بېلتون راکې زړګى خوړين کړى
بل د ښونځي رياضي مضمون راکې زړګى خوړين کړى

هلته بمبار دلته ځانمرګى هلته بم وچاودېد
خداى راستي دغه ژوندون راکې زړګى خوړين کړى

يو بل وژل بدو کې خويندې ټکى ټکى ټکى
دغو کارونو د پښتون راکې زړګى خوړين کړى

په زويه ! زويه ! کې يې آن راباندې پښې چاپي کړې
وه لېونۍ! پلار دې پرون راکې زړګى خوړين کړى

ما به اوس وخته دا رقيب په چره ييز ويشتى و
خو ډار ملګرو له دې خون راکې زړګى خوړين کړى

پکول بې قدره شو لونګۍ دستار څوک نه يادوي
دې نېکټايۍ او دې پتلون راکې زړګى خوړين کړى

وي نيمه شپه ته مې راويښه کړې چې راکه خولګۍ
يرغله! ستا دغه قانون راکې زړګى خوړين کړى


درڼا څړیکه علم ګل سحر

تیارو کې څړیــــــــکه درڼا وه،ماوې ته یې هغه
سپوږمۍ کې پاتې څه ځلاوه ،ما وې ته یې هغه

پوه نه شومه دوی وې ملایکه راغله، بېرته ولاړه
باران و،تالنده،برېښـــــــــــنا وه،ماوې ته یې هغه

راته موسکۍ وه او زمـــــا په زړه یې لاس ایښی و
دزړه مې بل رنګه درزا وه ،ما وې ته یې هـــــــغه

جنت ته راغلم،حورې ټولې وې حـــــــــیرانې راته
ترغوږ مې ستا غوندې خندا وه ،ما وې تـه یې هغه

زه وم څــــــــــــــېره مې وه،خو لیرې تښتیدله رانه
زمـــا له تن څخه جــــــــــــلا وه،ما وې ته یې هغه


زه شرابی نه يم حفيظ مليار

زه شرابی نه يم خو شرابو نه څه څکل غواړم
خم کی د شرابو دا خپل ځان می لمبول غواړم

غم کی يم لوي شوی او غمونو کی لوبيږمه
لږ څه دا غمونه له خپل ځانه هيرول غواړم

ولی ستمګری دنيا ما طرف دمخه ده ؟

پوه يم خوښی نشته ځکه زړه می صبرول غواړم

ما حفيظ مليار ځينی د سترګو نم وچ شويدی
لږ څه می دا باغ د زخمی زړه پری اوبول غواړم