کور / هراړخیز / سکه یا فلزي پیسې کله دود شوې ؟

سکه یا فلزي پیسې کله دود شوې ؟

په نړۍ کي تر ټولو لرغوني کشف شوي سکه په موهنجودارو (اوسني پاکستان) کي لاسته راغلې . چي شاوخوا ۵۰۰۰ کلونه وړاندې ترتیب شوې ده،همدارنګه فرانسوي لرغونپژندونکو د ایران په جنوب لویدیځ شوش سیمه کي ۴۰۰۰ کلني کړۍ موندلي دي . په نړۍ کي بله لاس ته راغلي لرغوني سکه چي تر میلاد ۲۷۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې،د آشور په وروستني پاچا پورې اړوند ده . په همدغو (۲۷۰۰-۲۶۰۰ تر میلاد وړاندې کلونو) کي د اوسنۍ ترکیې په لودیه د الکتروم له جنسه سکې ووهل شوي چي لودي واکمن ووهلي او د همده له نامه (کرزوش) څخه په کرزویید (کرزوسي) مشهورې شوي .