کور / شعر / غزل

غزل

بس چې دې جلۍ وفا ونه کړله
ټولې زندګۍ وفا ونه کړله

ماله مې دې زړه ناولي غم جوړ که
تاسره خولګۍ وفا ونه کړله

زه خو يې دمينې په درد پوى کړمه
مړه شاعرۍ وفا ونه کړله

ما دپېښور کوڅو کې واورېدل
اف ! چې کابلۍ وفا ونه کړله

خلکو لمر اوستوري لاس کې ونيول
ماسره سپوږمۍ وفا ونه کړله