کور / شعر / دخلکو رضا

دخلکو رضا

میرویس چې سونیکه،احمدچې سوبابا
تمناوه دهرچاهم دخلکووه رضا
دخلکو بې رضا حکومت نسي په رښتیا
امریت افغان منلی دچا نه دی بې رضا
د خلکو رضا واخله حکومت کړه په اسانه
زور زیاتي به په کار نه وي دالاره د رضا
دخلکواوپرخلکوحکومت وي بې چلوله
زړه له خلکو واخله بیا بابا پخپل رضا
دنیکه،بابا ګټل ګوره نه وي په قانون
ټولنې ورکوي بې زوره بې قانونه په رضا
ورکړی نوم دخلکو وي پاته تل ترتله
دا ډبرین لیک دی پاته د ابد وي په رضا