کور / شعر / ساړه

ساړه

داسې ښکاري چې یو نه یو
که څه هم چې خوله په خوله يو

هر يو وار ته سره ګورو
د مورچل په ژوند پراته يو

په ظاهره سره خاندو
حقیقت غوښه، چاړه يو

يو د بل د سترګوخار يو
د دوستۍ په زړه ساړه يو

نه د ژوند په مزه پوه يو
نه صنم تر څنګ ويده يو

دا ځواني مو هسې لاړه
ارمانونو پسې مړه یو

زه وردګ داسې ګمان کړم
یو د بل هدف ته پړه یو