کور / شعر / غزل

غزل

ستا غنم رنګه څیره بل رنګ ښیی
هینداره هیڅکله رښتیا نه وایي
ټول بې معنا لګیا له ځانه ګډ دي
څوک مې ونه لید چې له تا نه وایي
څراغ یې لګي تر سهاره دلته
څوک ناروا ته ناروا نه وایي
څو زورور مو په سرو ولاړ دي
خو ورته هیڅ زموږ پاچا نه وایي

خلکو ترې جوړې څه خبرې کړلې
سحر دې نوم هم اوس په غلا نه وایي