کور / شعر / غزل

غزل

تاسره چې ګرځم نو سړى يمه
مينه يمه ژوند يمه سپرلى يمه

څو که هم له خړو خاورو شته يمه
بياهم دچا ګوته کې غمى يمه

زه هم درنه نوره مينه نه غواړم
دومره بس چې سترګو کې دې ځاى يمه

څو که مې لاسونه درته نه رسي
بيا هم سپوږمۍ زه ستا لېونى يمه

خوند دښايستونو مې څکلى دى
ځکه لا ( ساحل ) يم لا زلمى يمه