کور / شعر / غزل

غزل

مورې چې ستا له پاکې خولې څـــخه دوعا خوره شي
زما د ژوند تـپو تيـارو بانـــدې رڼا خــوره شي

راشه چې سترګو كې دې ولولم د مينـــــــې كتاب
ښائې غزل كې مې لا نوره هم ښكلا خوره شــــــي

داستا په سرو ګلابي شونډو چې موسكا خـوره شي
لكه دزړه پـه پرهـرونو مې دوا خـــوره شـــي

زما جانان چې كـوم طرف ته وي روان ملـــــګرو
پر هغې لار باندې ډيرۍ،ډيرۍ ښكلا خــــوره شي

كله چې نه يې زه تسكين لكه يو مړٰٰٰٰى ښـــــكارم
كله چې راشې په وجود كې زما سا خوره شــــي