کور / ترخې خبري / کرغيړنه ملي جبهه ولي سوله ردوي ؟

کرغيړنه ملي جبهه ولي سوله ردوي ؟

دکو مې ورځې نه چې دلندن کنفر انس جوړشو او په هغه کې ددولت دمخا لفينو
سره پر خبرو اترو ټينګار وشو، نو دهما غې ورځې نه دکر غيړنې ملي جبهي پلو يانو ته
يو ډول سر بدالي ،پيچش او نس نا ستی پيد اشوی دی، دا چې ولې علتو نه به يې په څو لنډو کر ښو کې
درته وړاندې کړم :

١- د طا لبا نو تر سقوط ورو سته ددې لپاره چې کرغيړنه ملي جبهه او ملګري يې د امر يکي سره دطا لبا نو په پر زولو کې ملګرې شوه نوا مر يکې دوی ته دخپلو خو شخد متيو په بدل کې ټول دولتي ځواک دهمدې بد ما شا نو، غلو او داړه
مارانو ته ور وسپاره او تر او سه پورې د غه ددولتي ځواک په ميو مست نيشه يان په ډول ډول عياشيو، فحا شيو، رشو تونو، اختلا سونو او
ډول ډول ټو لنيزو مفا سدو بو خت دي ، نو که چيري دسو لې بهير بر يالی شي ا و طا لبان په دولتي ځواک کې و
رګډشي دوی خپلې ټو لې نا ولي ګټي له لاسه ورکوي ، نو ځکه سر له اوسه يې زړونه دربيږي او په ويره کې
دي چې ګو اکې دا مردارې ګټي به يې له لاسه ووزي٠

٢- دطا لبا نو تر سقوط وروسته دوی داسي ستر جنا يتو نه کړي دي چې هر پښتون چې
پګړۍ او ږيره به يې درلو دله نو هغه خلک يې دطالب او القا عده په نوم نيولي ،شکنجه
کړي،وژلي او په تورو شخصي او دولتي زندانو نو کې اچولي دي، ځکه چې خاد، پو ليس او دشکنجي او تعذيب ټول وسايل دهمدوی په لاس کې وو او تر اوسه پورې د همدوی په لاس کې دي٠ اوس ويره لري چې که هغوی دسو لي بهير سره يو ځای شي بيا زموږ دجنا يتو نو بدل را نه وانخلي٠

٣- څر نګه چې جګړه او مقا ومت دپښتنو په سيمو کې روان دی نو ددوی په اشاره او
شيطا نيو دپښتنو کلي ،کورونه او کر وندې دائتلاف د ځواکو نو له خوا بمبارد شوي او
ماشومان، ښځي او او لادونه يې وژل شوي دي٠

٤- دوی دهيواد په شمال کې دپښتنو سره ډير ناوړه چلند کړی ډير شمير خلک يې وژلي، زنداني کړي، کورونه يې ورته سيځلي او پر ما لو نو او شتمنيو او ځمکو يې خيټه اچولې او په زور يې نيولي دي چې ډېره ښکاره بېلګه يې دتخار دپښتنو ځمکي او جا يدادونه دي٠

٥- دوی د ستميانو او نوروسکتا ريستانو او تجز يه غو ښتو نکو عنا صرو په ملګر تيا دپښتنو د کلتور او فر هنګ ، دودونو او ژبې سره جفا کړې ده او تل يې پښتنو
ته سپکې سپورې ويلي او دوی ته يې دبې فر هنګو او فا شيستانو خطاب کړی
دی،حال داچې پښتنو په ډېر زغم سره ددوی دا او تې بوتې تحمل کړي دي٠

٦- دې بد ما شا نو او غلو په تېره بيا ملا رباني،خورد ضا بط فهيم، عبد الله او قا نوني د جهاد په وخت کې دروسانو او اير انيا نو ته دپيسو په بدل کې جاسو سي کړې او اوس هم نه يوازې د امر يکي لاس په نا مه غلا مان دي، بلکې دايراني اخوندانو او روسا نو سره نږدي اړيکي لري٠

٧- دوی د هيڅ ډول اسلامي او افغاني اصو لو نه پيروي نه کوي او په هر وخت کې هر ډول معا مله ګر ايۍ ته تيار دي ٠ دوی نه يوازي چې ځا نونه افغا نان نه بولي ،بلکې هره ګړۍ دې ته تيار نا ست دي چې دا خاوره چې زموږ د اتلو پلرونو او نيکو نو نه راته په ميراث پا تې ده تجز يه او په پر ديو وپلوري٠

دا هغه علتو نه دې چې ملي کر غيړ نه جبهه او ددوی نا ولي ملګري نه غواړي د سو لې دبهير سره يو ځای شي، ځکه چې دوی خپلې ناولې ګټې دتل لپاره له لا سه ورکوي٠

تبصره نسته

  1. salam wrora da sahih khabara da che da mkhloq zamong wale ekhtelaf kawi?

  2. پښتانه په كلتوراو فرهنګ ،علم اوادب څه پوهيږي ،ارامي اوسوكالي ته هيڅ اهميت نه وركوي دوى پريږده چه خپل پښتانه ووژني ،ښځي يي بوري اوكونډي كړي ،كوچنيان يي بي سرپرسته اوبي تعليمه اوجاهل پاته سي ، پښتان پريږده پښتون قومي مشر ،پښتون انجنير،پښتون ښوونكي اوپښتون داكتر ووژني ، پښتانه پريږده دپرديو غلامي وكړي اوخپل سړكان اوپلونه ويجاړكړي چه ژوندٰۍ بيلګه يي دكابل كندهار لويه لارده چه دپنجابيانو په اشاره دهمدغو پښتنو دلاري كنډ اوكير سوه . كه پښتانه دتش په نامه ملايانو او طالبانو چه داسلام اوانسانيت څخه ډير ليري دي ، تراغيزي لاندي وي نو دير ژر به دغه پاته هويت اونورشته هم دلاسه ووزي اوهيواد به ټوليز ډول دشمال لنډغروته پاته سي او اوس هم هڅي رواني دي چه دافغانستا ن تاريخي افتخارات ټوله دځآن كړي ځكه دپښتنو دخواڅخه څوك نسته چه ددوي باطل رد كاندي

  3. ماشااللہ حمیدراز صیب پہ قلم دی برکت شہ خدای دی وکڑی چی ستا غوندی لیکوالان ھروخت ولرو ژوندی اوسی

  4. خوشبخت قندهاریه: ته ولی پښتنوته په دی کم نظرګوری اوولی دومره ناهیله ئی نورکه ده افغانانواوپښتنوتاریخ نه درمعلومیږی نوصرف ده کرزی وکارناموته وګوره چی ده دنیاکفاریه راویستل وده پښتنی میرمنی زینت کرزی ده کالواندازه خارجیان نسی ملی خاین بی فرهنګه اوبی کلتوره هم داکرزی دی:شمالی ټلواله چی ده صلحی خبری ردوی ده دوی چوکی اومنافع په لوی خطرکی واقع کیږی

  5. ښاغلیه وحیده:
    تاسو د ښاغلی خوشبخت د نظر په هکله ډیر سخت غبرګون ښوودلی ده او هغه کی مو ځینی له حقیقته لیری خبری کړی . دلته په افغانستان کی یو دا مشکل ده که څوک په طالبانو انتقاد کوی نو بعضی خلګ(ستا غوندی)یی د حکومت په پلوی تورنوی اوکه په حکومت انتقاد کوی نو بعضی خلګ یی د طالبانو په پلوی تورنوی.
    خو اصلآ ښاغلی خوشبخت حقایق لیکلی رښتیا هم دا طالبان دی چه ښوونځی سوځی ، پلونه الوزوی ،سرکونه تخریبوی ښه مثال یی د کابل –کندهار سرک ده چه ښاغلی خوشبخت یی هم یادونه کړی ده.
    نو په دی اساس طبعآ پښتانه به له پښو غورځی او له تمدنه به لیری پاتی کیږی دا ځکه پښتون بچی خو دوی نه پریږدی چه باسواده شی.
    دوی د اسلام ترنامه لاندی په پښتون ولس قصابی روانه کړی ده او په خپله د ناټو په الوتکو کی د شمال ولایاتو ته دیسانت کیږی. په هلمند ولایت کی ددوی او انګریزانو له پټو اړیکو خو اوس ټول جهان خبر دی او که څوک ځینی انکار کوی نو په لوی لاس غواړی چه لمر په دوو ګوتو پټ کړی. ویل کیږی چه د هلمند له پی آر ټی څخه دوی الوتکی پرواز کوی یوه یی طالبانو ته وسلی او نور ضروریات ورکښته کوی او بله یی دولتی ځواکونه ته.
    تیر کال به مو ښه په یاد وی چه د زابل په ولایت کی د ناټو ځواکونو طالبانو ته د هلیکوپتر له لاری وسلی ور ښکته کړی خو کله چه خلګ په خبر شوو او خبره رسوا شوه نو جهان ته یی اعلان کړه چه له مونږه کواردینات غلط شو ی وو اصلآ دا مونږ دولتی ځواکونو ته لیږدولی ولی که څوک فکر وکړی دا بهانه په هیڅ ډول د منلو وړنده او سړی پوهیږی چه ترکاسه لاندی نیم کاسه شته. رابه شم ستاسو لخوا یو غټ تهمت ته چه هغه مو د ښاغلی کرزی په میرمن ډاکتر زینت کرزی لګولی ده هغه داچه په ډاکتر زینت کرزی ټول افغانان خبردی چه دا آغلی یوه ډیره شریفه،باعفته او پاکه ښځه ده او تاسو به هم د تلویزون په پرده ډیره کمه لیدلی وی او هغه به هم په افغانی جامو کی وی هیڅکله یی خارجی جامی ندی اغوستی.دی آغلی له کرزی سره تر واده مخکی د طبابت پاکه دنده تر سره کوله نو تاسی که په حامد کرزی هررازنیوکی کوی کولای شی خو د پښتنی میرمنو سپکاوی مه کوه.
    زه خپله د حامد کرزی دپالیسیو مخالف یم دا د هرچا خپل حق ده چه سالمه نیوکه وکړی مګر نه ستاسو غوندی.
    بیرته راګرزم د ښاغلی راز لیکل شوی موضوع ته رښتیا چه شمالی ټلواله په دی ورځو کی په نس ناستی اخته شوی او نه غواړی چه په دی وطن کی سوله راشی خو دملت له طالبانو نه دا هیله ده چه دسولی خبرو ته غاړه کیږدی او دغه د شمالی ټلوالی تور مخی لانور هم تورمخی کړی.
    ځینی کابل میشتی تصویری رسنی د دی تورمخی ټلوالی په خدمت کی دی او خپل زهرجن تبلیغات کوی ترڅو په دی هیواد کی سوله رانشی ځکه دسولی په راتلو سره ددوی ګټی په خطر کی دی.
    خو متآسفانه ځینی په نامه پښتانه هم ددی ټلوالی ډول ته ګډیږی لکه حمیدالله توخی دزابل پخوانی والی او دولسی جرګی اوسنی غړی او یا رازمحمد دلیلی د پکتیا او میدان وردګو پخوانی والی.
    ښاغلی حمیدالله توخی په یوه ګردی میزکی چه له طلوع تلویزون سره وو په ښاغلی کرزی سختی نیوکی وکړی خیر دا دده حق ده مګر کله چه د خلیلی په هکله له ده پوښتنه وشوه دی ښاغلی وویل زه و خلیلی صاحب ته احترام لرم دا ځکه دا یو مجاهد سړی ده. طلوع تلویزیون هم د ښاغلی توخی له بی عقلی څخه سیاسی ګټه پورته کوی.
    توخی په دی هم نه پوهیږی چه دی و هغه چاته احترام لری چه دخلګو په سرو کی یی میخونه ټک وهل. او څو ورځی مخکی یی پارلمان ته دومره غټ درواغ وویل چه ټول جهان د تلویزیون له لاری ولیدل هغه داچه کوم وزیر یی پارلمان ته معرفی کاوه او ویی ویل چه نوموړی په لاره ده او په څو شیبو کی به راورسیږی ولی وروسته معلومه شوه چه نوموړی وزیر په کاناډا کی وو او د وزارت پوست یی ونه مانه.

  6. محترم ورورکریم ستاسوده پوهی اوعام نظرڅخه مننه:داسوال به درته راجع کوچی ته ده کرزی اوطالبانووده شمالی ټلوالو اوده خلیلی ده پالیسیوڅه ناراضه ئی نوخوښ په چائی ؟وحال دادی چی ته هم ده دی اتلی خاوری بچی ئی:

  7. مسعودپه شمالی ټلوالی کی ده مقدسی خاوری یعنی ده افغانستان لپاره څه وووووووووووووو؟؟؟؟؟؟؟؟

  8. وحيددنمروز څخه كه ځان ته مسلمان اوپښتون وايي نو دا دمسلمان اوپښتون دشان څخه ډيرليري ده چه بي له څه ليدلو په يوي مسلماني ښځي بهتان لګوي ته هم پښتون يي ته اوستاناپوه باداران هم دپنجابيانو په لاس راليږلي ګداګيان ياست ايا ستاسي دښځوكالي هم پنجابيان دراغوندي ؟ ته افغانستا ن دتاريخ او دخلكو دملي ارزښتونوسره هيڅ بلدتيا نلرئ ځكه ستاسي ملي روحيه بيخي نسته فقط دپرديو خبري مو په غوږو كي نيولي دي خپل خلك يي درته منفوركړيدي او لكه سپيان خولي مو خلاصي كړيدي تمامه ورځ غاپـئ .لږ دځان سره ديوه افغان په حيث فكر وكړئ په خپل ګريوان كي وګورئ چه ستاسي اعمال او خبري دچا په ګټه دي دچا په تاوان دي . ددغو خارجيانو ټول نقليه وسايط دپاكستان څخه رااوړي مګر هلته يو پل هم ورته وا نه لوزول سو ځكه هلته پاكستانيا ن اوپنجابيان پوهيږي چه خپل خلك يي خواريږي مګر ددوى غلامان په افغانستان كي دخپلو خلكو په خوږ اوپه تاوان نه دي فقط خپل باداران خوشحاله كوي .پښتون چه دخپلو څخه برباديږي اوكړيږي دپرديو څخه څه ګيله

  9. ده خوشبخت په بدل کی به بدبخت اوجاهل واحمق درته وه وایم څنګه چی ته خولکه ده تروژمی سپی ده عادت سره غاپی بس نودادی بس دی چی تاوه ټولوپښتنوته ده بی فرهنګه اوبی کلتوره وجاهلانوخطاب ورته کړی وو چی پښتون اوافغان نئی نودلته لیکنه مه کوه خوستاپیدایښت په امریکی کی سوی

  10. وحیدجانه اوخوشبخت جانه :موږپښتانه به ترڅه وخته پوری به ده خپل پخوانی اتلانوپه نامه ویاړکوو؟چی څه اسلام و همت اوغیرت مخی ته کونسی کیدای چی هریوپښتون دی احمدشاه ابدالی یامیرویس نیکه جوړسی ؟راسی چی پخوانی قیصی واناګانوته ده شپی نقلوته پریږدو:اووه نیکه ګانو ته په پیتاوی کی خاطری ده کپه کپه نسواروسره پریږدو

  11. بېځايه تبصره