کور / شعر / ټپيزې

ټپيزې

واړه ښايسته د ګل په څېر کې
هر يو مين ته يې بې شمېر کې
د هر چا زړه ته يې ورتېر کې
خدايه ښايسته په دنيا ډېر کې
که ياري نکړي تش ديدن يې خوند کوينه

څه به کوم نصيب مې خوار دی
زړه مې بې ننګ سره ايسار دی
که يې پرېږدم له خدايه ډار دی
سبا مې بيا د کډو وار دی
په سر به پنډې چلوم په زړه غمونه

ښه دې تر دې زندګي مه شه
پېښه د مرګ رسوايي مه شه
کمه تر دې دې نيستي مه شه
مساپري دې روزي مه شه
زه دې په سپينه خوله ويده پرېښې ومه

په عزت لاړو رسوا راغی
ډک ملا بند تر ملا راغی
په ټيټو سترګو تر ما راغی
جانان له جنګ نه په شا راغی
په پرونی ورکړې خوله پښېمانه يمه

په دښمنانو باندې بريد که
ختم د وخت هر يو يزيد که
وطن دې پير ځان دې مريد که
ته په سنګر کې ځان شهيد که
زه به سور شال ستا په مزار وغوړومه

چې ګردنۍ يې تر ملا ده
چې يې په لاسو کې سلا ده
په دښمن جوړه يې غوغا ده
زما خولګۍ د هغه چا ده
چې غلامۍ ته يې طلاق ورکړی وينه

د پښتونخوا زړه بختوره
عظمت دې ډېر دی تر خيبره
ځوانان دې واړه کړل بې سره
آخر به وران شې پېښوره
د ننګرهار جونې ښېرې درته کوينه

زه به څۀ وايم چې څه را که
زړه مې درکړی دی زړه راکه
مرمه له تندې اوبه راکه
څانګې راټيټه شه خوله راکه
که زه درپورته شوم راماته به دې کړمه

ستا په يارۍ به څه وياړم
خندا مې نشته ده تل ژاړم
زړه مې درځي که ځان رانغاړم
په پاليزه کې به دې غواړم
د کلا برج ته راختی نه شې مينه

په ښو يارانو افتخار که
زړه دې لېمڅی ورته هوار که
په يارانه يې اعتبار که
دنيا د يار له سره ځار که
دنيا به تل وي ياران کله کله وينه
تر دې ځايه

د زړه په سر مې ازغی مات دی
نم مې د سترګو دومره زيات دی
يوه دجله بله فرات دی
حسن دې کم ظلم دې زيات دی
خلک د حسن مطابق ظلم کوينه

بند او زندان مې ماتوای شو
بار مې د غشو په سر وړای شو
سر مې دښمن نه پريکوای شو
که جنګ د تورو وای ما کړای شو
د نصيب جنګ دی وارخطا ولاړه يمه

ورک شه مېراث او ورکې شومې
د بري لار کې ډېرې لومې
شته دي ازغي او هم پېچومې
تورې وهه بری به مومې
که بری نه وي ځوانان تل په تورو مرينه

په سرو لمبو باندې ګډيږي
له خپله سره پرې تيريږي
سل وارې مري خو ژوندی کيږي
په مورچل هغه سړی خيږي
چې يا مين وي يا يې پېغله ناسته وينه

له يارانې مې په شا نشې
چې راته سر په ښېرا نشې
په دې کيسه وار خطا نشې
چې په کور نه وم ته رانشې
درته به لار په بڼو څوک جارو کوينه

مسافري په ښه زړه وکه
شپه ورځ په ځان باندې يوه که
زړه کې د ياد بله ډېوه که
ته په لوستلو صرفه مه که
نجونو پېغور راکړ چې يار دې امي شونه.