کور / شعر / غزل

غزل

ډېر پرې خوښ يم له ر ڼا نه متاثر دی
داچې زړه مې له يوچانه متاثردی

څه دعشق په تعريفونوپسې ګرځې
عشق ښايست دی له ښکلانه متاثر دی

دا دروغ دي چې دګل ښايست پوره دی
دا ريښتيا ده چې له تا نه متاثر دی

دسپېڅلي محبت په زور مې مات کړ
ډېر وخت کيږي چې له ما نه متاثر دی

په ا يمل باندې خندا خورا اثر کړي
خو تر ډ ېره له ژ ړا نه متا ثر دی