کور / تازه خبرونه / كركيټ: په دوبۍ كې د افغانستان او كاناډا لوبه روانه ده

كركيټ: په دوبۍ كې د افغانستان او كاناډا لوبه روانه ده

د افغانستان او كاناډا تر منځ د يوې ورځنۍ نړيوالې (لړۍ) دوهمه لوبه د دوبۍ په شارجه سټوډيم كې روانه ده.
د لوبې په پيل كې كاناډا پچه وګټله او افغانستان ته يې د توپ وهلو بلنه وركړه.
تر دې مهاله پنځه لوبغاړي سوځېدلي، او په پنځه ويشتو اورونو كې يې پنځه اتيا منډې جوړې كړي دي.
كريم صادق يوازې يوه چوكه يا څلور منډيزه وهلې، شفيق الله او محمد شهزاد پر صفر سوځېدلي نوروز منګل پنځلس منډې جوړي او شبير نوري نهه منډې جوړي كړي.
افغان لوبغاړي اصغر ستانكزى او ريس احمدزى دا مهال ډېره ورو او په احتياط لوبه كوي.
د يادونې وړ ده چې د همدې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان يوازې په يوه منډه ګټلې وه.
د لوبې پايلې به انشاالله د لر او بر له خوا پر ليكه شي

تبصره نسته

  1. اسلام عليكم زه محمدشاه ددبي سخه دلراوبر تولوكاركونكوته سلامونه او نيكي هيلي وراندي كوم بعد له سلامه دستاسو فروكرامونه زما دير خوش دي الله دي نورهم توفيق دركري ستاسو ورور محمدشاه