کور / شعر / غزل

غزل

له زړه نه چېرته دى بل ځـــــــــاى محـــترم
زما په زړه كې دى اشنـــــــــاى محـــــــترم

د ابتذال په وخت كې هـــــــــم ملـــــــګرو
زما يقين دى چــــــې يو خــداى محــترم

يه زما خـــــــاورې ! كـــــه ازاده واى تـــه
نه دې زه خان واى او نه واى مـــــحترم

موږ ملنګان په غريــــبۍ كې ښـــه يـــو
موږ ته معلوم نه دى بــــډاى مـــحتــرم

يار كه په ژوند نه درتۀ مرګ ته درځي
دى لارويه يــو څـــه پــــــاى محــــــــترم