کور / شعر / ستاره اڅکزۍ / درويزه اڅکزۍ

ستاره اڅکزۍ / درويزه اڅکزۍ

*** د ستاره اڅکزۍ وروسته درويزه اڅکزي هم کوچ وکړئ
زما کندهــــــــــــاره بيا دی بل زخم پر زړه وخوړی
چې دی د علم رڼا پلار ستر درويزه وخــــــــــوړی
مرګيــــــــــه تا خو پرون زموږ نه ستاره وا خيستل
څنګـــــــــــه بی واره دی ظاليمه در ويزه و خوړی
چې ئي په دواړو لاســـــــــو زموږ په لور ر ڼا راوړله
دمرګ بلا رانـه د زړه د سر ټوټه و خــــــــــــوړی
چاچې زموږ لپاره ځان او جــــــــانان ټول قربان کړل
د ستاری سر او درويزه څـــــــــــه مو زړه وخوړی
څوک به جرات کړی چې مشـــــال د رڼا راوړی موږته
هغو راغلـــــــــو څنګه سر زموږ پر کاله وخوړی
زما خوله ور او سترګه ور جــــــــانانه ستانه ګيله
خوله دی کړه ګونګه چه مرګئ زموږ درويزه وخوړی
زه ځلبلاند په چغــــــو چغو وايم ستا پر قبر
ئي ستاری رانه مرګئ ستا درويزه وخوړی